۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

د زردالو د باغ جوړونه


دا چه افغانستان يو زراعتي هيواد دي ددي هيواد ٨٥% خلک په زراعت بوخت دي ميوه اوسبزي يي د باغدار ي مهممي برخو څخه دي اود زراعت يو مهم سکتور ګڼل کيږي اود هيواد په ملي اقتصادکي دډير اهميت وړدي .
افغانستان په تيرو څولسيزوکي په بيلا بيلو اړخونو کي ډير زيات زيان موندلي خاص د کرني او مالداري په بخش کي او همدارنګه ځنګلونه څړ ځايونه او با غونه ملي او تورستي پارکونه يي زيانمن شويدي او له منځه تللي دي چه نوموړي باغونه ، ځنګلونه او څړ ځايونه زمومږ بيا رغوني او ابادي ته سترګي په لار دي داسي ويل کيږي چه د تير و دير ش کلنو جنګونو څخه د مخه د کرني د صادراتو څخه ٣٣٠ ميليونه ډ الر ه عايدات لاس ته راتلل چه په دي صادراتو کي دميوه جاتو عايد لکه زردالو ، انار ، بادام ، انځر ، چارمغزاو  انګورو زيا ته برخه تشکيل کړي وه . چه ددي باغونو بيارغوني لپاره با احساسه او په هيواد مين ځوانان ، خويندي او دټولو هيواد والو فعالي ونډي احستني ته ضرورت دي دا چه د تجارتي او اقتصادي ارزښت له پلوه وچ زردالو په لمړي درجه اهميت لري دوچ زردالو ليږدونه نه يوازي پاکستان بلکي ټول نړۍ ته امکان لري ځکه چه وچ زردالو دګيلاسو اونورو تازه ميوو په پر تله پراخ بازار لري او همدارنګه کولي شي د هيواد په ملي اقتصادکي لوي رول ولوبوي .  
                     
د زردا لو طبقه بندي او تاريخچه
زردالو د Stone fruit  يعني د سخت زړو ميوو د ډ لي څخه دي چه Endocorp يا د ژړي پوټکي لري چه انډو کارپ يي دميوي دخوړونکي برخي پواسطه احا طه شوي دي . زردالو دلومړي ځل لپاره په چين کي او سايبر يا کي پيدا شويدي او بيا دنړى نورو برخو ته انتقال شو دي .
زردالو د روزاسيي (Rosaceae) په فاميل پوري اړه لري زردالو دنورو ميوو څخه په زيا ته پيمانه Vit A  لري او همدارنګه دکاربوهيدريتو ، پرواتينو ، فاسفورس او نيا سينوزيا ته پيمانه لري .
دزردالو لپاره دمناسبي ساحي انتخاب
داچه دژمي ازپسرلي سړه هوا دزردالو په روزلوکي ستر خنډ بلل کيږي نو د باغ دځاي انتخاب کي بايد دسړي هوا ضرر ترهر څه ډير وڅيړل شي .
دا چه دزردالو بوټي په پسرلي کي دوخته غوټي سپړي نو له دي کبله بايد دزردالو باغ جنوب خواته ما يل جوړشي او د هغي پر ځاي بايد شمال خواته ما يل جوړشي .
دزردالو دباغ خاوره او اقليم
دا چه زردالو وني ژوري ريښي لري چه په ځيني وختونو کي د ٥ مترو او ٤ مترو په ژور والي کي پيدا کيږي خوزيا ت شمير ريښي يي د ٢ مترو او ٤ مترو په ژور والي کي عموميت لري .
نو د زردالو ريښئ لپاره ٢ متره ژوروالي په ضرورت دي ټول سخت زړي ميوي لپاره بايد داوبو سطحه له يو متر او يو متر او ٢٥ سانتي مترو څخه کم نه وي .
دزردالو لپاره بايد دځمکي پي اچ په ٥-٦.٥ پوري وي . زردالو هم لکه دنورو سخت زړو ميوو په شان دزخو دغوړيدو لپاره هواته  ضرورت لري خو دډيرو سړو پواسطه له منځه ځي .

دزرړالو د باغ  طرحه او ډيزاين
دا چه د زردالو وني عمر ډير دي ونو د څوکلونو ودي وروسته په حاصل راځي نوله دي کبله د باغ په جوړولو کي بايد خاصه پاملرنه وشي او دهر ډول اشتباه څخه خالي وي . دزردالو بوټي ترمنځ فاصله پايد ٦ مترو په نظر کي ونيول شي .
د باغ د ځاي او موقيعت په هکله ښاي پوره غور وشي په دا سي ځا يونو کي بايد داسي وني وکرل شي چه په زمي کي دسړو د ضرر خخه متضرره نه شي .
 ښايي چه هلته دوامداره بادونه موجود نه وي ز ځکه چه بادونه له يو پلوه دونو ښاخونه او ميوي ټپي کوي اود تبخير پواسطه دهغي دوچيدو امکان زياتوي او له بله پلوه دافاتو دمجادلي په خاطر دکيمياوي موادو پا شل د ستونزو  سره مخامخوي .
دباغ دهر سيستم انتخاب دسيمي توپو ګرافي ، دميوي په جنس اونوعيت اود مشينري په استعمال پوري اړه لري چه په ﻻندي ډول دي .
الف – دمربع سيستم : په دي سيستم کي دونو کرنه خورا معمول ده چه دمربع په هر کنج کي يوه ونه کرل کيږي چه لاندي ګټي لري .
١ – ددي سيستم دنقشي جوړول اسانه دي .
٢ – دموقتي ونو استعمال اود قطارونو تر منځ دنورو کرنيزو بوټو دکرلو لپاره مساعدوي .
٣ – للون او خشاوه او هرزه ګيا و کنټرول په کي اسانه وي .
ب- دمستطيل سيستم : په دي سيستم کي دمستطيل په هر کنج کي يوه ونه کرل کيږي . ددي سيستم د قطارونو تر منځ ځنکني توت او سا به ښه کرل کيږي ،
ج – دکوينکنکش سيستم : دا سيستم مربع سيستم ته ورته دي مګر يوا ځيني توپير د ادي چه په دي کي د مربع دهر څلورو ونو په منځ کي يوه ونه کرل کيږي .
د – مثلث سيستم : په دي سيستم کي په هر کنج کي يوه ونه کرل کيږي او د مثلث د هري وني تر منځ فاصله مساوي وي . خو دا سيستم لاندي نواقص لري .
١ – ددي سيستم نقشه کول تو کرنه سخت دي .
٢ – په دي سيستم کي دمشينري استعمال مشکل وي .
٣ – دمو قتي ونو او قطارونو تر منځ د يو کلنو بوټو د کرني لپاره مساعد نه وي ددي لپاره چه دونو دکرلو په وخت زمونږ اصلي ځاي تغير ونه کړي  نو مونږ دکرني دتختي يا (Planting board) څخه استفاده کوو .
دا تخته معمولاً بايد يو متر اوږد والي او ٢٠ سانتي متره سور ولري چه دتختي منځني برخه دانګريزي دي V دتوري په شکل کړوندي لرونکي وي .

  دزردالو د باغ کرل
زردالو د زړو پواسطه زياتيد لا ي شي خو زړي بايد يوازي د نيله بوټي لپاره استغمال شي .
دزردالو د بوټي قلمي په سختى سره ريښي او با سي نو زردالو د پيوند پواسطه زيا تيږي . دزردالو نيله بوټي لپاره بايد په خپله دزردالو نيله بوټي استعمال شي ځکه چه دنيماتودونو او چنجيو په مقا بل کي زيات مقاومت لري .
دزردالو زړي بايد د ٣-٢ مياشتو پوري دسانتي ګراد په يوه درجه  سړه هوا کي او لندو شګو کي و ساتل شي اودا بايد د ميزان او قوس مياشتو کي د باندي  وکرل شي تر څو په پسرلي کي شنه شي .
چه دزردالو زړي دبزغلي په شکل د پنځو سانتي مترو په ژوروالي او ١٠ سانتي مترو په ليري والي کي وکرل شي او ددويم کال په اوړي کي پيوند شي .
دزردالو باغ بايد دکرلو څخه مخکي څو ځلي زوره قلبه شي تر څو هرزه ګياه تري لري او ټول کړاي شي او څمکه يي بايد هواره شي .
دزردالو  باغ په عمومي توګه دمربع په ډول د ٦ مترو په مسافه وکرل شي .
زردالو پخپله د Self pollination په ډول ګرده افشاني کيږي چه په دي اساس ګډه ګرده يا Coss pollination ته اړتيا نه لري .
 دزردالو دباغ د خاوري ساتنه
دزردالو د باغ د خاوري ساتنه څو مختلفي طريقي لري چه په لاندي ډول دي .
١ – د اصلي بوټي څخه پرته د نورو ګيا ګانو له منځه وړل .
٢ – دګيا پر ځاي په باغ کي د اوربشي ، جودر ، مشنګ او دا سي نور کرل .
٣ – په باغ کي د ځمکي لاندي د پروړي او ټانټو ملج جوړول .
٤ – په موقتي يا دائمي توګه په باغ کي د ګيا ګانو کرل البته په هغه باغونو کي چه د هغي خاوره د اوبو پواسطه د مينځلو د خطر سره مواجي وي .
که چيري د باغ خاوره د نيماتودونه او چينجي ولري نو په هغه صورت کي بايد د مشنګو باقلي او نورو ميوو دکرلو څخه ډډه وشي ځکه چه د نوموړي چنجيو په مقا بل کي حسا سيت لري .

د زردالو د با غ خړوبول
اوبه د ټولو نبا تا تو او او ژوندي انساجو جز ګڼل کيږي .
 دزردالو په پاڼو کي په سلو کي ٣٥-٩٠ برخو پوري اوبه موجود دي په هغه ځايونو کي چه يو کلن باران اندازه په منځنۍ توګه تر ٥٠٠ ملي مترو پوري ورسيږي د زردالو خړوبولو ته  ضرورت پيدآ کيږئ .
په افغانستان کي د هميش لپاره د زردالو باغونو خړوبولو په اړتيا ليدل کيږئ . په زردالو کي د اوبوکموالي دهغوي د څانګي ، نودو ، منډو او بدني وده کموي او همدارنګه د زردالو دګلانو دزخو په تو ليد او نکشاف او خامو ميوو لويدلو باندي تا ثير لري .
د زردالو وني لپاره بايد اوبه ډنډ نه شي او دونو تر منځ فاصله نري او د ونو غاړي پراخه وي .
په نړۍ کي دزردالو باغونه په څلورو طريقو  خړوبوي . چه په لاندي توګه د  هغي څخه يا دونه کيږي .
١ – د ډنډولو طريقه : په دي طريقه کي د باغ ټوله ساحه په څو کوچنيو برخو ويشل کيږي او هره برخه په جلا توګه خړوبيږي .
٢ – د ونو خواته د لښتيو د جوړولو طريقه : داد مايل ځمکي لپاره ګټوره تماميږي .
د مصنوعي باران په ډول : دا طريقه په افغانستان کي امکان نلري ځکه چه غير اقتصادي تماميږئ .
٤ – دڅاڅکو په ډول : په دي طريقه کي دونو د قطارونو سره برابر نژدي يلاستيکي نلونه غځيږي او هري وني خواته کوچني سوري جوړيږي .

 د زردالو شا خه بري
دزردالو دميوي خاصيت داسي دي چه ديو کلنو نودو اوميوو نيونکو منډو په څنګونوکي يي ميوه تړليدوي اونوموړي منډي يوازي دوه يا دري کاله ژوندي پاتي کيداي شي او دهغي وروسته له منځه ځي .
دنوو ميوو لپاره بايد نوي نودي توليد شي .
دزردالو دوني دکرلو په وخت کي بايد دځمکي څخه د ٦٠-٧٠ سانتي مترو په لوړوالي له څوکو څخه غوڅي شي وروسته له هغي بايد داسي نودي انتخاب شي چه په تنه باندي خري خواته غځيدلي وي او يو دبل څخه ١٠ سانتي متره فا صله ولري .
که زردالو وني زړي شي نو ديوي خوا دهغي موه نيونکي منډي ژرژرنه توليديږئ نو بايد چه شاخه بري وشي تر څو دهغي بدني وده زياته شي او نوي نيونکي منډي توليد کړي .

دزردالو باغ ته دسري ورکول
دزردالو ونوته د نايتروجني سري ورکول د نوموړي ميوي په پوخوالي کي ځنډوي .
نو له کبله تر څو چه په ونو کي د نوموړي عنصر دکموالي نښي ونه ليدل شي بايد تر هغي پوري استعمال نشي .
دپوتاشيم لرونکي سري استعمال دزردالو دونو په بدني وده ، ګل نيولو او حاصل ورکولو باندي ديا دوني وړ اغيزي کوي . نو دزردالو دنولپاره د نوموړي سري څخه استفاده وشي .
په زردالوکي دجستو کموالي خورا عموميت لري چه د نوموړي دميوي او د پاڼو دکوچني کيدو باعث کيږئ هغه خاوري چه اوړ پي اچ ولري دزردالو دپاڼو دزيړيدو باعث
ګرځي .
په زردالوکي دمنګانيز کموالي مونږکولاي شو چه هغه زرق کړو اويا يي ورباندي وپاشو.
  دزردالو دپنډکونو توليد او انکشاف
دزردالو د ګلانو پنډکونو (زخي ) دهغي دمنډوپه څنګونو کي تو ليديږي .
دزردالو ميوي په يو کلن منډوکي تشکيليږي او له ٢-٣ کلونو پوري ميوه نيسي . د زردالو دګلانو زخي د جوزا دمياشتي په شاوخواکي وده کوي او بيا وروسته انکشاف کوي .

دزردالو ګرده افشاني ا و القاح
په نړۍ کي يوازي دوه قسمه زردالو چه يو يي د ريلاند(Relend) اوبل يي پرفکشن (Perfection) په نومونو موجو ددي چه يو بل نه شي القاح کولي .
نورټول نوعي يوبل القاح کولي شي نوله دي کبله دزردالو په باغونو کي دګرده ورکوونکو دکرلو ته ضرورت نه ليدل کيږي.

دزردالو د ميوي رنګړي کول:
د زردالو ځيني ډولونه شته چه ډيري ميوي نيسي چه د وني د څانګو د ما تيدو سبب ګرځي . اود همدارنګه دميوي د خراب رنګ او خراب خوند او په پاي کي د ميوي د موچنيوالي سبب ګرځي .
ددي لپاره چه دا مشکلات رفعه شي نوبايد هر کال دزردالو له ونو څخه دهغوي دودي په يو مخصوص دخت کي يو ه اندازه ميوي وشکيږي او رنګړي شي .

دزردالو د ميوې پخيدل
دزردالو د ميوي د خرڅلاو او خوړلو په وخت کي دهغي ظاهري رنګ ، خوند اومزه خورا اهميت لري .
کله چه دزردالو ميوه پخوالي مرحلي ته نږدي شي نود هغي دښه رنګ او مزي لپاره بايد دمحيط تودوخه د سانتي ګراد د ٢٥ درجو په شاوخوا کي وي برسيره پردي دزردالو پخوالي په وخت کي دهغي شين رنګ په زيړ رنګ بدليږي اوجسامت يي هم غټيږي .
دزردالو ميوي زياته برخه زيړ رنګ په کروتين (Caroten) او زنتوفيل اوسوررنګ يي په انتوسيانين (Anthocyanine) پوري اړه لري په زردالو کي سوررنګ هغه دخت انکشاف کوي چه نوموړي ميوه دلمر دوړانګي سره مخامخ شي .
دپخو ميوو خوند . بوي او خوږوالي ځني کيمياوي موادو پوري اړه لري لکه شکري مواد(فرکتوز، سکروز ، ګلوکوز ، اسيدونه او داسي نور) .
دزردالو په پخو ميوو کي تر ټولو زياتي شکري مواد سکروز او تر ټولو زيات اسيدي مواد ماليک اسيد دي .
دزردالو په خامو ميوو کي نشايسته اودهغي پر ځاي ساربيټول (Sarbitol) پيداکيږي . دزردالو دخامو ميوو سختوالي په پروتو پکتين پوري اړه لري .

دزردالو دميوي شکول اوسمبالول
دزردالو د پخو ميوو شکول دهغي په استعمال ، وچولو ، قطۍ کولو او تازه خوړلو پوري اړه لري هغه زردالو چه وچيږي تر ډير وخت پوري په ونه کي بايد پاتي شي .
دزردالو ميوه دانځر پشان په تدريجي ډول له يو نه تر دري هفتو په موده کي پخيږي .
دزردالو مختلف قسمونه په مختلفو وختونوکي تخيږي دمثا ل په ډول په افغانستان کي دجوزا دمياشتي څخه تر سنبلي پوري تخيږي .
دزردالو دګل کولو څخه تر پخوالي پوري دمحيط د تودوخي پوري اړه لري که چيري ديو ي سيمي تودوخه يوازي دورځي لخوا توده او دشپي لخوا سړه وي نو دازردالو ژرنه پخيږي مګر که چيري د يوي سيمي دورځي او د شپي لخوا تودوخه لوړه وي نو دهغي سيمي زردالو ژرپخيږي .
هغه زردالو چه په تازه ډول خوړل کيږي نو بايد په ډير احتياط دوني څخه وشکول شي چه تر څو زخمي نه شي .
هغه زردالو چه دوچولو لپاره تري استفاده کيږي دوني څخه دڅنډلو پواسطه هم تر لاسه کيږي ځکه چه هغه ډير پاخه شوي وي نوپه ځمکه باندي دغورزيدو پر محال نه خرابيږي .
دزردالو دانتقال په وخت کي بايد ډير احتياط وشي چه زخمي نه شي ځکه چه ژرخوساکيږي او همدارنګه دمړاوي توب مخنيوي هم پکي وشي .
دزردالو ميوي په نوره نړۍ کي په مختلفو سورتونو ويشي اوبيايي دقطارونو په ډول شپږ يا پنځه قطاره په پيړوالي دلرګي په کريټونوکي سمبالوي .
په افغانستان کي زردالو دلمر پواسطه وچيږي چه هغي ته کښته وايي د وچولو څخه وروسته بايد په پاکو پلاستيکي کڅوړوکي واچول شي .

دزردالو د ميوي ساتل
تازه خوړونکي زردالو تر ډيري مودي پوري نشي ساتل کيداي که شکول شوي تازه ميوي د سانتي ګراد له منفي نيمي درجي څخه تر نيمي درجي پوري او په سلو کي له ٩٠-٨٥ برخو پوري نسبتي لمدا بل کي ذخيره شي تر دوه هفتو پوري روغ اوجوړ سا تل کيدي شي .
د زردالو دوچولو لپاره لاندي ډولونه پيژندل شو ي دي .
١ – ساقي زردالو .
٢ – دګل باغ رشتق .
٣ – بيد مشک .
٤ – کورپه .
٥ – شکريار.
دجاغوري ، باميانو، نورستان، زابل اواورزګان سيمي دوچولو دزردالو دباغونو دجوړولو لپاره مناسبي دي .
چه دزابل او اورزګان د شکرياري زردالو په پريمانه اندازه توليدوي کوم چه په هندوستان کي زيات خر څلاو لري .
دنوموړي سيمي خلک بايد ددي نوعي د کښت لپاره وهڅول شي او هغي ته دخوښي وړ زردالو دتوليد په هکله معلومات او مشوري ور کړاي شي .

د زردالو اقصادي ارزښت
زردالو دټولو سخت زړو ميوو دډلي خخه يوازينۍ سخت زړي ميوه ده چه په افغانستان کي په صادراتي ميووکي ځاي غوره کړي دي اوپه افغانستان کي په تجارتي ډول کرل کيږي .
تر اوسه په افغانستان کي دزردالو ډولونه نه دي پيژندل شوي او په هره سيمه کي ورته دهغوي درنګ ، خوند اوخوږوالي له مخي ورباندي نومونه ايښودل شوي دي خو يوازي دوه قسمونه يي مشهور دي چه عبارت دي له قيسي او اميري څخه . دنوموړو ميوو څخه په افغانستان کي په مختلف ډول استفاده کيږي لکه د هغي دزړي څخه په خوږو کي په تازه ډول او همدارنګه وچيږي او کښته تري جوړيږي اوپه کندهار کي ورڅخه جيم هم جوړيږي .

نتيجه ګيري
١ – د نقشه بندي شوي باغ دحاصلاتو کيفيت لوړوي .
٢ – که چيري دزردالو دپيوند پواسطه تکثير شي نوديوي خوا دهغي دميوي کيفيت ښه وي اودبلي خوا تري په کم وخت کي حاصل تر لاسه کولي شو.
٣ –  که چيري دزردالو باغ دمربع په سيستم سره ډيزاين شي نو دباغ دونو دقطارونوترمنځ يو کلن نباتات هم کرلي شو.
٤ – هغه باغونو کي چه دځمکي ميلان يي زيات وي نومونږ کولي شو چه دهغي د خړوبولو لپاره د لښتو دجوړلو دطريقي څخه استفاده وکړو.
٥ – که چيري دزردالو دباغ وني ښاخه بري شي ديوي خوا دهغي بدني وده زياتيږي اود بلي خوا ميوه نوونکي ښاخونه يا منډي توليدوي .

سپارښتني
١ – باغ بايد ديو مسلکي شخص پواسطه طرحه او ډيزاين او نقشه بندي شي .
٢ – دباغ په جوړولو کي بايد نوي =تکنالوجي څخه استفاده وشي ز
٣ – څرنګه چه په افغانستان کي اکثره باغونه د جنګونو پواسطه ځپل شوي دي نو دکرني وزارت او خيريه مؤسسي چه دکرني په ساحه کي په کار بوخت دي بايد دباغونو د احيالپاره خاصه توجه وکړي .
٤ – څرنګه چه د باغونو محصولات دافغانستان دمهمو صادراتي اقلامو کي يوه لويه برخه درلوده نودنوي باغونو جوړولوته بايد کروندګر وهڅول شي ترڅو د هيواد په اقتصاد کي دپياوړتيا سبب وګرځي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر