۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبه

دګلانو روزنه، پيژندنه او ارزښت


دګلانوتوليداوروزنه يوارزښتمندکاردي٠ په دي سيمينارکښي دګلانوپه هکله يوڅه معلومات ذکرشويدي اوددي معلوماتو نه دګلانوتوليدکونکي کولي شي چي په ماهرانه ډول دکلانو پالنه اوروزنه وکړي اوپه ښه ډول ئي تربيه کړي لکه څرنکه چي دکلانودروزني سره په نني وخت کي زيات خلک اشنا اومينه لري .

ګلان نه يواځي دمحيط دښکلا په خاطر استفاده کيږي بلکه دانسانانو په روح باندي مستقيم تاثير لري اودذهن دخوشحالي سبب اوپه جهان کي مهم تجارتي ارزښت لري .
دګلانوتوليدکونکي بايد دکلانو توليد ته جدي پاملرنه وکړي.
خصوصا هغه کسان چي دګلانو تربيه اوروزنه دتفريحي ،تجارتي اونورومقاصدو لپاره انجام کوي،هفه بايدپه دي باندي پوه وي چي ګلان دکومومقاصدو لپاره استعماليږي ،اوپه کوم شکل سره ډيزاين اودهغه ساتنه وشي .
اوبايد په دي  ټولومواردو کي پوره معلو مات ولري  .اميددي چي ددي معلوماتو نه ، که تر اوسه پوري دکلانوروزني ته جدي توجه نوي کړي ، ګلان اونوربوټي په خپلوکورونو او دکورنه دباندي دزينت  اونورومقاصدو لپاره استعمال کړي که چيري دهغه دتکثير اوروزني په هکله کوم مشکل ولر ي،نوکولاي شي ددي معلوماتوڅخه يوڅه ګټه واخلي .
اوداهم توسيه کيږي چي دزياتو معلوماتو لپاره نوروکتابونو ته توجه اوزيات معلومات تر لاسه اودخپل محصول نه په زړه پوري عايد تر لاسه کړي .

تاريخچه

 تقريبا (٥٠٠٠) کاله مخکي مصريان لومړني خلک ووچي ګلان به ئي دښـــــــــــــــکلا اوتفريحي ځايونوپه خاطر روزل اوتربيه کول .
دمصريانوپه تعقيب سره تــقريبا (٢٥٠٠) کاله مخکي دروم خلک دګلانوارزښت ته قايل اوځيني پندک پيوندونه په هغه باندي انجام اوټولوانسانانوته معرفي کړل .
خووروسته دروميــانو څخه ايتالويانوپه شپاړسمه پيړي کي دانجينرانو اوښکلا پيژ ندونکو په وسيله لوي دولتي باغونه ايجاد شول اوپه همدي ترتيب په  اولسمه پيړي کي فرانسويانو ،دروميانوپه مقايسه لوي باغونه جوړ اونظر دروميانو باغونوته د ډ يزاين اوښکلا له پلوه ډير پرمختللي وو.
                     په اتلسمه پيړي کي انکليسانودپورتنيو تزئيناتو نه برعـــــــــــــــــــــلاوه علفي
بوټوته  مخ  وگرځاوه اودهغي روزنه يي پيل کـــــــړه ، هغه ته يي د جهيلونو، مارپيچ        او بودجريان، مصنوعي مغازو اونوروطبعي شيانو شکل ور کاوه .
اوعلاوه پردي باندي هفوي به ګـــــــــلان جمع اوري اودهغه په هکله معلومات ليکل       حتابعضي نموني به يئ پريس اودځـــــــانونوسره  ساتلي ترڅو چي دورستيو نباتاتو پيژندونکو سره مرسته وکړي.
همداراز لــــــــــويي نمايش ګاوى به ئي دخلکو دننداري لپاره تيـــــــــــــــــــــــــــــــارولي
او لويوګلخانو دايجادولو سره سم دزيات شمير خلکولپاره دکار زمينه  برابره کړه.
ورسته په اســـــــــياکي لمړي چينايانو،بيا کوريايانو او ورســـــــــــــــــــــــــــته جاپانيانو
ګلان دکورنو په داخل اوبهرکي کرل اوتربيه کول.
خواسيايي باغونه نظراورپايي باغونوته کوچني اومحدودؤ.په اســــــــــــيا کۍ د بوټو     علاقه مندانوخپل باغونه داسي شاخه بوري کول    چي هــــــــغه ته به يي دغرونو،تپو ،وريځوا و نورو شيانوشکل ورکاوه .  

اکثره جاپاني مالياران پدي عقيده ؤچي.نباتات درواني روح دتازه کولولواوخو شحالو لوسبب ګرځي.اودګلانويي زيات احترام کاوه   همدارازشرقـــي ماليارانوزينتي باغونه ګلان او بوټي داسي ديزاين اوترتيبول چي ،دذهنونودخـــــــوشحالي اوبيــــــــداري جوګه ګرځيدل.  په هندوستان باندي داورپايانودتيري ځخه مخــــــکي هغه د ګلانو بوټي چي په   هندکښي تربيه کيدل،دهغه په هــــــــــــــــــکله تحقيقات اوځيړني کولي اوهغه به يي دتجارت  په خاطـــــــــــــــرديوځاي نه بل ځاي ته انتقالول کله چه په اوولسمه پيړي کښي هسپانويانو،انګريزانواوهـــــــــــــــــالنديانودا  مريکاشمال ته هـــــــــــــــــــــجرت وکـــــــــــړ نودوريجو،تمباکوابعضي نورونباتاتونه علاوه   ګلان هم کرل .
په اتلسه پيړي کي لوي بتا نيکي باغونه چي تقـــــــريباًټول هارتيکلچر ي نباتات يي در برنيول په استعماري امريکاکي تاء سيس شول . ووروسته بياد ګلانوتبادله دهيوادونو اوشارونو ترمنځ شروع اودام پيدا کړ .
 او همدا راز د اتلسمي پيړي په نيمايي کي د قوريو روزنه په امــــريکا کي شروع، اوپه نولسمه پيړي کي دتفريحي مقاصدو په خاطر چمنونه او پارکونه ايجاد شول .

دګلانو پيژندنه او ارزښت

هارټيکلچر په دريو برخو تقسيم شويدي چه دميوؤ،ســــــــبو اوزينتي بوټو څخه عبارت دي  د ګلانوبوټي دهارټيکلچر يوه برخــــــه ده چه نه يواځي د يوکلنو،دوه کلنو،څوکلنو اوپه ګل لوښو کي دګلانو دکرلواوپالني ،بلکه دهغه دبازار  پيداکولو اوخرڅولو څخه بحث کوي.ددوي توليدات په ځايي اولري بازارونوکي خرڅول کيږي.دپري شويو ګلونو اوژونديوګﻻنواودهغوي داقتصادي ارزښـــــــــــت لرو  نکومحصوﻻتولکه بوي لرونکي موادو،تيلو،اودواګانوپه حيث استفاده کيږي . ګﻻن دانساني تمدن ســـــــــــره تړلي دي .داسي ويل کيږي چه انسان دګل سره ژوندکو ي ګل ددونياپه مختلفو برخو ووهيوا دو نو کي دمختلفو موخواوهدفونولپاره مذ هبي روسوماتو،اجتماعي رسم رواج ،وادونو اوداوسيدلوخايونو دښکﻻپه خـــــــــــاطر استعماليږي.داسي هم ويل کيږي چه ځانګړي ګلونه دځانګړوانساني احساسا تودښکاره کولوسرګندونه کــــــوي.دنموني په ډول هغه ګلونه چه ددي هــــــــــــدف لپاره په کاروړل کيږي لکه دګﻻب ګل دمحبت لپاره،پانسي ګلونه دفکراوغورلپاره ،سپين کارنيشن دښځودمحبت لپاره، فـــرانسوي ماريګولډ د غم لپاره ،امريکا يي ماريګولډدبي ادبي ياګستاخي لپاره،نارسيس دځــــــان دشهرت لپاره،ګل نر ګس داحترام لپاره،ايرس دپيغام رسولولپاره،سنيبډراګن دګمان يافرض اداکو لولپاره،جسماين دمهـــــــــــــــــرباني اونورومقاصدولـــــــــــــــــــــــپاره استعماليږي.
يعني ددوداورواج له مخي هرګل ديوخاص مقصدلپاره استعماليږي.

دګﻻنواقتصادي ارزښت

دښکﻻ ځخه پرته ځيني ګﻻن لکه دګﻻب ګل،ټيوب روز،پندانوس،مولساري، جوهي،چملي اداسي نوردعطرونوپه جوړولواوپه ځيني صابونو کي دښه بوي ور کول په حيث استعماليږي.
اوهمدارازګلونه دتازه ګلونوپه خرځولو،دبوي لرونکوتيلوپه ويستلو،ګل قندپه جوړولواوخرځولوسره اقتصادي ارزښت هم لري.
په اروپا،امريکااوبعضي اسيايي ملکونه لکه جاپان،سنګاپوراوهندکښي دګﻻ نوروزنه مخ په غوړيدوده.ددي ملکوونوپه لويوښارونواوکليوکي زينتي باغدار ي ديومنظم کاروبارشکل غوره کړيدي.
ګلونه،ژوندي بوټي،غوټي،تخم اوداسي نورپه ځايي اولري بازارونوکي خرځيږ ي اهم بهرته صادريږي.بعضي ګلونه لکه ګﻻب،غاټول اوزنبق پري کول کيږي اوپه محارت سره لري مارکيټونو ته ليږدول کيږي.
دنړي وال اقتصادپه ښه کيدوسره دګل لپاره تقاضاهم زياته شوه.هاليند،ايتاليا اوجاپان دګلونوپياوړي رسم اوراج لري.البته اوس په نوروملکونوکي لکه ﻻتينه امريکا،کلمبيا،چيلي،افريقا،کينيا،مراکش،جنوبي افريقا اوداسي نورنوي تو ليدي مرکزونه وده کوي.
په اسياکښي اسرايل،هند،سريلا نکااوداسي نوردکورني دضرورت سره سره ګلونه بهرته هم صادروي.داملکونه په لږکښت سره دښه کيفيت ګلونه توليدوي .په ٢٠٠٠کال کښي دګلونونړي وال صادرات (٧٦٦٢٩٢٤٠٠٠)امريکايي دالر راپورورکړشويدي.چه دجدول په سرکښي هالينددټولوصادراتو ٥٠%په لرلوسره لومړي مقام لري.
نودګلونولوي صادرونکي ملکونه لکه کولمبيا،ايتاليا،جرمني اوفرانسه دګلو نودتوليدلوي مرکزونه دي.
چه ددي ډلي ځخه هاليند(٨٠٠٤)هکتاردکښت دساحي په درلودلوسره لومړيتو ب حاصل کړيدي،چه ددي جملي ځخه ٥٠%په شنوخونوکښي توليديږي.


لمړي جدول:دګلودمحصوﻻ توصادرونکي هيوادونه.


٢٠٠٠ (...امريکائي دالر)
هيـــــــــــــــــــــــــــــــــــواد
درجـــــه
٣٨١٠٦٢٠
هالنــــــــــــــــــــــــــــــــد
١
٥٧٠٣٣٥
کولمبــــــــــــــــــــــــــيا
٢
٢٦٨٩٢٧
ايټـــــــــــــــــــــــــــــاليا  
٣
٢٦٧٦٠٣
بلجيـــــــــــــــــــــــــــــــم
٤
٢٦١٦٢٨
دينـــــــــــــــــــــــــــمارک
٥
٢٢٠٨٧١
امريــــــــــــــــــــــــــــــــکا
٦
٢١٥٩٧٧
ايکـــــــــــــــــــــــــــواردو
٧
١٩٧٣٠٠
جــــــــــــــــــــــــــــــــرمني
٨
١٦٤٢٠٤
کيــــــــــــــــــــــــــــــــــنيا
٩
١٦١٠٠٥
کوســــــــــــــــــتاريکا
١٠
١٥٤٦٠٠                             
اســــــــــــــــــــــــــرائيل
١١
٢٦٩٧١
هنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــد
١٢
٧٦٦٢٩٢٤
ټـــــــــــــــــــــــــــــــــــــول


عطرونه :

ډيربوي لرونکي ګلونه لکه ګلاب ،جسمين ، تيوبروزاوداسي نورچي په آساني سره روزلي اوبوي لرونکي تيل تري ا يستل کيږي.
 چي دا تيل په آساني سره دصابون جوړولو اوبدني ښکلادزياتيدونکۍ غوښتني ځواب ويلاي شي . دګلانو په روزلو سره ددي صنعت څخه ښه ګټه اخستلاي شو .
 
 په مختلفوګلونوکي دبوي لرونکو تيلوپه سلوکي اندازه
                Rosa bourboiana                                    0.04
                Rosadamascena                                     0.05
                Polyanthestuberosa                                  0.1
                Jasminum auriculatum                            0.29
                J. grandiflora                                   0.24-0.30
                J. sambac                                              0.14
                                               

کښت اوروزنه

دقطع شويوګلانوروزنه اوکښت تقريبا دنورونباتاتوسره مشابه ده . دګلانودروزني اوکښت مفيديت دمحصول په زياتوالي اودکښت په روزنه پوري اړه لري.
دکرني مفيديت ، په توليدي فعاليتونولکه داوبولګولوموثري طريقي اووخت ،دکود استعمال اونوروفعاليتونوپوري اړه لر ي.
هغه نباتات چي دقطع شويو ګلانوپه منظور استعماليږي يوښه منجمنت اواداري ته ضرورت لري نبات بايددمرض نه خالي ،صحتمند ،قوي اودوامداره حاصل توليد کړي . عموما قطع شوي ګلان ترهغه وخته پوري ژوندي پاتي کيږي ترڅوچي زخيره شوي مواد په خپل ځان کي ولري .
بنآضروري ده هغه نباتات چي دقطع شويوګلانوپه منظورکرل کيږي ،بايددفعلي نمو په حالت کي کافي زخيره شوي مواد ولري . ګلان دود ي په حالت کي دکاربوهايدريت دلوړي سطحي زخيري په خاطر دکودداستعمال موثروپروګرامونو،حرارت ،کافي رڼا اومناسب رطوبت ته ضرورت لري .
مرضونه اوآفات بايد په جدي توګه کنترول شي ،مرضونه اوآفات نه تنها په محصول کي کموالي بلکي دتخريب پروسي ته سرعت اودګلانوپه استعفاده کي کموالي رامنځ ته کوي . څرنګه چي دګلانوسپشزونه په مختلفووختونوکي نموکوي اودحرارت دمتفاوتودرجوسره توافق کوي .
دګلانوتوليد کوونکي کولاي شي چي په عاقلانه ډول په دوامداره شکل دټول کال په جريان کي په خپل اختيارکي ولري .

دګلانوبزغلي

دنباتاتودتکثيري موادولکه تخم،بلب (غوټي) ژوندي بوټي توليدول په دوام داره توګه کيږي بازارونوکښي خرځيږي.اودبوزغليوخاوندان په توګه ښي پيسي ﻻسته راوړﻻي شي دباغ دکاردسامان اﻻتو ،دګل لوښو اونوروشيانوپلورل .
دزينتي بوټوکرلو،اوپه ګل لوښوکي دزينتي بوټودروزلولپاره دکاردکرلوخاصوسامان اﻻتولکه رمبي،کوراله،پنځه غاښي،دخاښونودپري کولوقيچي،تسکوره،بيلچه اودچمن دپريکولوماشين اوداسي نوروسامان اﻻتوته په پرلپسي توګه اړتياده نوپس دد ي سامان آﻻتودپلورلوځخه ښي پيسي ګټلي شو.
همدارنګه په ګل لوښوکښي دنباتاتودروزني غوښتنه ډيره زياته ده .په پخواوختونوکي دخټوڅخه ګل لوښي جوړيدل.خواوس ددي ځاي کانکريتي اوپﻻستيکي ګل لوښو نيوليدي .تکيه کونکي لښتي يومهم شي دي چه دبعضي نباتاتودتکيه کولولپاره يي غوښتنه زياته شوه ،نورشيان لکه زينتي ډبري،دزينتي بوټوچتونه،دمرغانومصنوعي ځالي اودپﻻستيک ځخه جوړي شوي هلي ،په زينتي باغونوکښي ښکﻻ لپاره ځاي پرځاي کيږي اوغوښتنه يي ډيره زياته ده.

دپري شويواوژونديوګﻻنودغوښتني زياتوالي:

دخلکودژونددسطحي په لوړوالي ،دښايست احساس اودخلکودخبرتيا سره ورځ په ورځ دپري شويوګلونواودژونديوبوټوغوښتنه زياتيږي داممکنه ده چه ډول ډول ګلو نه دکال په مختلفوموسمونوکي ديوهيوادپه مختلفوسيموکښي په ازاده فضاکښي په شنوخونوکښي توليدشي.

 

په ګل لوښوکي دګﻻنوروزني ته وده ورکول


بونسي په جاپان کي دنباتاتودتربيي فن دي،بونسي ديونبات په ځانګړي اوکوچني شکل سره دکور،باغ ياپه ګل لوښوکي تربيه کيږي.
داډول تربيه په کور،باغونو،نوي ځمکي پوښني،رستورانتونواوهوتلونوکي دخاص اهميت وړده .
مختلف نباتات لکه دستروس خاندان (ليمو،نارنج اونور ) ،انار،صبرونه،رابرونه اوداسي نورددي مقصدلپاره استعماليدلي شي اوددي ﻻري ځخه زياتي پيسي ﻻسته راتﻻي شي.

دقطع شويوګﻻ نوډولونه

زيات سپشزونه چه دجداشويوګﻻ نوپه حيث استعماليږي لکه وانبين(herbaceous) دميخک ګﻻن (carnation)،اوداودي ګل (د santhmam) اوهمدارنګه لرګين سپشزونه دپري کولوپه منظوراستعماليږي لکه دګﻻب ګل يا(Roses)،شرقي ارغوا ني بوټي(Red bad) ذکرشوي مشهورسپشززونه اويوتعدادنورګﻻن چه دښه کيفيت لرونکي وي اکثره په ګلخانوکښي روزل کيږي.
هغه ګﻻن چه دقطع شويوګﻻنوپخاطرروزل کيږي،عموما يوکلن اودکال په هرموسم کي کرل کيږي اودلوړکيفيت ساتلولپاره جدي مراقبت اوساتني ته ضرورت لري .ځو کلن نباتات دګﻻنودتوليددمنبع په حيث په کاروړل کيږي. اواکثره جددي مراقبت ته

دوچواوقطع شويوګﻻنوتوليداوتنظيم

هغه نباتات چه دزينت په خاطراستعماليږي،اکثره په ګلخانو،ګلدانونواويا په ازادو ساحوکي روزل کيږي.اوداګﻻن دعاطفي احساساتولپاره استعماليږي .
اوددي ډول استفادي لپاره ګﻻن دمورني بوټينه جلا اوپه انفرادي،اجتماعي ياګروپي شکل سره په کاروړل کيږي .
بناپردي قطع شوي ګﻻن) (cut flowers دصنعت يومهم بخش تشکلوي .دګﻻنودر وزني ماهرين هغه کسانوته ويل کيږي چه ګﻻن تربيه اودخرځلاولپاره تياروي .
دپريشويو ګﻻنودارزش دلوړولومسلکي خلک ذکرشوي ګﻻن په مختلفو شکلونوسره ديزاين اوترتيب کوي.
قطع شويوګﻻنوته شکل اوديزاين ورکول دګﻻنودترتيب اوتنظيم flower arranging   په نوم ياديږي .
ځرنګه چه تازه ګﻻن قطع شي نوپه لنډه موده کي خپل ارزښت اوښکﻻ له ﻻسه ورکوي ګﻻن ممکن وچ اوديوي زياتي مودي لپاره زخيره اووساتل شي .وچ شوي ګﻻن په دوام داره شکل سره سره اومنظم کيدلا شي .قطع شوي ګﻻن اکثره په هوتلونواوکورونوکي ليددل کيږي.برعلاوه قطع شوي ګﻻن دوادونوپه مراسمو،دمبارکي په مراسمواود بعضوخاصوورځوپه خاطرلکه دمورورځ اوداسي نوروکښي استفاده کيږي.
دپورتني استعمال ځخه پرته يوه اندازه ګﻻن دنوروپه نسبت مناسب اوباارزښته دي دګل دپرورش ماهران کوشش کوي چه وګﻻنوهغه ورايتي ګاني ﻻسته راوړي چه دهغه لپاره داخستلوتقاضازياته وي بازارته وړاندي کړي.

 

دمحصول راټولول


ګﻻن بايددانکشاف په مناسبه مرحله کي جمع اوري شي .بعضي ګﻻن لکه داودي ګﻻن بايددغوټي په کامله مرحله کي جمع اوري شي.
پداسي حال کي يوتعدادګﻻن لکه(Hemerocallis) اوtrollus   دنيمي غوټي پرو خت جمع اوري کيږي.
ځرنګه چه دحرارت په ګرمه درجه کي دنبات نموزياتيږي اوسرعت پيداکوي ،نوبهتره به داوي چه داوړي ګﻻن دپخيدو مرحلي ته نژدي جمع اوري شي.
دګﻻنوجمع اوري بايدپه نسبتا ټيټه درجه چه دانساجورطوبت نسبتازيات وي صورت ونيسي .وروسته له قطع کولونه دنبات ساقه بايددفعتا په اوبوکي کيښودل شي.
اوددي کارپه انجامولوسره دنبات دژونددوره طوﻻني کيږي اوډيري يخي اوبه بايدا ستعمال نشي.اودګل دقطع کولوسامان بايدتيزاوپاک وي.دساقي قطع کول بايدپه مايل شکل سره صورت ونيسي،ترځوداوبودجذب لپاره سطح زياته شي.
کله چه ګلان يولري ځاي ته انتقاليږي ،نوپه دي صورت کي دګﻻنوساقي بايدداوبو سره معامله نشي .اومعين ځاي ته درسيدوسره سم داوبوسره معامله کيږي.
دانتقال په محال بايددحرارت درجه ټيټه وساتل شي .اوهمدارنګه دانتقال اوقطع کولوپه وخت کي دنبات دزخميکيدونه بايدجدي مخنيوي وشي .دميخانيکي صدمي په صورت کي نه تنهادنبات عمرکميږي بلکه دهغه ښکﻻهم دخرابيدوسره مخامخ کيږي .اوعلاوه پردي صدمه ليدونکي ګلان دامراضوپه مقابل مقامت نلري.

وروسته دجمع اوري نه تنظيم اوساتنه


دقطع شويوګﻻنودعمردزياتوالي په خاطرمخکي دخرځلاواووروسته دخريداري ،تو
ليدکونکي اوخرځونکي بايددتوليداتومحيط،دحرارت درجه،نسبتي رطوبت اومضر غازات بايدتنظيم اوزياته توجه وشي.
دګﻻنومړاوي کيدل دګل عمرکموي ،وروسته دقطع کولونه دحرارت درجه (٠تر٧) درجي دسانتي ګريدوساتل شي .اوددي ګﻻنورطوبت بايد %٩٠ په شاوخواکي وي دزياتواوبوپاشل پرګلانوباندي اکثره دفنګسي امراضودحملي باعث ګرځي.
وروسته دجمع اوري نه ،دګﻻنوژونداوکيفيت ،دکافي اوبوپه جذب اودجذب پرقوي پوري اړه لري .قطع شويوګﻻنوته دسختواوبوورکول مضرتماميږي .خصوصاهغه اوبه چه لرونکي دفلورايد،سوديم اوسلفيت وي .دامکان په صورت کي دګﻻنوساقه بايدپه ګرمواومقطرواوبوکي چه دحرارت درجه ٤٨  درجي دسانتي ګريداو   PHد٣ تر٤ پور ي وسآتل شي.
اوداوبوPH کوﻻي شوچه دستريک اسيدپه واسطه ټيټ شي .اسيدي اوبه نه تنهاد اوبو جذبيت زياتوي ،بلکي انتي سپتيک خاصيت لري،او ميکروب يا Infiction  چه د قطع شوي سطحي خصوصا د زايلم د طبقي د سوريود بنديدو سبب ګرځي .
او ددي مشکل د حلولو لپاره د ګل ساقه مخکي تر هغه چه په ګلدانونو کي کيښودل شي ،اول بايد د تيز قطع کوونکو وسايلو په واسطه قطع شي .
او اکثر د دوباره اوبو د جذبولو لپاره  Rehidration ته ضرورت لري .

٢- تغذيه

د نبات تغذيه دودي په حالت کي جدي توجه ته ضرورت لر ي،تر څو وکولاي شو موفق او بادوامه ګلان وروسته له قطع کولونه لاسته را وړو.
ګلان بايد په هغه وخت کي جمع اوري شي چه خپل بدن کي په کافي اندازه قندي مواد او نشايسته ولري .
او دذکر شوو موادو موجوديت په کافي اندازه د نبات په عمر کي زياتوالي راولي.
په نويواوبو کي دسکروز علاوه کول امکان لري ، او دنبات عمر زياتوي او دګل کيفيت ښه کوي ،تجارتي مواد لکه اوبه په مناسب پي اچ ،غذايي عناصر ،مرطوب کوونکي مواد چه د ګلانو لپاره وروسته له جمع اوري څخه د محافظت لپاره استعماليږي د محصول لپاره ضروري دي ،کولاي شو چه دا مواد د ګلانو د خرڅولو له دوکانو څخه ترلاسه کړو.
خو متاسفانه د غه مواد زمونږ په هيواد کي په اساني سره نه تر لاسه کيږي ،او دهغه موادو څخه استفاده کيږئ چه په کورونو کي جوړيږي لکه يوه قاشقه دجوارو شربت ،لس څاڅکي دلوښو مينځلو مايع په يو ليتر اوبو کي کولاي شو چه د ګلانو دعمر د زياتوالي لپاره استعمال کړو.
او دا دهغه ګلانو لپاره استعماليږي چه په ګلدانونو کي روزل کيږي.
د پورتنيو موادو څخه قندي مواد  دغذايي موادو په حيث ،چونه د پي اچ دښکته کولو په خاطر او هم د بکتريا نمو تر تا ثير لاندي راولي .

دايتلين کموالي

ايتلين د بنزين پا پروپين له سوزيدلو څخه لاسته راځي او همدارنګه دګازاتو دتخليي له سيستم څخه خارجيږي ،ايتلين يو مهم هارمون دي چه دنباتاتود پخيدلو ،زوړوالي او زخمونو دجوړولو باعث ګرځي . يو تعداد ګلان دايتلين دګاز سره حساسيت لري او په سرعت سره تخريبيږي . پخي ميوي اوسبزيجات په زياته اندازه د ايتلين ګاز اذادوي او ګلان نه بايد د هغه سره يوځاي انتقال او ذخيره شي .د ګلانو معامله کول له سلور تايو سلفيت سره د ايتلين د ګاز په کموالي کي کومک کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوي.

 

د ګلانو وچـول


دګﻻنوبعضي سپشزونه وچيږي اودتازه ګﻻنوپه قسم دمختلفوزينتي مقاصدولپاره استعماليږي .قطع شوي ګلان وروسته له وچيدونه دعطروبوي لوﻻسه ورکوي،ولي ر نګ محفوظ پاتي کيږي.
ګﻻن په مصنوعي اوطبعي شکلونوسره وچيدﻻي شي .ګﻻن دوچولوپه خاطرپه وچه هوا،يعني بدون دشبنم اوباران نه داصلي مورني بوټي نه بايدجلااوپري کړي شي.
١.طبعي وچول:
ګﻻن وروسته دقطع کولونه په انفرادي شکل باندي دسته بندي کيږي اوپه يواطاق کښي چه هلته دهواجريان موجودوي ،په سرچپه شکل ترمکمل وچيدوپوري په هما   غه شکل پاتي کيږي .اوهمدارازدګﻻنوزياتي نوعي ،دکبلونونوعي ،غنم،جوار،ور بشي په موفقانه ډول سره وچيدلي شي .کله چه دګﻻنوساقه نازکه اوځوړندول مشکل وي .بايددسنجاق په واسطه په راسته شکل سره وچ شي .
دپلي اوميوي لرونکي نباتات هم وچيدلي شي اوجالب شکل غوره کوي .داسي ميوي  چه کله ميوه اوپلي پوخ شي اوقهوه اي رنګ غوره کړي دمورني بوټي نه جلااووچيږي

٢.په مصنوعي ډول وچول

په مصنوعي ډول دمخصوصووچونکوموادونه چه قطع شوي ګﻻن په سرعت سره و   چوي استفاده کيږي .وچونکي موادعبارت دي له سليکا جيل کرستل ځخه چه دنقري  اوريګوبوراکس مخلوط دي .کمياوي وچول په بکس کي صورت نيسي ،لمړي يوه طبقه وچونکي موادديوانچ په اندازه دبکس په تل کي اچووروسته نبات په هغه کي ايښودل کيږي .وروسته بياذکرشوي بکس ددريوورځولپاره په ګرم ځاي کي ايښودل  کيږي ترڅودوچيدلوپروسه تکميل شي.هغه ګﻻن چه دکمياوي موادوپه واسطه دو 

چيدلوقابليت ولري عبارت دي له faclisia,rose,pelorgonium,او delphinium
ځخه .دپاڼوحفاظت اوساتنه سره ددومبالي دګلسرين اواوبودمخلوط سره د٢:١په تنا سب صورت نيسي .دګلسرين دزياتوالي لپاره مخکي لدي چه په ظرف کي ځاي پرځا ي کړودګلسرين دمخلوط سره چکش کاري کوو.هغه ګﻻن چه دګلسرين سره معامله  کيږي ،دهغه طبعي رنګ دنسبتاطوﻻني وخت اوبدون دچملکيدونه په خلاص شکل  سره پاتي کيږي .وچ شوي ګﻻن طبعي شکل حفظ کوي .ګﻻن اوپاڼي دوچولوپه خاطر کوﻻي شوچه دکاغذددوصفحو ترمنځ هواراويونسبتادروندوزن لکه کتاب اويوبل   شي ورباندي کيښودل شي .اودوچيدلوعمليه تقريبا ځلورهفتي دوام کوي .اوهمدار  نګه وچ شوي ګﻻن کوﻻي شوچه دتازه ګلونوپه شان ترتيب اوتنظيم کړي شو.
اوهمدارازکيدي شي چه وچ شوي ګﻻن دسته بندي اودنمايش لپاره کيښودل شي او  علاوه پدي اکثره ګﻻن پرس اوپه البوم کښي ځاي پرځاي اودنمايش لپاره استعمال  شي .ځرنګه چه وچ شوي ګﻻن نظرتازه ګﻻنوته نازک دي بايدپه احتياط سره انتقال شي.

دګﻻنولپاره مناسب فکتورونه

اقليم:دافغانستا اقليمي شرايط ديته برابردي چه دهيواديوه نه يوه سيمه کي دټول کال په اوږدوکي ډول ډول ګﻻن توليدکړاي شو.دمثال په ډول مختلف ګلونه لکه دګﻻ ب ګل ،داودي،غاټول ،ګل نرګس ،زنبق اوداسي نوردهيوادپه ختيځواوجنوبي سيمو کي دژمي اودپسرلي په فصل کي په اساني سره توليديدﻻي شي .ولي داګلونه په غرنيو اوجګوسيمو(کابل اونورومرکزي وﻻيتونو) کي په دوبي کي توليديدﻻي شي .دګﻻنودو ره په ځنګړوچاپيريالونوکنترولونکوساختمانو(شنوخونو)سره زياتيدﻻي شي.
دافغانستان په ټولوسيموپه هرموسم کي ډول ډول ګلونه روزل کيدﻻي شي .ادافغانستا ن دډيروګلونولکه غاټول (ګل ﻻله) شينګل،ريدګل ،زيړګل اوداسي نورودپيدايش ټاټو بي دي .
خاوره:داقليم په شان ،دافغانستان دمختلفواقليم لرونکوسيموخاوري هم ډول ډول ګلونودودي لپاره مناسبي دي.دمختلفوګلونودروزني لپاره مناسبه خاوره په مختلفو سيموکي انتخاب کيدﻻي شي.
کارګران:داږدجنګ ،بيکاري ،بي سيوادي اوبيارغوني ددي کاروبارلپاره ښه موقع برابره کړي ده.
دګلونودروزني ،شکولواوانتقال لپاره په ارزانه بيه کارګران پيداکيږي .

نتيجه ګيري

انسانانودډيري پخوازماني راهيسي دګﻻنوسره اشنايي درلوده اوهغه به يي دښکﻻ په خاطرپه داخل اوبهردکورونونه کرل اوتربيه کول.
ګلان نه تنهادښکﻻ لپاره بلکه دانسانانودذهنونودخوشهالي اودروح لپاره يوه نوي قوه وربښي .اوپه جهان کي يولوي تجارتي اهميت لري .اوهمدارازپه صنعت کي په ز ياته پيمانه استعماليدلي شي لکه دعطروپه جوړولو،صابونونو،غوړيواونورومواردو کي ورځني کاراخستل کيږي.
ګﻻن لرونکي دزياتوشپسزونودي،اوپه دي بوټوکي يوکلن ،دوه کلن اوځوکلن نباتات شامل دي .دانباتات په مختلفومحيطي شرايطولکه دحرارت درجه ،رطوبت ،رڼااوبو اوخاوري ته ضرورت لري ،يعني هرسپشزځانته خواص اوپه خاصوشرايطوکي روزل کيږي .اومختلفوزراعتي عملياتوته ضرورت لري.
ګﻻن په ګلدانونو،ګلخانواوازاده ساحه کي روزل کيږي .دګﻻنوځخه نه تنهاپه تازه شکل استفاده کيږي بلکه په قطع شوي شکل هم ورځني استفاده کيږي.اوپه مختلفو معقولوطريقوسره وچيدﻻي شي.
همدارازددي نباتاتوجمع اوري په مختلفووختونوکي صورت نيسي چه هغه دنبات په نوع پوري اړه لري .خووروسته دجمع اوري نه بايددتوليداتومحيط،دحرارت درجه او مضرغازات بايدتنظيم اوکنترول شي .
په عمومي ډول وروسته دجمع اوري نه دحرارت درجه ٠تر٧ سانتي ګريد اورطوبت با يد٩٠% کنترول شي.