۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

دمڼوامراض اوحشرات


دمڼوامراض اوحشرات (Disease and Insects)
Powdery Mildew:  دمڼو يوه لويه فنګسي ناروغي ده چې په نيمه وچو مناطقو او چيرته چې مڼې کرل کيږي. دغه ناروغي زخې ، پاڼې ، ګلان ، شنې تاندې څانګې او خامې او ميوي په ناروغۍ اخته کوي . چې دناروغۍ عامل يو فنګس دې چې د Podophaera leucotricha په نامه ياديږي ، چې ناک او بهي هم په ناروغۍ اخته کوي خو په کاليفورنيا کې يواځې په مڼوکې ډيره مهمه ناروغي ده . دمڼې تقريباً ټولې ورايټي ګانې د Powdery Mildew په مقابل کې حساسې دي چې پدې کې Yellow Newtown  , Jonathan , Gravenstein , Rome Beauty هم شاملې دي Golden Delicious او Granny smith په متوسط ډول حساسې دي ،  Red Delicious اوStayman winesap  لږې حساسې دي . 
علايم :- په پسرلي کې سپين فنګسي مايسليم په ګلپانو ، ګلملوپاڼو، دګلانوپه ساقو ، غوټيواو پانو باندې پرمختګ کوي مګرپه نتيجه کې بوټي دميوې دنيولو څخه پاتې کيږي. سپين رنګه خالونه په پاڼوباندې پيداکيږي چې معمولاً په مڼوکې لاندې خواته وي چې دغه سپين رنګه ټاپې لرونکې ساحې وروسته ټولې پاڼې ته خپريږي دلومړيو پاڼو دتشکيل په وخت کې پاڼې شديداً بې شکله کوي او نسبت عادي پاڼوته ډيرې نرۍ او باريکه کوي يې ، خو رسيدلو  پاڼو باندې په  نتيجه کې پيکه داغونه  وي چې غاړې يې سرې چکې ښکاري .
نوموړې ناروغي د (٢١-٢٧) سانتي درجې دتودوخې کې اعظمي اخته کونه رامنځ ته کوي ممکن په ٣٤ سانتي درجوکې دغه فنګس اخته کونه ودروي .
مخنيوى :
١- داخته شوو برخوقطع کول  او سوځول . ٢- د Lime sulphur استعمال .
٣- دنباتي پاتې شونو له منځه وړل . ٤- دفنجي سايډ Spray کول .

دمڼې پشم لرونکې سپږۍ(
Wooly apple aphid) :
دنوموړې سپږۍ علمي نوم Eriosoma  lanigerum دى چې د مڼو دمهمو ناروغيو دډلې څخه شميرل کيږي چې دمڼو حاصلاتو ته په باغ کې او هم په قوريه کې زيات تاوان رسوي ، دغه حشره دمملکت په ټولو ساحوکې چې مڼې ورکې روزل کيږي ډيره زياته پيداکيږي لکه کابل ، ميدان وردګ او دکوهدامن په وادي کې پيداکېږي . دنوموړي حشرې اصلي ميزبان مڼه ده خو په بعضې ځايونو کې ناک ، بهي هم د حملې لاندې نيسي .
علايم :- ددغې حشرې مشخص  علايم دادي چې سپين پنبې ته ورته چسپناک ترشحات د خپل وجود څخه ترشح کوي او ځان پکې تاووي .نوموړې حشري په نوو څانګو، نودو، تنو، لويو شاخونو او دپوستکي په چاودونوکې پيداکيږي .دغه حشره د مکنده خولې درلودونکې ده اودنبات د شيرې څخه تغذيه کوي او دهغوي دتغذيې له وجې په تنې او ساخچو باندې چاودونه او غوتې رامنځ ته کيږي . چې بلاخره د نبات دوچيدو سبب ګرځي . نوي نودې ددې حشرې په مقابل کې ډيرې حساسې وي او په ډيره پيمانه متضرره کيږي.دنوموړې حشرې فعاليت په ګرمه هواکې ډيرشديد وي او بعضې وخت دقوريې نوي پيوند شوي بوټي د حملې لاندې نيسي . دغه حشره د نصواري رنګ درلودونکې ده او يا هم بنفش ته مايل وي .دوه ملي متره طول لري چې پنبې ته ورته ساختمان درلودونکې ده.
ژمى دنمف او يا تخم په شکل تيروي .چې يوه حشره ١٢٥ بچي توليدوي چې د ٢-٣ هفتوپه دننه کې بچي خپله نمو پوره کوي چې په يو کال کې ١٠ ځلې دنسل توليد کوي .
مخنيوۍ :- ١- ميخانيکي طريقه ٢- کيمياوي طريقه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر