۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

د بادامودتکثيرلاري چاري


څرنګه چې زمونږګران هيوادافغانستان ته څښتن تعالى د مختلفونباتاتولپاره په مختلفومناطقوکې څوډوله اقليم ورکړى دغه اب هواپه نوروهيوادوکي دافغانستان په څيرنه پيدا کيږي خومتاسفانه بايدووايم چې تېروديرش کلنوکې ځنګلونه زمونږهيوادوران ويجاړکړاودزرعتي تحقيقاتو څخه ليري پاتې شو.
نو اوس چې فعلء زموږهيواد کې ارامي راغلې نودکرهنې وزارت هيڅ کومه پاملرنه دباغونوجوړولوته نه ده کړې.
زه غواړم چې د باداموپه هکله وغږېږم ځکه چې زما د سيمنارموضوع په باداموکښې ده.څرنګه چې بادام دافغانستان په اقتصاد کښې ډېراهميت لري نولازمه ده چې روزل يې په افغانستان کې زيات شي اودتکثيردداسوطريقوڅخه کار واخيستل شي چې په لږه ساحه او کم وخت کښې د بادامو زيات تعداد نيالګې توليد شي.

دباداموډيرښت (تکثر)
بادام هم د څانګه پيوند او هم زخه پيوند پواسطه ډيرښت مومي خو نيله بوټي يي د هغه تخم د کرلوپواسطه پوا پلاس راوړي کوم چي د قوس په مياشت کي کرل کيږي که چېرې زمکه له مني څخه اماده شوې نه وي نوده بادامو تخم د(٢٠)-(٤٠) ورځولپاره سراتيفيکيشن(يخ کشي)کوي تخم يي هم په مني او پسرلي کې کرل کېږي خوکه د تېرو کلونو تخم کرل کېږي دې ته اړتيا ده جې دودې او نمو ونډه يي معلومه شي يعنې جرمينيشن يې څرګند شي د کرلو په وخت کې په هر يومتر اوږده ليکه کې د(٦-٧) پورې تخمکونه کرل کېږي د بادامونيالګي د شفتالو دپاره د نيله په توګه استعماليدلاي شي .ددې دپاره چې په عمومي دډېرښت په هکله څه نا څه معلومات ولروښه به داوي چې دهغه ځينې لارې چارې او خصوصيات په ډاګه کړو .
ډېرښت (تکثر)د نباتاتودډېروغورو خاصيتونو څخه يو خاصيت دې چې هدف يي د نوي نسل بيا توليدول دي دنباتاتودډېرښت لباره دوه لارې موجودې دي چې يوه يي زوجي او بل ته يي غير زوجي طريقه وايي .
تخمي يا زوجي ډېرښت دنيله بوټواو د نوروډولونودلاس ته راوړلو لپاره په کار وړل کېږي دډېرښت دا طريقه تر ټولو اسانه ده او هر څوک ورڅخه کار اخيستلاى شي د بادام کوم نيالګي چې د تخم څخه لاس ته راځي ډېره چټکه وده اوخورا غښتلى نيلي لري او په خاوروکې ژورې ننوځي نو ځکه يي د وچوالي سره مقاومت زيات ددغه ډول نيالګيو ځخه جوړشوې ونې ډېرې بدلې شوې نښې لري او ډېر وروسته په مېوه نيولو پيل کوي نو له دې امله دډېرښت دا طريقه د اقتصادي ارزښت له مخې د بادامو او نورو مېوو لپاره په زړه پورې نه برېښـي په غير زوجي تکثر سره نوې نسل دمورنى نبات دبدن دغړو څخه په لاس راځي او علت يي دادي چي د نباتاتو ځيني غړي د بيا نوي کيدو توان لري يعني د يوي ځانګړي برخي څخه يي بشپړ نبات توليديږي ښايي غيرزوجي تکثر طبعي وي او يا مصنوي وي د نباتاتو غيرزوجي تکثرپه طبعي ډول د نيلوڅخه د توليد شوو څانګولاپرند کولواو قلموپواسطه سرته راسيږي او مصنوي تکثيريي هم د قلمه کولو اولاپرنګولواو هم د پيوند ولو پواسطه عملي کيږي څرنګه چي دبادام تکثير هم د تخم او هم پيوندولوپواسطه اجراءکيږي نو ځکه غوره ګڼودادواړه طريقي ترکتنې لاندې ونېسو.
د بادام نيله بوټى روزن ځاى کې دهغه تخم د کرلو څخه لاس ته راځي د بادام کوم تخم چې د کرلو لپاره وي پکار وړل کېږي بايد د هغې مېوې څخه اخستل شوېوي.
چې ښې يخې شوې وي وزن يي زيات او رنګ يي نورمال او د ونو د څنګ څانګو څخه راټولې شوي وي. کله چې د بادامو مېوې ستراتيفيکيشن کولو لپاره لږ وخت ته اړتيا لري په دې ارتباط بايد راټولولو څخه وروسته وچې شي څرګنده ده چې د تخم د ودې او توان په هغوۍ کې دغذايي مرکباتو ذخېرې په اندازې پورې مربوطه ده خو دا ذخېرې په تدريجي توګه له مېنځه ځي او کمزورې کېږي او په نتيجه کې دغه تخم دخپلې ودې توان له لاسه ورکوي له دې امله ضروري ده چې تخم دلوندوالي اندازه او په ذخېره خانه کې د هوا نسبتي لندبل کنترول شي  ځکه چې د زيات لندبل په موجوديت کې د تخم د تنفس عمليه چټکه کېږي او په نتيجه کې د غذايي موادو لګـښت او دمايکرو ارګنيزمونو(ژونديو کوچنيو موجوداتو) فعاليت غـښتلى کېږي تر هغې چې د تخم ستراتيفيکېشن ديخ کشي پيل کېږي بايد د هغوۍ لوندوالى په سلو کې د(١٠-١١) برخو څخه زيات نه وي او زېرمه ځاى (ذخېرې) دتودوخې درجه دسانتي ګراد د (٢-١٠) درجو په پوله کې وي او دهوا نسبتي لندبل په سلو کې د (٥٠-٧٠)  درجو پورې وي .
دبادمو تخم تر هغې خپله وده نه پيل کوي ترلو ته اماده نه شي دنباتاتو د بيولوژيکي خاضيت دهغوى دپراختيايي په نتيجه کې منځ ته راغلې ده په طبيعي ډول دبادامو او نورومندتو لرونکې مېوو ژوروالۍ استراخت (٨-٩) مياشتې وي خو که د کرلو لپاره اماده شي دا موده يي تر(٩٠)ورځويعني دري مياشتي پوري لنډيدلاي شي د څيړنوله مخي ثابته شوي ده چي د بادامود تخم داستراخت مرحله د هغوي په اماده کولوسره (٣٥-٤٠) ورځي کا في ګڼل کيږي د ټولوڅخه وروسته د تخمونو بشپړ پخيدل د مناسبي هوالندبل او تودوخي په موجوديت کي په نورمال ډول تر سره کيږي خود تودوخي درجه بايد ټيټه مګرمثبته وي داټول شرايط په طبعي توګه د مني په مياشتو کي د خاورود يخبندۍ څخه د مخه اود پسرلي په پيل کي د يخبندىد ختميدو وروسته منځته را تلاي شي د ټولوڅخه وروسته د بادام د تخمونويخيدل دنورومندتولرونکي ميوود تخمونوپه څير ډير پيچلي کار دىچي تراوسه په بشپړ ه
توګه څرګند شوي نه دي اما په عمومي توګه د پوهانو عقيده داده چې دودې په مرحلمه کې تخمونه پړسېږي وستکي يي سپينږي او دموادو راکړه ورکړه يي جټکه ګرځي او دهغه تنفسي انرژي اندازه چې دي انزايمو دفعاليتونو په نتيجه کې د تخمونو او کاربوهايدرېتونه دتخمض (داکـسېجن سره اختراق کېدو)څخه مېنځ ته راځئ زياتېږي.دبادامواو نورو مېوو دتخمونو د استراحت مرحلې د له مېنځه وړلو لپاره ضروري ده چې هغوۍ اوږدې مودې لپاره دتودوخې د ټيټو خو د مثبتو درجو او لوند محيط سره چې کافي اندازه هوا هم ولري مخامخ شي چې دې لړۍ ته د تخمونو يخ کشي وايي دبادامو تخمونو د استراحت پړاو دلنډولو لپاره بعضې وختونه هغوۍ د کرلو تر مخه د (٤٨)ساعتونولپاره په اوبو کې لندوي او دغه تخم هواواخلي او لندوالى يي له سلو کـــــــــــې د(٤٠-٥٠٩) برخو په پوله کې سابت وساتل شي د شګو او تخم مخلوط وروسته دهر (١٠-١٥)ورځو څخه دمندوقانو څخه خالي کېږي او لړل کېږي او وروسته له هغې په هر١٠ لېتره محلوط باندې نژدې ٢ لېتره اوبه اچول کېږي او سرونه يي پوهل کېږي کله چې د محلوط د او لندولو اولړلو په نوبتي وخت کې دتخم دودې نښـــــــــــــــــې په پام کې راشي دغه محلوط سر له نوي بيا مندوق کې اچوي او د کرلو تر وخته يي د واورو لاندې ساتې او نژدې يو متر واورې ورباندې کوټ کوي کله چې پسرلى شي دغه تخم مني کې کرل کېږي بايد دخاورو ديخبندې د مياشتې سره سمون خوري.

د تـخــــم د کــــــــرلو وختــونه
د تخم د کرلو او وختونه د سيمې په اقليمې او محيطي شرايطو او دتخم په ډول او دهغې په امادګي پورې اړه لـــــــري په پسرلي کې هغه هم تخمونه کرل کېږي چې يخ کشي شوى او په ښه ډول اماده شوى او دودې او ټوکېدنې اندازه يي څرګنده شوې په دې وخت کې دمېوو د تخمونو کرل به لنډه موده کې ترسره کــــــېږي او بيا يي په سوړ ځا ي کي د (٢٠)ورځولپاره تر کرلوپوري ساتي چي دا دمني د کرلولپاره تر ټولوساده طريقه ګڼل کيږي له دي امله ښه دا ده چي د اعمليه په صندوقانو کي دننه ترسره شي ترټولود مخه د صندوق په داخل کي چاڼ شوي سيندني پريمنځل شوي شکي د تخم سره يوه ځاي اچوي خود شګو او تخم اندازه بايد يوپر دري يعني (٣)برخي شګي او يوه برخه تخم وي دا مخلوط تر هغه وخته لندوي چي سطحي د پاسه يي داوبو ډنډ اودرېږي وروسته له هغې انتظارووېستل کېږي ترڅو تخم وپړسېږي وروسته له هغې د اتخم او شګومحلوط د صندوق څخه وېستل کېږي او پرېږدي يي چې لندبل يي په سلو کې (٤٠-٥٠) پورې برخو ته راټيټ شي وروسته يي بيا ددويمــ ځل لپاره صندوق کې اچول او په تاکــــا وۍ کې يي ساتي د تکاوۍ د تودوخې درجه بايد د سانتي ګراد تر (٥٠)درجو پورې او بعضې وختونه د بادامو تخمونه د هوا د ټيټو درجوسره مخامخ کوو خو صندوقانو کې يي دننه ترسره کوي صندوق بايد (٣٠-٣٥)سانتي متره لوړوالى ولري او په لاندېنى بـــــــــــــرخه کې يې سورى موجود وي کله چې تخم په صندوقانو کــــــې    واچول شي د صندوقانو په سر لرګينې تختې او يا سيمې جالۍ کېښودل کېږي ددې دپاره چــــــــــــــې او په زړه پورې نتيـــــجه ورکوي کله چې دبادامو تخم په کوم روزن ځاى کې په مني کې کرل شوي او يوازې هغه وختي خړوبوي کله چې ورته معلومه شي چې د بشپړ پخېدلوپړاو يي پاى ته رسېدلى دى او دپسرلني ودې شرايط يې تر لاسه کړي دي په نسبي ډول په تودوسيموکې چېرته چې خاورې په ژمي کـــــــــــــــې تر ډېره وخته پورې نه سړېږي اويانه يخبندۍ  کېږي دبادام تخمونو کرل په مني کــــــــــې په زړه پورې نتيجه ورکوي په هغو سيمو کې چې خاورې يي په ثابت ډول لندې نه وي واورې ورېدل پکــــې ناوخته پيل کېږي دخاورو ترکيب يي خراب او کلک وي په اسانۍ سره لندېږي او د پسرلي په موسم کې کار کې طبقه تشکيلوي او د تخم تېغونه ورڅخه په اسانۍ سره راوتلاى نه شي دلته په مني کې د بادامو تخمونو کرل په کار نه دي ښه به داوي چې په پسرلي کې وکرل شي .
د بادام تخم بايد په هغسي خاوره کي و کرل شي چي په بشپړه توګه اماده شوي وىپه کومو خاوروکي چي مضره حشرات(افتونه)موجود وي بايد کيمياوي موادوورنه لوګي شي د خاوره داماه کولوپه وحت کي بايدژوره قلبه په پام کي نيول شى چه ژوروالي يي نه ښايي د(٣٠-٣٥)سانتى متره څخه لږوي د ځمکي ايوه کولي يخبندۍ د راتګ څخه (٢٠-٣٠)ورځي د مخه ترسره کيږي کله چي تخم په پسرلي کي کرل کيږي دي ته اړتياده چي ځمکه په مني کي ژوره ايوه شي او په پسرلي کي دتخمونو د کرلو د مخه د (٨-١٠)سانتي متره په ژوروالي يي خاوري پستي اوبي ماله  شى.

تخم د کرلو طـــريقې
دبادام تخم دلاس پواسطه دليکو او او ياپه پستوخاوروکې کرل کېږي دليکو تر مينځ واټن(٥٠-٦٠)سانتي متره ښودل شوېده ديوهکتار ساحې څخه ( ٧٠-٨٠ )زره نيله بوټي په لاس راتلاي شي د تخم بايد د کرلو تر مخه دشګو څخه جلا او بيا وچ شي دوچولو وخت بايد ډېر لنډ نه وي چې د (١-٢) ساعته وخت ونيسي دا ډول وچول د تخم د ودې اندازه له سلو کې (١٠-١٥) برخې زياتوي که چېرې د وچولو دا وخت د ٣ساعتونو څخه زيات شي په وده يې منفي اغېزې کوي دتخمونو په ليکه کې دننه ګڼ کرل کېږي چـــــــــــــې د (٨-١٥) سانتي مترو په پوله کې  وي يوجرېب کې دبادامو دتخم اندازه کيلوګراموپورې مناسب ګڼل کېږي دبادامو په يو کيلو ګرام تخم اندازه (٤٠-٤٥) پورې مناسب ګڼل کېږي د بادامو په يو کيلوګرام تخم پورې (٥٥٠-٥٧٠)تخمونه موجود دي.
             
د تخم ژوروالــــــــــــى
تخم بايد په مناسب ژوروالي وکرل شي که چېرې په لږژوروالي وکرل شي ډېر ژروچېږي او که ډېرژور وکرل شي هوا ورته نه رسېږي او په نتيجه کې يي دنيالګيو په شمېر کې لږوالى راځي دبادامو تخم په پستو خاورو کې د(٥-٦) سانتي مترو په اندازه ژور کـــــــــــــــــــــــــــرل کېـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــېږي.
دتخم نورم دهغې په اندازه اقنصادي ارزښـت د ودې اوټوکېدنې په فېصدي او همداراز د کرلوپه وخت دکيلوتر منځ واټن او د تخمونوپه ګڼوالي پورې مربوط دي.
کله چې نيالګى پرته دانتقال څخه په کرل کېدونکي ساحه کې روزل کېږي دکيلو او تخمونو ترمنځ فاصله کې زياتوالى ته اړتيا ده يعنې د کيلو ترمنځ واټن يي (٧٠-٨٠) سانتي متره او داتخمونوتر منځ يي (١٥-٢٠ ) سانتي متره ټاکل کېږي په دې ډول شرايطو کې دنيله بوټو په شمېر کې لږوالى راځي او په يو هکـــــــتار
کې نزدې (٥٥-٦٥)زرو نيالګيو ته رسېږي  کله چې تخم راشين شي خپلې ودې او نمو ته چټکيا ورکوي او دهمغه کال په مني کې پيوند ته اماده کېږي.

دپيوند په واسطه دبادامو تکثر
دپيوند عمليه نباتاتو دبرخو ديو ځاي کيدو په نوم ياديږي او پيوند په جورښت مينځته راوړياوپه نتيجه کي اکثرا طبعي پيوند ونه ليدلي کيږي دپيوند مصنوعي ﻻري له ډير پخواراهيسي موجودي دي اوپه اوسني وخت کي دهغوي شميرد٤٠٠ په شااوخوکي ښودلشويدي دپيوند ډيري مشهوري طريقي چيپه توليدي ساجوکي پکاروړل کيږي.په لويه کي په دوه ډوله دي چي يوي په يي زخه پيوند او بلي ته يي څانگه پيوندونه وايي هغه نباتات چي پيونديږي يا پيوند پکي ايښودل کيږي د نيله بوټي په نوم او هغه نبات چي په نيله بومي باندي پيونديږيدپيوند پوټي په نوم ياديږي وروسته بيا دپيوند نبات نيله ايز سيستم د نيله بوټي څخه او د ځمکي دپاسه برخه يي د پيوند بوټي څخه پراختيامومي. دپيوند ولو په نتيجه کي د پيوند بوټي ارثي خاصيتونه په بشپړه توګه ساتل د پيوند جوش خوړلو دپهير وخت سره توپير لي چي د ٣٠ څخه تر ٥٠ ورځو پوري دوام پيداکوي د هغي اوږدوالي د نبات د ډول او بهرنيو شرايطو سره اړيکي لري چي په پراخه پيمانه د جوش خوړلو موثريت څرګندوي ډير عواملو لکه د پيوندولو تخنيک داجزاووعمر او تاسي نور دپيوندولو دلړئ په بري اغيزي لي چي ځينو ته يي په ﻻندي ډول اشاره کوو.
١-پيوند بټي داستراجت جالت او دانساجو د پوخوالي توان.
٢-دنيله بوټي فغاله کمبومي فعاليت .
٣-دهوالندبل او د تودوخي شرايط.
په هغه ځاي کي چي نيله بوټي د پيوند بوټي سره په تماس کي راځي د حجرو فعال ويش د هوا سل په سلو کي نسبتي لندبل او د سانتي ګرادد٧څخه تر ٣٢ درجو تودوخي په موجوديت سره په پام کي راځي څرګنده ده چي د پيوندولو طريقه د قلمه کولو او ﻻپرنګ کولو په پر تله په تخنيکي ډول پيجلي ده خوپه اقتصادي ډول د هغي څخه ګټوره ده ځکه چي په پيوندولو سره د ډير شمير په زړه پوري نيآلګيو توليديدل تآمينيږي

څآنګــــــــــــــــــــه پيوندولو مختلـــــــــــفي طريقي
١-ښوي يآ بآسخه پيوند   Wip grafting   
٢-دپوستکي ﻻندي پيوندBark grafting
٣-سکنه پيوندClift grafting              
همدآرنګه د څآنګه پيوند يوه بله مشهوره طريقه پل پيونديآ                                   په نوم يآديږي. دبآدآم آو نورو نيمه آستوآيي سيمو ميوه لرونکو نبآتآتو لپآره د زخه پيوندولو طريقه تر ټولو زيآته پکآروړل کيږي د زخه پيوند ګټور وآلي د نورو پيوندي طريقو په پر تله دآدي چي په ټآکلي وخت کي ډير شمير نيآلګي پيونديږي دپيوندي زخو دشنه کيدو آندآزه يي لوړه وي يعني په سلو کي د ٩٥ څخه تر ١٠٠برخو پوري رسيږي په آسآني سره تر سره کيږي ډير لږ شمير قلمو (پيوند بوټي) ته يي آړتيآوي آحسآسيږي نيله بوټي آو پيوند په بشپړ توګخ جوش خوري د پيوند بوټي وده يي په زړه پوري وي آو ټپونه يي په چټکه توګه روغيږي . څآنګه پيوند په روزن ځآيونو په ځوآنو آو بشپړ شوو بآغونوکي پکآروړل کيږي د څآنګه پيوهند په روزن ځآيونو په ځوآنوآو بشپړ شوو بآغونو کي پکآآر وړل کيږي  د څآنګه پيوند تر ټولو مشهوري طريقي د شکنه شيوند زيآنچه پيوندد پوستلي ﻻندي پيوند پل پيوند آو دآسي نوري دي .څآنګه پيوند د پآره هغسي قلمي پکآروړل کيږي چي ٢يآ ٣ زخي ولري خو کله کله دغه شميره ددي څخه زيآت وي د نيله بوټي په توګه يو کلن تخمي نيآلګي آستعمآليږي آو د مختلف غمره ونودبيآ پيوندولو په مقصد پکآروړل کيږي. ښآيي ښوي پيوند هغي ته وآيي کله چي نيله بوټي  آو پيوند بوټي يو شآنته په مآيله توګه غوڅ شي آو څه نآڅه پيچلي شوي پيوند هغي ته وآيي کله چه نيله بوټي آو پيوند بوټي په مآيله توګه غوڅ شي خوو په غوڅه شوي برخه کي آو ژوري برخي هم پريښودل کيږي . شوي پيوند يوآځي هغه وخت پکآروړل کيږي کله چه نيله بوټي آو پيوند بوټي ديو ځآي کيدو په برخه کي د هغو د پنډوآلي آندآزه سره يو شآن وي د نيله بوټي آو پيوند بوټي د غو څو شوو برخو آوږدوآلي آو په سور بآيد سره مسآو ځکه چه د هغو آندآزه ديو ډول وآلي په نتيجه کي د کمبيم طبقي سره نښلي آو دغه کپيدونکي برخي په چټکه توګه جوش خوري کله چي دشوي پيوند څه نآڅه پيچلي شي طريقه پکآر يوړل شي يعني د نيله بوټي آو پيوند بوټي نښتونکي برخي دآسي غوڅي شي چه آوړي آو ژوري ولي دلته پيوند بوټي ډير زيآت مقآومت تر ﻻسه کوي آو د پيوندولو په پهير کي يي د لګيدلو آمکآنآت زيآتيږيزي. سکنه پيوند د بآدآمو په هغو برخو کي  په کآر وړل کيږي  . چه سکليټي آو يآ نيمه سکليټي وي آو همدآرآز د تنو د پيوندولو لپآره هم آستعمآليږي  دونو څآنګي آو تني په هغو ځآيونو کي په آفقي توګه  آره کوي په کوم ځآي کي چي پکي پيوند آيښودل کيږي  پدي طريقه سره دونو پيوندول د پسرلي د لومړيو ورځو څخه پيل کيږي او د هغوي د ګل کيدو د پړاوتر پايه پوري د وام کوي  دپوستکي ﻻندي پيوندولو طريقه په کافي اندازه معموله ده او د سکنه پيوند په پر تله په اساني سره اجرا کيږي دا طريقه  په هغو شرايطو کي پکاروړل کيږي کله چي دنيله بوټي  پنډوالي د پيوند بوټي د قلمي په پر تله 2.5 يا ٣  ځله زيات و طريقي د پکاروړلو په وخت کي نيله بوټي غوڅوي او د څنګ له لوري يي پوستکي يو يا څو ځايه ان ترکمبيم يوري غو څوي او په غوڅ شوي ځاي کي يي د پيوند بو ټي داسي قلمي ږدي چي په مايله توګه پري شوي يو او يا پاټکي يا ګوپي ولي . دزخه پيوند ډولو هم هم زيات دي چه غوره يي د ټي پيوند او سرچپه ټي پيوند                      T-budding         پر خچه پيوند  Chip budding                    آونيچه پيوند Path budding                            څخه عبآرت دي.
د بادام نيله بوټي ا کثرد مي پيوند پواسطه ډيرښت مومي د پيوند دا طريقه ډيره ساده او اسانه ده او د يو کلنواو دوه کلنونيله بوټو د پيوندولو لپاره استعماليږي دا طريقه هم په مي او هم په پسرلي کي يواځي هغه وخت پکاروړل کيږي کله چي د نيله بوټي کمبيم فعال وي پخي پوستکي يي د تني څخه په اساني سره جلشي خو پيوند بوټي بايد د استراحت په حال کي وي يعني وده يي ﻻنه وي پيل کړي اوزخي يي بيديروي.
نيچه پيوند د بادام په پيوندولو کي په زړه پوري نتيجه ورکوي ځکه چي د بادام د نيله بوټي څخه د کمبيم د فعال پيا په صورت کي پوستکي په ډيره اساني سره جلاکيږي ددي طريقي يوه باريکي داده چي  دنيله بوټي او پيوند بوټي د نيچو ضخامت بايد سره مساوي وي پرته له هغي يي د لګيدلو ونډه کي لږوالي راځي لومړي د نيله بوټي څوکه يوه انداه غوڅوي او دپاسني اړخ څخه نيچه باسي او بيا د پيوند بوټي څخه په همغه اندازه نيچه جلاکوي خو د پيوند بوټي په نيچه کي بايد يوه بشپړه زخه چه زيان منه شوي نه وي موجوده وي د نيچي په دننه کي بايد د زخي  ﻻندي يو وده ايزه لږ څه راوتلي برخه موجوده وي او که هغه زيان منه شوي وي بيا د هغي نيچي مستر ډول پکار دي.
پر خچه پيوند معموﻻ د تاکونو او زينتي بوټو د پيوند ولو لپاره استعماليږي او د بادام لپاره د تطبيق وړنه دي پدي طريقي سره د پيوند بوټي د زخي سره يو ځاي د نيله بوټي څخه هم غوڅوي او بيا پکي د مخه سمبال شوي زخه ږدي او تؤي يي څرنګه چي ډ بادامو د پيوند ولو لپاره د ټي پيوند تر ټولو زيات استعماليږي نو ځکه دلته يواځي د هغه په مفصل ډول تشريح کوو.

د پيوند ولولپاره د قلمو(ساين)برابرول
د پيوند ولوپه مقصدهغسي قلمي غوڅوي چه وده يي بشپړه کړي او کلکي شوي وي ځني وحتونه څانګه کيو دودي موده اوږديږي او پخوالي يي ځنډيږي او په نتيجه کي د پيوندولوبهير ناوخته تر سره کيږي ددي لپاره چه څانګه کي په چټکه توګه پخي يا کلکي شي د پيوند د تطبيق څخه (١٠-١٥)ورځي د مخه د مورني وني د څانګه کيو څوکي د (٢٠-٢٥)سانتي مترو په اندازه غوڅوي د جوزا د مياشتي د پيوند ونولپاره په اساسي ډول هغه قلمي پکاروړي کومي چي د لومړني ودي او نموپه مرحله کي منځته راغلي وي پدغه مرحله کي بايد قلمي د ورځي په دويمه نيمايي يا سهار وختي غوڅوي دقلمو مړاويتوب د زخو د شنه کيدلو په شمير کي لږ والي راولي . ددي لپاره چي ددغه ډول ناوړه پيښي رامينځته کيدو مخه ونيول شي ضروري ده چي دقلمو پاني د بياتي پواسطه غوڅي شي او دپاڼي د ډنډر کوچني يعني دريمه برخه پريښودل شي کومي قلمي چي د پيوندولو د پاره غوره کنږي بايد بشپړي او څرګندي زخي ولري . غوڅي شي قلمي په حساب ګيډي کوي او په لنډه ټوټه کي يي پيچي که چيري په همغه ورځ د پيوندولو تطبيق تر سره کيږي نو قلمي په سوړ ځاي کي په څه ناڅه لندو شګو کي داسي ساتي چه ﻻندني برخه يي په هغو کي ډوبه شي. دقلمو اوبه کول يا په اوبو کي د هغوي ايښودل ښه کارندي ځکه چه پدي ډول ساتلو سره د هغوي ډنډري د زخو څخه جلا کيږي ددي دپاره چه د بادام د بيلا پيلو ډولونو قلمي سره کډي نه شي بايد جلا جلا ګيډي او ټکټونه ورباندي و ځوړول شي په ټکټونو کي د وني لمپر او نوم او د غوڅولو نيټه په نښه کيږي. په هغه صورت کي چه په مني کي غوڅي شوي قلمي تر پسرلي پوري ساتل کيږي د هغوي لپاره داسي شرايط په پام کي نيول کيږي چي ديوي زخي د پيوندولو د وخت څخه د مخه راښيي  نه شي او د بلي  خو هغوي ټپي نه شي ددي مقصدو تر ﻻسه کولو لپاره په يو سر پټي ځاي کي د ننه کنده باسي او خوا او شايي سيمنت کوي او يا ورته د يخو ښخنو ديوالونه جوړوي د هري يو کندي اوږدوالي بايد ٢ متره پلنوالي يي يو مر او ژوروالي يي ١٠٠-٧٥سانتي متره وي دقلمو ګيډي په کندوکي په افقي ډول پوړ په پوړ ځاي پر ځاي کوي خود قلمو پوړونه  د شګو دداسي پوړ پواسط سره جلا کوي چي پنډوالي يي ٥يا ٦ سانتي مترو ته رسيږي کومي شګي چي د قلمو د ساپلو لپاره پکاريږي بايد پاکي وي او لندوالي يي په سلو کي د ١٠ څخه تر ١٢ بر خو پوري وي د غه کندي پيا وروسته د پنډو تختو پواسطه کللي پوښي او په سر باندي يي خاوري هواروي په دي ډول کندوکي د تودوخي اندازه د سانتي ګراد د ٨-١٠ درجو په اندازه وي او قلمي پکي د ٥-٦  سياشتو لپاره ښي ساپل کيږي

قلمچو تړل او ليږدول
کومي  قلمچي چي ليري سيمو ته استول کيږي بيد راسي باراو وتړل شي چه په ﻻره کي نه وچي شي اونه  چڼاسي وکړي يعني داسي بوجي ورته غوره  شي چي په هغه کي د لندوالي د ساتلو شرايط او د هوا د جريان ټکي په پام کي ونيول شي که چيري قلمچي په دوبي کي غو څي شوي وي او ليري سيمو ته استول کيږي نو طبيعي ده چي  د تودوخي د لوړو درجو سره  مخامخ کيږي پدي وخت کي دي ته ضرورت پيښيږي چه قلمچي په هغسي سوري لونکو صندوقونو کي وليږدول شي چي د سورو اندازه  يي د 0.5-1 سانتي متره پوري وي پدغه ډول صندوقونو کي لو مړي پنډ کاغذ  او په سر باندي يي له ٣ څخه تر ٥ سانتي مترو په پنډوالي ګمر ګل او يا د لرګي بوره هواروي قلمچي ګيډي کوي او په هر ګيډي کي د ٢٥ څخه تر ٥٠  قلمچو پوري يو ځاي تړي خو دواړه سرونه يي د پارافين پواسطه پوښي په کاغذ  کي يي پيچي او منځ تر منځه پکي لوند کمر ګل او يا د لرګي بوره هواروي ددي لپاره چي قلمچي د چڼيا سو کولو څخه و ژغور ل شي  نو داري  بوره د لر ګي د ميده شوو سکرو سره ګډوي د قلمچو په پاسني پوړ باندي د کمر ګل او يا د لر ګي د بوري پنډه طبقه هواروي  د پنډ کاغذ پواسط يي پو ښي او بيا ورباندي د سر تخته ميخ کوي خو د سر تخته هم بايد سوري ولري . د قلمچو د بار تړلو د پاره نه ښايي چه د لندي پروړي او يا نودو ژر خوسا کيدونکو موادو څخه  کار وا خيستل شي . که چيري . قلمچي په مني يا ژمي کي ليږ دول کيږي دا وخت  بايد پوا]ي د صندوقونو په بيخ او څنکونو  کي لو ند کمر ګل نو يا د لرګي بره واچول شي کومي قلمچي  چي ډيرو ليرو  سيمو ته استول کيږي ضروري ده چي په بشپړه توګه د پارافين پواسط و پو ښل شي .

د پيوند عملي کول
 د پيوند تر سره کول د روزن ځاي تر ټولو اساسي او ټاکونکي  کار ګڼل کيږي د روزن ځاي د کارونو ګټو ر تيا تر ډيري اندازي د هغي په کيفيت پوري اړه لري د مخه دي ته ګوته  ونيول شوه چي پيوندو د زخي او څانګي پواسطي تر سره کيږي خود بادامو لپاره زخه پيوند پکار وړل کيږي  څانګه پيوند هغه وخت په پام کي نيول کيږي کله چي د هنوي ډولنو چټکي ډيرښت تر سره کيږي او يا په کي د پيوندولو تطبيق عملي :يږي تر څو دروزنځاي  کار ګري قوه د کال  په اوږدو کي په بشپړه توګه  مساويانه په کار واچول شي زه پيوند هغه وخت تر سره کيږي کله چي نيله بټي فعال ودي  په مرحله کي وي زخه پيوند هم د بيدو  زخو بواسطه د سنبلي مياشت کي او هم دو يښو شوو زخو پواسط چي وده يي  پيل کړي وي عملي کيږي کله چه  نيله بوټي په فعالي ودي او نمو پيل وکړي د تني پوستکي يي په اساني سره ور څخه جلا کيږي کله چه د پيوندولو د پهير پيل ته د ١٥ څخه تر ٢٠ ور ]و پوري پاتي شي د سرو شيندلو عمليه پاي ته رسوي او ١٠-١٢ ورځي د مخه د نيله بو ټي تني د ځمکي د مخ  څخه تر ١٠ سانتي مترو هسک دپياتي پواسطه دڅنګ څانګو څخه پاکوي . باند په پام کي و نيول شي چي د نيله بوټو د څنګ  څانګي ډير دمخه غوڅول په زړه پوري نه ګڼل کيږي ځکه چي دهغوي شتوالي د تني د پنډوالي لپاره ضوري دي د نيله بوټو د تنو رغيدل بايد د پيوندولو تر مخه پاي ته رسيدلي وي ځکه کوم ټپونه چه ﻻروغ شوي نو ي  په مو قتي دول د شيري د چلند مخخنيوي کوي پدي  اساس په دغه وخت کي د پيوندولو د عملي څخه ﻻس اخستل کيږي او علت يي دادي چي پوستکي يي له تني څخه په ښه توګه  نه جلا کيږي . په کو مه ورځ چي د پيوند بهير پيل کيږي پکارده چي د نيله بوټي د شا او خوا خاوري د کو چني لرګين بيل يا رشپيل  پواسطه لري کړاي شي او تنه يي د لندي ټوټي  بواسطه له خاوري څخه پاکه شي کله چه نيله بو ټي تني په بشپړه توګه له خاورو څخه پاکي شي د زخو د جوش خوړلو په ادازه کي زياتوالي راځي زخه پيوند د نيله بو ټي په شمال اړخ کي ٥-١٠ سانتي مترو په اندازه د ځمکي له مخ څخه پورته ايښودل کيږي خو د شمال لويديځ او يا شمال ختيځ اړخ څخه هم مجاز ګڼل کيږي که چيري پيوندونه د نيله بوټي چنوب لوري ته کيښودل شي نو ښايي وچ شي د بادامو د نيله بو ټو د پيوندولو لپاره معموﻻ د انګريزي  T حرف ته ورته ټپ جوړوي وروسته يي د چآقو د څوکي پوآسطه له تني څخه غوڅ شوي پوستکي  چلآ کوي آو په همغه ځآي کي د مخه غوڅه شوي زخه ديوي برخي پوستکي سره يو ځآي ږدي ددي طريقي لوي نقص دآدي تر څو چي زخه دقلمي د(سآين)  څخه جلآ کيږي آو پيآ په نيله بوتي کي ټي ته ورته ټپ جوړيږي د ټپ خوله خلآصه وي آو په نتيجه کي هغه د لرګيني برخي د څه نآخه و چيدو سبب ګرځي په دي طريقي سره يو بيوند کآر په يوه ورځ کي په منځي ډول له ٤٠٠ څخه تر ٨٠٠پوري پيوندونه آيښودﻻي شي خو د زخو دشنه کيدو آندآزه يي  په سلو کي د ٩٠-٨٠ پرخو پوري وي
پيوندولو يوه نوي طريقه
پدي وروستيو کلونو کي يو ګرجستآني مشهور پيوند کآر –ش کو ګوآدنري د زخه پيوند يوه نوي طريقه رآ من]ته کړيده چي د هغي په تطبيقولو سره يي وکوﻻي شول چي د کآروتوليد آندآزه آوړه کړي پدي طريقي سره پيوهد کآر کوﻻي شي چي په يوه ورځ کي د ٢٠٠٠ څخه تر ٣٠٠ پوري زخه پيوندونه تطپيق کړي خود ګوګوآدزي خپل ريکآرد په يوه ورځ ٥٨٧٧ پيوندونو سره سمون خوري پدي وختونو کي له دي طريقي سره د ګرجستآن د روزن ځآيونو ډير شمير پيوند کآرآن بلد شوي آو په کآر يي وړي کومه پيوهندي طريقه چي د ښ ګوګوآدزي پوآسطه  رآ منځته رآغلي ده په ﻻندي ترتيب  سره تر سره کيږي . قلمچي په مخصوص بکس کي ځآي پر ځآي کوي آود بکس پټي هغه پيوند کآر په خپل کمربند پوري تړي پدي بکس کي قلمچي په آفقي ډول په يو لوري آچول کيږي په دي ترتيب سره چي کله قلمچي د بکس څخه رآويستل کيږي د پآنو ډنډر ته يي نقصآن  نه رسيږي په يو دغه شآنته بکس کي ده څخه تر ١٠٠پوري قلمچيځآيږي د بکس ﻻندي آړخ آوندوي آو بيآيي زبيښي دي ترتيب قلمچي دوچيدلو څخه ژغورل کيږي . قلمچي آو لوند کمر ګل په بکس کي ګډ ه آچوي پدي بکس کي د پآسني خوآ څخه ښي آړخ ته کو چني جيب مو جودوي په دغه جيب کي آحتيآطي چآقو آو بيلوآيښودل کيږي  د بکس چپ آړخ  خﻻص وي آوله هغه څخه په چپ ﻻس بآندي قلمچي رآ بآسي قلمچه  دچپ ﻻس په ورغوي کي ږدي آو د شهآدت ګوتي پوآسطه يي کلکه نيسي دقلمي قوي آو لو زخي د قوي نيله بوټو د پيوندولو لپآره غوڅوي آو کو چني يي د کرغيړنو لپآره قطع کوي .
چآقو د              سآنتي مترو په آندآزه د غوخيدونکي خي څخه ټيټ ږدي آو د ﻻندي آړخ څخه ورته يآسني خوآ ته حرکت ورکوي په دي ترتيب زخه د تني د يوي آوآندآزي  پوستکي آو د هغي څخه ﻻندي د لرکيني نري پردي سره يو ځآي غوڅوي د زخي غوڅول د چآقو د بيخ څخه   شروع کيږي آو د څوکي پوآسطه يي سرته رسيږي غوڅه شوي زخه د چآقو پر مخ بآندي د ﻻس د غټي ګوتي بآسطه نيسي د نيله بو بي د تني پوستکي د ﻻنديني خوآ څخه د پآسني آړخ ته د چآقو د حرکت پوآسطه غوڅوي د غوڅي شوي برخي پآسني طرف  لنډ آو بلنوآلي يي تو پير يآ کوږوآلي لري ددي دپآره چه دغه ډول غوڅه برخه په ﻻس رآ شي ښه په دآوي چه چآقو لږ څه شي آړخ  که ورو خوځول شي پدي ترتيب سره د نيله بو تي د تني  پوستکي جلآ کيږي آو هغه زخه چي د مخه غوڅه شوي وي آو د چآقو پر مخ پر ته وي د ﻻس د غټي ګوتي پوآسطه د نيله بو ټي په غوڅه شوي برخه کي آيښودل کيږي د زخه پيوند  لپآره د نيله بوټي پوستکي په عمودي ډول بآيد دآسي  غوڅ شي چه لرګي يي ټپي نه شي د زخه پيوند شنه کيدل په آسآسي ټوکه تر ډيري آندآزي د پيوندولو څخه وروسته د هغي په چټک آو کيقي تړلو پوري آړه لري که د پيوندونو تړلو لپآره پﻻستيکي پټيي آستعمآل شي په زړه پوري نتيجه ورکوي خور پيوند تړل د پآسني آړخ څخه شېوع کي.ي لمړي دوه ځلي پلآستيکي پيي په غوڅه شوي برخه بآندي په مستقيم ډول آو نريي د سپرنګ په شکل پيچي پلآستيکي پټي د پيوندد تړلو لپآره دآسي نيسي  چه آوږه خوآيي په ښي ﻻس کي آو  لنډه خوآ يي په چپ ﻻس کي رآشي د پلآستيکي پټيي  آوږده خو د پيوند څخه ٣يآ٤ ځلي رآپآووي په دغه ډول تړلو سره د پلآستيکي پټيي لنده خوآ دومره ټينګه رآ کښل شوي وي چي په ﻻس سره يي نيولو ته ضرورت  نه پيدآکيږي آو بآيد  رآسي آمګآنآت برآبر کړي چچه نوريي تآننل ښه کلک تر سره شي يعني بآيد ښکآره پآتي  شي خو بآيد د نيله بوټي عمودي غوڅه شوي برخه ټوله د پټيي پوآسطه  وتړل شي کله چه پلآستيکي پټيي دآخر ځل لپآره و پيچل شي بآيد کلکه غونه د ګنده ور کړل شي ددغه ډول کنډي آيله کول آسآن دي په دي شرط چي په مقآبل لوري رآ کښل شي څرنګه [ي د پيوندآيله کول  د هغه د تړلو په پر تله ډير وخت غوآړي نو ځکه ښه پيوند هغه٨ دي کوم چه د پيوند د تړلو عمليه د پلآستيکي پټيي په ٢يآ ٣ ځل پيچلو سره پآي ته  رسوي . پيوند ځآيونو ته د خآوري رآټولول د زخو په شنه کيدلو مثبته آغيزه کوي ځکه چي هغه يي دوچيدلو څخه ژغوري کله چي پيوندونو ته د خآورو درآټولو لړي تر سره کيږي بآيد پيوند شوي زخه د٤-٥ سآنتي مترو په آندآزه په خآورو کي ډوبي شي دآکآر ددي لپآره تر سره کيږي که [يري ډير بآرآن وآوري چي د زخو څخه خآوري ونه پرينمځي آو لوڅي لغړي  پآپي نه شي که چيري ډير بآرآن وآوري نود هغي څخه وروسته پيوندوهنو ته د خآورو رآ ټولول ضروري  نه ګڼل کيږي پيوندونه  ته د خاورو راټولول هم په سپکواو شګلنو خاورو کي او هم په دندرو خاوروکي په زړه پوري نتيجه ورکوي پيوندونو ته د خاوري په را ټولو سره  دزخي د شنه کيدو اندازه په سلو کي له ٢٠څخه تر ٢٥ برخو پوري زياتيږي پيوندولو څخه ١٠-١٢ ورځي وروسته د زخو کنترولول ضروري بريښي  په هغه صورت کي چي د پاڼي پاتي شوي ډنډرد پيوندي زخي څخه جلا شوي او ځمکي ته لو يدلي وي څرګنديږي چي زخه د شنه کيدو په حالت کي ده لو که چيري دپاڼي نوموړي ډنډري وچ شوي وي نو د زخي دوچيدو نښه ګڼل کيږي کومي زخي چي په نيله بوټو کي نه وي شني شوي هغه نيله بوټي سرله نوي بيا  پيوندوي د پيوند شوو زوو دوهم ځل پلټنه په پسرلي کي تر سره کيږي ځکه چي په ژمي کي د هغوي  دوچيدو امکانات زيا ت  وي که چيري په نيله بوټي کي د پيوند شوي زخي وچي شوي وي نو په پسرلي کي  پکي هري زخي پيونديږي  خوداځل دو چو شوو زخو په مقابل کي يعني د نيله بوټو په بل اړخ کي پکي پيوند ايښودل کيږي په پسرلي کي د لومړي ځل لپاره د پيوند شوو زخو د پلټلو په وخت کي د هغوي تړنه هم کنټرولوي او لږ څه يي ستوي او د مني په پاي کي کله چه وده ايز پړاو پاي ته ور سيږي پيوندونه په بشپړه تو ګه  ايله کوي کله چه پيوندونه د سنبلي په مياشت کي  ايښودل شوي وي د پيوندي زخي څخه پورته نيله بوټي يي د پسرلي په پيل کي غوڅوي يعني هغه  وخا چه نيالګي ﻻوده  پيل کحړي نه وي داوخا د حمل د مياشتي سره سمون  خوري لو که پيوندونه  په پسرلي کي ايښودل شوي وي  نو غو څول يي ٢٠ –٢٥ ورځي وروسته دپيوند ايښودلو څخه اويا د هغو د يودبل سره د جوش خوړلو وروسته تر سره کيږي نيله بوټي د شاله خواد پيوند شوي زخي څخه د( ٢-٢٥)ملي متروپه اندازه لوړه په (٤٥)درجوزاويه د بياتي پواسطه غوڅوي غوڅ شوي ټپونه د باغواني دمحلول پواسطه غوړوي دا ځکه چي دا محلول زخي د وچيدو څخه ساتي دودي اونمود مرحلي په جريان کي د پيوند ي نيالګوپياوړتيا او غښتلي توب په پام کي نيول کيږي او هر (٥-١٠)ورځي وروسته د نيله بوټي څخه رامنځته شوي تنکي څانګي ماتوي .په روزن ځاي کي د بادام نيا لګيو ته د شکل ور کولو په مقصد هڅه کيږي چي هغوي کلک او لومړني لوي منډان جوړکړي او په مساويانه توګه په تنو باندي ميشته شي تر څو د څانګو تر منځ داړتيا وړاندازه زاويي تامين شي ددي لپاره چي خورا پياوړي او غښتلي نيالګي  پلاس راشي پکاره ده چي ښه پالنه يي وشي يعني بشپړ کرنيز تخنيک پکي په مناسب وحت کي پلي شي دروزنځايونو څخه د نيالګيوويشل په مني يا پسرلي کي ترسره کيږي او په باغونو کي يي معياري نيالګي کيښودل کيږي او غير معياري نيالګي ديوبل باغ لپاره په بله مرونده کي روزل کيږي په ويشل شوو نيالګيو باندي چي ګيډي شوي وي تکټونه ځړول کيږي اوبشپړه پيژندګلوي يي پکي په پام کي نيول کيږي .

نتيجه ګير‌‌ى
مونږددى موضوع په اخرکي دي نتيجي ته رسيږو چي بادام هم د څانګه پيوند او هم دزخه پيوند پواسطه تکثيريږي خو نيله بوټي يي دهغه تخم د کرلو پواسطه پلاس راوړي کوم چي دقوس په مياشت کي کرل کيږي .کچيري نوموړي تخمونه په قوس کښي کرل شوي نه وي نوبيا تخمونوته د(٢٠-٤٠)ورځولپاره ستراتيفيکشن ورکول کيږي او بيا په پسرلي کى کرل کيږي او همدارنګه د تخمونو د کرلو وحتونه د سيمي په اقليمي او محيطي شرايطواو د تخم په ډول پورى او د هغي په اماده ګي پوري اړه لري په پسرلي کي هغه تخمونه کرل کيږي چي يخ کشي شوي وي او په ښه توګه اماده شوي وي اودودي او ټوکيدني اندازه يي ګنده شوي وي څنګه چي بادام د زخه پيوند پذريعه هم تکثيريږي او په بادامو کي ټى زخه پيوند ډير عام دي او ډيره ښه نتيجه ورکوي نولازمه ده چي د همدي طريقي څخه استفاده وشي د پيوند ولو په مقصد هغسي قلمي غوڅوى چي وده يي بشپړه کړى وي او کلکي شوي وي ځني وحتونه د څانګو د ودي موده اوږديږي او پخوالي څه ځنډيږي او په نتيجه کي د پيوند ولو بهير ناوخته ترسره کيږي.

سپارښتنى
1.      څرنګه چي په افغانستان کي د بادامو مختلفي نوعي موجودي دي او ښه حاصلاتو ور کوونکي دي نو پکاره ده چي د هيواد باغوانان د ښو او غوره ورايټوڅخه استفاده وکړي .
2.      دا چي بادام د هيواد په مختلفو سيمو کي ښه وده او نموکولاى شي او هيواد په اقتصاد کي مهم رول لري نو پکارده چي د بادامو ساحي پراخي شي .
3.       بايد زمونږد هيواد بزګران او باغوانان بادام په ډيرو اسانو طريقوباندي تکثير کړي او بيا تري باغونه جوړکړي چي د هيواد اقتصاد په پښوودريږي.
4.      دبادامو باغونه بايد په يخو او جګو منطقو کي جوړکړاي شي تر څو چي ښه حاصل ورکړي.
5.      په اخرکي د کرهني وزارت ته دا پشنهاد کوم چي د هيواد بزګرانواو باغوانانوته نوي او عصرىتکنالوژي ترويج کړي تر څو د هيواد د في واحد ځمکي حاصلات لوړشي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر