۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

د څاڅکو په طريقه د اوبو لگولود سيستم برخي ، ښيگڼي او ستونزي

ټول ژوندي موجودات د ژوندي پاتي کيد و او حياتي فعاليتونو د پرمخ بيولو د پاره اوبو ته ضرورت لري. کرنيز نباتات هم د ښي ودي ، لوړو حاصلاتو او په زړه پوري کيفيت د پا ره داوبو مناسبي اندازي ته ضرورت لري.  د نباتي حجراتو زياته برخه د اوبو څخه تشکيله شوي ده اواوبه د فوتو سنتسيز د عمليي د پاره ضروري دي.  په نباتاتو کې ټولي کيمياوي عمليي د ا وبو په محلول کې صورت نيسي او د نباتاتو د ريښو په وا سطه د غذايي موادو (ضروري عناصرو) جذب اود نبات د يوې برخې څخه بلې برخې ته داومو او پخو موادو انتقال داوبو په واسطه تر سره کيږي.  د نباتي تخمونو ټوکيد ل يا جرمنيشن (Germination)  هم د اوبو مناسبې اندازي ته ضرورت لري.
نباتات د ا ړتيا وړ اوبه د ريښو په وسيله د خاوري څخه اخلي. د نباتاتو د اړتيا اوبه داورښت(واوري او باران) او يا ا وبو لگولو(آ بياري) دلاري برابريږي. د نړۍ په مختلفو برخو کې د نباتاتو د اړتيا اوبو د برابرولو په خاطر د ا وبو لگولو د مختلفو طريقو څخه کار اخيستل کيږي. داوبو لگولو په وخت کې د مناسبې طريقې انتخاب او استعمال ډير مهم دي. د غير مناسبي طريقي ا نتخاب اواستعمال نه يوازي دا چې د اوبو لگولو موثريت(
Irrigation Efficiency ) کموي او د اوبو د بيځايه ضايع کيدو سبب گرځي، بلکي د خاوري د تخريب( Soil Erosion ) ، په ځمکې کې د اوبو د د ميدو(Water-logging) او په خاوري کې د مالگو د را ټوليدو
(
Soil Salinization ) سبب کيداي شي چي په نتيجه کي د کار او زيار ، پانگي او وخت د ضايع کيدو سبب گرځي.
د ا وبو لگولوطريقه يا طريقي بايد د ځمکي ، خاوري ، نبات او ا وبو د خواصو او د اقتصادي ، فني ، تخنيکي ا و نورو امکاناتو ا و اسانتياوو په پام کي نيولو سره انتخاب شي. د ځمکې توپوگرافي په تيره بيا سلوپ ، د خاورې خواص په خاصه توگه د خاوري تکسچراو په خاوري کي د اوبو د نفوذ اندازه يا انفلتريشن(
Infiltration ) ، د مالگو د راَټوليدو باالقوه ستونزي ، د نباتاتو ډ ول او د هغو د کرلو ترتيب او طريقه ، په سيمي کې د اوبو د زيرمو ډول او اندازه ، د اوبو لگولو اقتصادي اړخونه ، د اوبو لگولو د وسايلو او تسهيلاتو موجوديت او نوري آسا نتياوي ټول بايد  د ا وبو لگولو د طريقي  د انتخاب په وخت کي په پام کي ونيول شي. لکه چي مخکي ياد ونه وشوه په نړي کې د فصلونو ا و کښتونو د اوبه کولو په مقصد د ا وبو لگولو د مختلفو طريقو څخه کار اخيستل کيږي چي ډيري مشهوري يي د بورډر سټريپ طريقه( Border Strip Method ) ، د بسين طريقه( Basin Irrigation  ) ،  چک بسين طريقه ( Check Basin Method ) ، د پشتي-جويي طريقه( Furrow Irrigation )، د سپرنکلر طريقه(Sprinkler Irrigation ) او د څاڅکو په طريقه ا وبه لگول ( Drip Irrigation ) دي.  په دي مضمون کي د څاڅکو په طريقه د اوبو لگولو د سيستم مختلفي برخي ، د څاڅکو په طريقه د ا وبو لگولوښيگڼي او ستونزي بيان شوي دي.
د څاڅکو يا ډ ريپ په طريقه اوبه لگول
د څا څکو يا دريپ په طريقه اوبه لگول ( Drip Irrigation ) چي د تريکل په طريقه ا وبه لگول ( Trickle Irrigation ) هم ورته وايي  د ا وبو لگولو يوه نسبتا نوي طريقه ده  چي په تيرو دوو لسيزو کي يي زياته پرا ختيا پيدا کړي ده.  په دي طريقه کې معمولا د پولي ايتلين پايپونو
(
Polyethylene pipes ) په واسطه چي ليترالونه ( Laterals ) ورته ويل کيږي د يو ډول مخصوصو منفذ لرونکو جوړښتونو د لاري چي اميترونه (Emitters ) ، دريپرونه( Drippers ) يا تريکلرونه( Tricklers ) يي بولي په نسبتا کم( 0.5  - 1.0 بار)  فشار سره په کراره او د قيقه توگه د بيلو يا دوامداره څاڅکو يا د ا وبو د کوچني جريان په شکل خاوري اود نبات ريښو ته اوبه ورکول کيږي. د ډريپ يا تريکل يا څاڅکو په طريقه په اوبو لگولو کي اوبه د خاوري هغې برخې ته ورکول کيږي چيرې چې د نبات فعالې ريښې موجودې وي.  په دې طريقي سره زيات شمير نباتات اوبه کيداي شي، خو د هغو نباتاتو د پاره چي په قطار کرل کيږي په تيره بيا د ميوه لرونکو ونو او انگورو باغونه او يو شمير سبزيجاتو د پاره زياته مناسبه طريقه گڼل کيږي.
په 1940 ميلادي کال کي د سيمچا بلاس(
Symcha Blass ) په نامه يو اسرائيلي ا نجنير متوجه شو چي د ا وبو يوي ليک شوي چوسکي ته نژدي يوي وني د نورو شاوخوا ونو په پرتله ښه وده کړي وه.  تر ډير غور وروسته نوموړي دي نتيجي ته ورسيدي چي نوموري وني ته د ليک شوي پايپ د لاري په دوامداره توگه په مناسبه اندازه ( نه د اړتيا څخه زياتي او نه کمي) اوبه رسيږي او په همدي خاطر ليک شوي پايپ ته نږدي وني د نورو ونو په پرتله ښه وده کړي وه. سيمچا بلاس په 1964 ميلادي کال کي د ډريپ په طريقه د ا وبو لگولو لومړني سيستم مينځ ته راوړ( 5 ).  د شلمي پيړئ تر پايه پورې د ډريپ په طريقه د ا وبو لگولو مفکورې استرا  ليا ا و د امريکي متحدو ايالتونو او په پاى کې د نړۍ يو شمير نورو هيوادونو ته پراختيا پيدا کړه. په 1988 ميلادي کال کي په نړۍ کې د ډريپ په طريقه د خړوبيدونکي ځمکي ټوله ساحه نژدي 1055000 هکتاره وه(5) . د امريکي متحده ايالتونه د ډريپ په طريقي د خړوبيدونکي ساحي له پلوه په نړۍ کي لومرى مقام لري.
د څاڅکو په طريقه په ا وبو لگولو کې د پلاستيکي پايپونو(ليترالونو) په واسطه د اميترونو د لاري خاوري او د نبات ريښو ته د ضرورت مطابق اوبه ور رسول کيږي.  که چيري نوموړي پايپونه چي جانبي پايپونه يا ليترالونه يي بولي او ا ميترونه( دريپرونه يا تريکلرونه) پر هغو باندې ياپه هغو کې ځاى لري د ځمکې پر مخ غوړول شوي وي او د ځمکي د سطحې د لارې د نباتاتو ريښو ته اوبه ورسوي ، نو هغه ته د څاڅکو يا ډريپ په طريقه د اوبو لگولو سطحي طريقه
 (
Surface Drip Irrigation Method ) وايي ، خوکله چي ياد شوي پايپونه (ليترالونه) د ځمکې تر سطحي لاندي ښخ شوي وي او د هغي لاري د نبات ريښو ته ا وبه ورسوي نو هغي ته تحت سطحي قطره يي اوبه لگول ( Subsurface Drip Irrigation Method ) ويل کيږي. په دواړو حالتونو کي خاوري او د نبات ريښو ته د ليترالونو په واسطه د اميترونو دلاري په ډيره دقيقه توگه او په کراري سره يوشان اوبه ورکول کيږي او نبات د هغو څخه استفاده کوي.  دمناسب ديزاين په صورت کي د ډريپ په طريقه اوبه لگول د نورو ټولو طريقو په نسبت اغيزمنه او موثره طريقه شميرل کيږي.
د څاڅکو په طريقه د ا وبولگولود سيستم برخي
دڅاڅکو يا ډريپ په طريقه د اوبو لگولود سيستم مهمي برخي په لاندي ډ ول دي:
1- د اوبو زيرمه : د اوبو لگولو ټولي طريقي ا وبو ته ضرورت لري . د څاڅکو په طريقه اوبه لگول هم د اوبو يوي مناسبې زيرمې ته ضرورت لري چي دا کيداي شي د څاه ، کاريز ، کانال يا سيند اويا رود ا وبه وي.  په ټولو حالتونو کې لومړى او مهم شرط دادي چې اوبه د هره لحاظه د اوبو لگولو د پاره مناسبي وي. ا وبه بايد زياتي منحلي مالگي، د سوديم لوړ نسبت
 )
Sodium Adsorption Ratio=SAR ) او زهري کتايونونه ونلري .  سربيره پر دي هغه مواد او عوامل چي د اميترونو د بنديدو سبب گرځي هم د زياتي انديښني او پاملرني وړ دي.
2- د ا وبو پمپ يا واتر پمپ : د ډريپ په طريقه اوبه لگول مناسب فشار ته ضرورت لري.  فشار د دوو لارو څخه تا مينيداي شي : د مناسب واتر پمپ داستعمال دلاري او يا د اوبو زيرمي ته د مناسبي ارتفاع د ورکولو دلاري. د څاڅکو په طريقه د ا وبو لگولو په سيستم کي د واتر پمپ وظيفه داده چي اوبه د هغي د زيرمي څخه را پورته او د اوبو فشار زيات کړي. د پمپ د ا وبو د ظرفيت او فشار د اندازي په هکله وروسته تر هغه تصميم نيول کيږي چي د عمده پايپونو ، فرعي پايپونو ، ليترالونو او اميترونو ديزاين تکميل او په هغو کي د ضروري اوبود جريان ا و فشاراندازه معلومه او د اصطکاکي مقاومت او نورو په نتيجه کي د کم شوي فشار ( Head Loss ) اندازه اټکل شي.

3- د ويش مرکزي سـيســتم :  د ډريپ سيستم دغه برخه د فلتر کولو(
Filtration ) ، کود ورکولو( Fertilization ) او اوبو لگولو(داوبو د فشار او مقدار) د کنترول او څارني دندي پر غاړه لري.  دغه برخه چي د فشاريا د ارتفاع  د کنترول( Head Control ) برخه هم ورته وايي  په سيستم کي د ا وبو فشار او مقدار کنترولوي .  په مرکزي سيستم کي د ټولو ملحقاتو قطر بايد يو شان او د فلتر د دخولي مجرا د قطر مطابق او د هغه سره برابر انتخاب شي( 3 ).  د ويش  د مرکزي سيستم مهمي برخي په لاندي دول دي :
الف – د اوبو د فشار او جريان کنترولوونکي(
Pressure Regulator & Flow Regulator).
  ب-  د کيمياوي موادو( کيمياوي سري ، آفت وژونکو او د ډريپرونو د بنديدو ضد موادو) د تطبيق دستگاه(
Chemigation Unit ).
ج – فلترونه (
Filters).
 د – د اوبو د فشار ا و د اوبو د جريان د اندازه کولو گيجونه (
Pressure & Flow Gauges ).
ه -  والونه ( 
Valves  )  .
4- عمده پا يپ :  هغه پا يپ چي اوبه د هغي د زيرمي څخه تر فرعي پايپونو( Sub-mains ) پورې او د فرعي پايپونو د نشتوالي په صورت کې تر جانبي پا يپونو يا ليترالونو پورې رسوي د عمده پايپ (Main-line) په نوم ياديږي. عمده پايپ کيداى شي چې د فلزي ، پي وي سي ( PVC ) يا پولي ايتلين (P.E. ) موادو څخه جوړ وي . پي وي سي پايپونه زيات رواج لري چې معمولا د 25 څخه تر 75 ملي متره قطر لري (5  ).  عمده پايپ معمولا تر ځمکي لاندې په خاورو کې پټـيږي تر څو د کرنيزو ماشين آلاتو او نورو وسايلو د زيان څخه خوندي وساتل شي. د عمده پايپ طول د پټي څخه د ا وبو د زيرمي د فاصلي او د پټي په مساحت پوري اړه لري او قطر يي د اړتيا وړ اوبو د جريان ا و فشار پر اساس ټاکل کيږي او د هغه په باره کې د اميترونو ، ليترالونو او فرعي پايپونو تر ديزاين وروسته تصميم نيول کيږي.
5- فر عي پا يپ : هغه پايپونه چي ا وبه د عمده پايپ څخه ترجا نبي پايپونو يا ليترالونو پورې رسوي د فرعي پايپونو(Sub-mains ) په نوم يا ديږي.  فرعي پايپونو ته منيفولد( Manifold ) هم وايي او معمولا د 25 څخه تر 50 ملي مترو پوري قطر لري ( 5 ). فرعي پايپونه کيداي شي چي د پي وي سي (PVC ) موادو څخه جوړ وي او معمولا د عمده پايپ په شان تر خاورو لاندي کيږي تر څو د کرنيزو سامان الاتو د زيان څخه خو ندي پاتي شي.  د فرعي پايپ مهم ضمايم د فرعي پايپ او ليترالونو د سره تړلو د ضمايمو يا کونکتورونو، والونو او د فشار او جريان د تنظيموونکو څخه عبارت دي.  د کونکتورونو ډول د ليترالونو په ډول پورې اړه لري. د فرعي پايپونو شميرا و طول د بلاکونو په شمير، د پتي مساحت او توپوگرافي او داسي نورو عواملو پوري او قطر يي د اړتيا اوبو د جريان او فشار پر اساس ټاکل کيږي ا و د هغو په باره کي د اميترونو او ليترالونو تر ډيزاين وروسته تصميم نيول کيږي.
6- ليترالونه :  جانبي پايپونه يا ليترالونه (Laterals ) هغو پا يپونو ته وايي چي په فرعي پايپونو يا عمده پايپونو پوري تړل کيږي او د هغو په واسطه د اميترونو( ډريپرونو يا تريکلرونو) دلاري د نباتاتو ريښو ته اوبه رسول کيږي.  ليترالونه د دريپلينونو( Drip-line  ) په نوم هم ياد يږي. ليترالونه معمولا د کم کثافت لرونکي  پولي ايتلين پايپونو څخه جوړ شوي دي.  کيداى شي اميترونه د ليترالونو تر مينځ (دليترالونو په دننه کې) يا دهغو پر سطحه باندې نصب شي يا داچې د ليترالونو په ديوالونو کې د تل دپاره د فابريکي په واسطه ځاى پر ځاى شوي وي. په لومړي او دوهم حالت کې د اميترونوتر مينځ فاصله د هغو د استعمالوونکو د ميل مطابق ټاکل کيداى شي، په داسې حال کي چې په وروستي حالت کې د اميترونو تر مينځ فاصله تغير نه خوري او ثابته وي ځکه چي اميترونه د ليترالونو دايمي جز وي.
د ليترالونو د ديزاين په وخت کي دابايد يقيني کړل شي چي دريپرونو ته په پوره فشار سره يو شان اوبه ورسول شي.  په دريپ سيستم کي د دريپرونو يو شانوالي (
Uniformity ) بايد تر 90 فيصده کم نه وي( 4 ).  په بل عبارت ، د دريپرونو د اوبو د جريان تر مينځ تو پير بايد تر 10 فيصده زيات نه وي.  د ليترالونو د ډيزاين ( دطول او قطرد ټاکلو ) په وخت کي د پټي شکل او مساحت، د ځمکې توپوگرافي ، د کانال ، سرک او نورو ساختمانونوموقعيت ، د نباتاتو ډول او تخنيکي او مالي ملحوظات په پام کې نيول کيږي. د ليترالونو طول او قطر د اميترونو تر ديزاين وروسته ټاکل کيږي.
7- اميټرونه :  اميټر يا ډريپر يوه پلاستيکي ضميمه يا وسيله ده چي د ارتجاعي پايپ تر مينځ ، په دننه کي يا پر سطحه باندي نصبيږي ا و په کراره اويا ډير کم جريان د ځانگړي څاڅکي تر حده پوري اوبه ورکوي.  هغه اوبه چي په ډريپر کې جريان کوي(په ډريپر کي تيريږي) خپله انرجي دلا سه ورکوي او په نتيجه کي پرته له کوم فشار څخه په ډيري کراري او په کم جريان د ځانگړي څاڅکي تر حده د دريپر څخه راوزي.  په د ر يپر کي دا وبو د جريان اندازه په ساعت کې په ليتر سره اندازه کيږي او په مختلفو دريپرونو کې معمولا په ساعت کې د يوه څخه تر اتو ليترو پوري فرق کوي( 1 ).  په ليترالونوکې د دريپرونو تر ميتځ فاصله او همدارنگه د ليترالونو تر مينځ فاصله د ډ يپرونو د جريان په اندازي ا و د خاوري ا و نبات په ډول پوري اړه لري .
د څاڅکو په طريقه د ا وبو لگولو ښيگڼي
د څاڅکو يا ډريپ په طريقه د اوبو لگولو گټي ا و ښيگڼي په لاندي ډ ول دي :
1- د څاڅکو يا ډريپ په طريقه د اوبو لگول د اوبو په سپما کې مهم رول لري ځکه چي په دي طريقه کي د ځمکي پر مخ د بهيدو( Run-off ) او د ژور پرکوليشن( Deep Percolation  ) د لاري د اوبو ضايعات نژدې هيڅ او د تبخير( Evaporation ) د لاري د اوبو ضايعات بيخي کم دي ، په نتيجه کي د استعمال شوو اوبو زياتره برخه د نبات په واسطه اخيستل کيږي او په مصرف رسيږي.   ددې طريقي اغيزمنوالي د اوبو لگولو د نورو ټولو طريقو په  نسبت زيات او د اوبو ضايعات يي کم دي ( جدول).  داسي راپور ور کړه شوي دي چي د څاڅکو په طريقه په اوبو لگولو کې د اوبو د ويش موثريت (  Water distribution efficiency  ) تر 90 فيصدو هم لوړ دي ، په داسي حال کي چي د سپرنکلر طريقي په  واسطه  د اوبو د ويش موثريت د 65 څخه تر 80 فيصدو پوري ا و د ا وبولگولو د مروجو سطحي طريقو د استعمال په صورت کي د ا وبو د ويش موثريت د 30 څخه تر 60 فيصدو پوري دي (4). 

2- د څاڅکو په طريقه د او بو لگول داسي تنظيميداى اوعياريداى شي چې ا وبه په ډيره دقيقه توگه د نبات د اړتيا مطابق(نه ډيري زياتي نه ډيرې کمې) خاورې ته ورکړل شي
ا وپه نتيجه کي د نبات څخه لوړ او د ښه کيفيت لرونکي حاصل لاس ته راځي. ددې سيستم د مناسب ډيزاين او د هغه د سم په کار اچونې په صورت کې په خاوره کې د اوبو اندازه د مزرعې توان (
Field Capacity  ) ته نژدې  ساتل کيږي او په دې ترتيب په خاورې کې د اوبو او هوا تر مينځ يو مناسب انډول موجود وي . د ډريپ په طريقه د اوبو لگولو په صورت کې نبات د زياتو يا کمو اوبو او د هوا د کمښت تر فشار لاندې نه راځي.  په بل عبارت ، د ډريپ په طريقه اوبه لگول په خاورې کې د اوبو او هوا تر مينځ د مناسب انډول د ساتلو د لاري د کرنيزو نباتاتو د ودې په زياتولو ، د حاصل په لوړولو او د کيفيت په ښه کولو کې د پاملرني وړ ونډه لري.
3-  د څاڅکو يا دريپ په طريقه اوبه لگول د نبات د پاڼو، تنې او ميوو سره د اوبو تماس کموي(پاڼي، تني او ميوې نه لنديږي) او په نتيجه کې په ناروغيو باندي د نبات د اخته کيدو چانس کميږي. مرطوب شرايط د نباتي ناروغيو په تيره بيا فنگسي ناروغيو د پاره مساعد شرايط برابروي.
4- کرنيز کيمياوي مواد لکه کيمياوي سرې ، آ فت وژونکي ا و د دريپرونو د بنديدو ضد کيمياوي مواد يا د دريپرونو د سوريو خلاصوونکي کيمياوي مواد د دريپ په طريقه د اوبو لگولو د لارې په ډيره اغيزمنه توگه استعماليداى شي.
5- د دريپ په طريقه اوبه لگول د هرزه بوتو ستونزه کموي او د همدې لارې هم د اصلي نبات د حاصل په لوړولو کې برخه اخلي. په دې طريقي کې د نورو طريقو پر خلاف يوازې د نبات نژدې شا و خواته اوبه ورکول کيږي او ټوله ځمکه نه اوبه کيږي چي هرزه بوټي وده پکښې وکړي.
6- څرنگه چې د دريپ په طريقه کې اکثرا يوازې د نبات نژدې شاوخوا ته اوبه ورکول کيږي او ټوله ځمکه نه لنديږي ، نودا طريقه د زياترو کرنيزو عمليو او فعاليتونو لکه د ماشين الاتو د تگ راتگ ، دميوي د راټولولو ، د دوا شيندلو، د سرې د ورکولو او داسې نورو په وړاندي نه خنډ کيږي.
7- د دريپ په طريقه کښې د مالگينو اوبو څخه هم کار اخيستل کيداى شي، په داسې حال کې چې په نورو طريقو کې دا کار ډير ستونزمن او ستونزې زيږوونکي گڼل کيږي.

د څاڅکو په طريقه د اوبو لگولو ستونزې
د څاڅکو په طريقه د اوبو لگولوستو نزې او نيمگړتياوي په لاندې ډ ول دي:
1-  د څاڅکو په طريقه اوبه لگول زياتې پانگې اچونې ته ضرورت لري او د سامان آلاتو او د هغو د نصبولو مصارف يي لوړ دي.
2- ددي سيستم ديزاين کول ، د سامان آلاتو او د هغو د ملحقاتو نصبول او ساتنه(حفظ و مراقبت) لوړې پوهې، خاص مهارت او تجربې ته ضرورت لري.
3-  د اميترونو (دريپرونويا تريکلرونو) بنديدل د دريپ په طريقه کي د مهمو ستونزو څخه شميرل کيږي او کولاى شي چې ددې طريقي  د پکار اچونې په وړاندې خنډونه را مينځ ته کړي.
4- په خاورو کې د زياتو مالگو د شته والي په صورت کې مالگې د خاورې څخه نشي مينځل کيداى. له همدې کبله د مالگولرونکو خاورو د اصلاح د پاره نوموړې طريقه مناسبه نه گڼل کيږي.
5- که چيري د دريپ په طريقه د اوبو لگولوسيستم په دقيقه او سمه توگه ديزاين نشي د پټي په ټولو برخو کي د اوبو يو شان ويش (
Uniform distribution ) گرا ن دي چې دا يو مهمه ستونزه شميرل کيږي. نوموړي سيستم په پايپونو کې منا سب فشار او د اوبو مناسب جريان ته ضرورت لري او دا د سيستم په مختلفو برخو کې فرق کوي. سيستم بايد داسي ديزاين شي چې  د هغه په مختلفو برخو کې فشار او داوبو جريان تر ټاکل شوي حدزيات توپير ونه کړي(ترټاکلي حد ډير زيات ياکم نشي).
6- د دريپ په طريقه کې د نباتاتو د ريښو ساحه محدوده وي ځکه چې په دې طريقه کې يوې محدودې ساحې ته اوبه ور کول کيږي او د نباتاتو ريښې هم په همدې محدودې ساحې کې وده کوي او زياته پراختيا نه کوي.
لــــــــنډ يز
د کرنيزو نباتاتو په شمول ټول ژوندي موجودات اوبو ته ضرورت لري. کرنيز نباتات خپل د ضرورت اوبه د اورښت او يا اوبو لگولو د لارې لاس ته راوړي. د نباتاتو د ضرورت وړ
 ا وبود برابرولو په خاطر د اوبو لگولود مختلفو طريقو څخه کار اخيستل کيږي. د اوبو لگولو په وخت کې د مناسبې طريقي انتخاب او استعمال ډير مهم دى ځکه چې د غير مناسبې طريقي انتخاب او استعمال کولاى شي چې جدي ستونزي را مينځ ته کړي.  داوبو لگولو طريقه بايد د محيطي ، اقتصادي او فني شرايطو مطابق انتخاب شي. په دي مضمون کښې د څاڅکو په طريقه د اوبو لگولو د سيستم مختلفې برخي او ددې طريقي گټي او ستونزي په لنډ ډول بيان شوي دي.
 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر