۱۳۹۲ آبان ۱۱, شنبه

په سړو زيرمو کې دمڼوساتنه


داچې افغانستان يو کرنيز او زراعتي هيواد دى چې دخپل موقيعيت او ښه اقليمي شرايطو په درلودلوسره دنباتاتو دزړه پورې ودې اوتوليد لپاره دلوړواوژورو سطحو په شتوالي دمختلفو اقليمونودرلودونکى دى چې په همدې اساس دزياتوسبزيجاتو او ميوه جاتواصلي ټاټوبى ښودل شويدى هغه ميوه جات چې دخپلې ودې اوتوليدلپاره سړې هواته ضرورت لري دهيواد زياتې سيمې ديخ اووچ اقليم لرونکې دي اوهغه ميوه جات چې ګرم وده ايزموسم ته اړتيا لري دهيواد ځينې سيمې دنوموړي اقليم لرونکې دي چې دداډول غوره شرايطوپه لرلوسره په بيلابيلو ولاياتو کې بيلابيلې ميوې روزل کيږي همداعلت دى چې دهيوادپنځه اتيا فيصده وګړي دزراعت په شغل مصروف دي نو لدې څخه معلوميږي چې دهيواد اقتصاد فوق العاده دزراعت په مسلک پورې اړه لري اوميوه جات دهيواددزراعتي توليداتويوه ستره برخه تشکيلوي چې هرکال مختليفې ميوې په زيات مقدارسره بهرنيواوګاونډيوهيوادوته صادريږي چې په مقابل کي يوڅه اندازه اسعارلاسته راځي او دهيواددخلکوداقتصاددپياوړتيا سبب کيږي خومتاسفانه زمونږ هيواد ددوه نيمو لسيزوجنګونو اوناقراريوله امله دزراعت سکتورخورا زيانمن شوى دى چې دزراعتي توليداتواومحصولاتو کچه يې مخ ښکته راغلې ده
   څرنګه چه افغانستان د پاڼريژو ميوو د پيدايښت لومړنى ټاټوبى دى نو مڼې هم يوله هغه ميوو څخه دي چه تر اوسه يې د افغانستان په شمالي ولاياتو کي وحشي ډولونه شته . مڼه  په افغانستنان کي لکه د نورو هيوادونو پشان په پراخه پيمانه باغونه لري .او د هيواد د اړتياوو د پوره کولو تر ځنګ زيات مقدار بهرنيو هيوادونو ته صادروي . خو متاسفانه په هيواد کي د سړو زيرمو د نشتوالي له امله د باغ لرونکو مڼې په لږ وخت کې ختميږي  او په  زړه پورې عايدات ترې نه ترلاسه کيږي .  نو د مڼو ساتلو د علمي معلوماتو په وړاندې کولو سره کيداى شي باغ لرونکي او تجاران خپل کلني عايدات څو ځلي زيات کړي
د سريزې په پاى کې ددې خبرې يادونه کوم  څنګه چې د لوړو زده کړو وزارت د قانون سره سم د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلين ددوه مسلکي او علمي موضوع ګانو د ترتيب ،تنظيم او ارايې دنده په غاړه لري چې يوه يې په لومړي سمستر کې او بله يې په دوهم سمستر کې ټاکل شوې .   ماته هم ددې پړاو موقع راورسيده چي د هارتيکلچر او ځنګلو نو ډيپارټمنټ له خوا خپله موضوع (  په سړو زيرمو کې د مڼو ساتنې ) تر عنوان لاندې  ترتيب تنظيم ارايه کړم
د موضوع  د ترتيب او تنظيم په اړوند د محترم لارښود او سيمينار استاد پوهنيار رشاد احمد (شيرزاد) څخه ديره مننه کوم چې له ماسر ه يې د موضوع د ترتيب په اړوند نه هيرودنکې مرستې کړي .يو ځل بيا د قدرمن استا د څخه د زړه له کومي مننه کوم او کورودانى ورته وايم .
 په سړوزیرموکښې د مڼو د ساتنې د پام وړټکي:
په سړو زيرمو کښي د مڼو ساتني لپاره ،تودوخه،نسبتي لنده بل د کاربن داي اکسايد او اکسيجن غلظتونه  د غاز په ډول کيمياوي مرکبونه،د اوبو تبخير او ميکروبونه د پام وړ دي .
دزیرمتون تودوخه:
په سړو زيرمو کښې د مڼو د ساتنې لپاره د تودوخې کنترول تر نورو ټولو عواملو ډير اهميت لري.
(تودوخه)_  تودوخه د وړانګو مستقيم تماس او يا د ماليکولونو د حرکت پواسطه له يو جسم څخه بل جسم ته د انرژي انتقال ته وايي .يا په بل عبارت تودوخه هغې انرژي ته وايي چه له يو جسم څخه بل جسم ته د وړانګو د مستقيم تماس او د هوا د ماليکولونو په ډول انتقال شي .
تودوخه په مختلفو طريقو سره اندازه کيدلى شي خو د سانتي ګراد درجه عموميت لري .
د تازه ميوو د انساجو ميتابوليزم له تودوخې سره مستقيمې اړيکې لري پدې مفهوم چه هر ژوندى نسج د خپلې ودې لپاره مناسبې تودوخې ته اړتيا لري .
لوړه تودوخه نسج تاواني کوي او ټيټه تودوخه د ژوندي نسج په ميتابوليزم کښي خنډ ګڼل کيږي ډيره سړه تودوخه ژوندى نسج ژوبلوي  او له منځه يې وړي
د تودوخې د سانتي ګراد د هرو لسو درجو په کموالي سره د کيمياوي
تعاملاتو چټکوالى کميږي او په زياتوالي سره يې دوه ځلي چټک کيږي .
 تازه ميوي د زيرمو په ټيټه تودوخه کي ساتل کيږي .دا ځکه چي ټيټه تودوخه نوموړو ميوو د تنفس عمليه او نور ميتابوليکي فعاليتونه  لکه هغوې ته د انساجو زوړوالــــــى ،نرموالى ،او د رنګ تغير ورکوي .
برسيره پردې د زيرمو ټيټه تودوخه د بيلابيلو مکروبونو د ودې مخنيوى کوي  . بيل بيل مکروبو نه په بيلابيلو تودوخو کښې وده کوي .

دتودوخې په اساس د مکروبونو ډولونه
١- هغه مکروبونه چې د ودې لپاره يې ډيره مناسبه تودوخه د سانتي ګراد ٥٥ درجې
وي دې ډول مکروبونو ته ترموفايلز(thermophiles)  وايي . يعنې هغه مکروبونه دي چې د خپلې ودې لپاره لوړه تودوخه خوښوي .
٢- دوهم هغه ډول مکروبونه دي چي د ودې لپاره يي ډيره مناسبه تودوخه د سانتي ګراد ٣٦ درجې  وي دې ډول مکروبونو ته ميزوفايلز( mesophiles  ) وايي .يعنې هغه مکروبونه دي چې د خپلې ودې لپاره منځنۍ تودوخې ته اړتيا لري .
٣ - دريم هغه مکروبونه دي چې د ودې لپاره يې ډيره مناسبه تودوخه د سانتي ګراد د ١٠ درجو څخه ټيټه وي دې ډول مکروبونو ته سايکروفايلز (psycrophiles)وايي. يعنې هغه مکروبونه دي چې د خپلې ودې لپاره ټيټې تودوخې ته اړتيا لري.
هير دې نه وي چې د زيرمو په ټيټه تودوخه کښې د تازه ميوو ساتنه يوازې د مکروبونو وده کمولى شي خو هغوۍ بيخي وژلى نشي.

دسړوزیرمو ډولونه
سړې زيرمې په درې ډوله دي
١- د سړې هوا زيرمه  (Air cold storage)                      
٢- کنترول شوې اتوموسفيرلرونکې سړه زيرمه (controlled atmosphere storage)   
  -3يخچال لرونکې سړه زيرمه .   -
دسړې هوا زیرمه Air Cold Storage :
 زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې همدا اوس هم په ډير ابتدايي شکل سره رواج لري . په افغانستان کښې دا ډول زيرمې داسې دي چې د ځمکې د سطحې لاندې کوټې(تاکاوي) جوړيږي . چې نوموړې کوټې د ځمکې د سطحې دپاسه او د ځمکې  سطحې ته نږدې کړکې لري .
د کوټې سطحه سمنټ کيږي او کله چې دشپې له پلوه د چاپيريال تودوخه ټيټه شي نو کړکۍ پرانستل کيږي تر څو سړه هوا تاکاوي ته داخله شي کله چې د ورځي له پلوه د چاپيريال تودوخه د کوټي (تاکاوي) له تودوخې څخه لوړه شي نو بيا بيرته کړکۍ تړل کيږي .
سره ددې چې ددې ډول زيرمو هوا او نسبتي لنده بل په ښه توګه نشي کنترول کيدلاى خو بيا هم دا ډول سړې زيرمې د انرژي مصرف نلري . او د مڼو د ساتنې لپاره مناسبې ښکاري.
د نړي په نورو سيمو کښې د سړې هوا زيرمې د ځمکې  سطحې د پاسه هم ودانيږي . ددې ډول سړې هوا زيرمو چت او ديوالونه د تودوخې د جريان مخنيونکي مواد لري . برسيره پردي د نوموړې خونې  په يوه څنډه کښې د هوا داخليدو لاره وي او په بله څنډه کښې د هوا د خارجيدو يوه بادپکه وي.
کنترول شوي اتوموسفیر زیرمه: Controlled atmosphere Storage
دا يوه داسې سړه زيرمه ده چې په هغې کې برسيره پردې چې تودوخه کنترول شوې وي د کاربن داي اکسايد او اکسيجن غلظت هم کنتروليږي .
د مڼو ځينيې قسمونه لکه مکينتاش (       McIntosh) او يلو نيوټن (                yellow Newton ) په ټيټه تودوخه کي يعنې د سانتي ګراد په صفر درجه کښې په ځينې فزيالوژيکي ناروغيو اخته کيږي . نو لدې کبله نوموړې ميوې بايد په يوه اندازه لوړه تودوخه يعنې د (سانتي ګراد له ٣ څخه تر ٥ درجو) پورې وساتل شي . خو په داسې لوړه تودوخه کې د نوموړو مڼو د تنفس عمليه چټکيږي او نوموړې مڼې د اوږدې مودې لپاره نه شي ساتل کيداى .     ددې لپاره چې دا ډول مڼې د اوږدې مودې لپاره وساتل شي  نو برسيره په تودوخې د سړو زيرمو د کاربن داي اکسايد او اکسيجنن غلظت هم کنتروليږي . سره ددې چيې ددې ډول زيرمو قيمت ډير لوړ وي خو کولى شي تر ٧ مياشتو پورې مڼې وساتي . 
په کنترول شوې اتوموسفير زيرمه کي د مڼو د زيرمه کولو اړتياوې
شماره
دمڼوقسمونه
دکاربن داي اکسايدفيصدي
داکسيجن فيصدي
په سانتيګراد سره تودوخه
١
McIntosh
٢څخه تر٥ پورې
٣
٣،٣
٢
Cortland
٢څخه تر٥ پورې
٣
٣،٣
٣
Delicious
١،٥څخه تر ٣ پورې
١،٥ څخه تر ٣
له صفر څخه تر١،١
٤
Golden delicious
١ څخه تر ٢ پورې
٢ څخه تر ٣
له صفر څخه تر١،١
٥
Northern spy
٢ څخه تر ٣ پورې
٣
صفر
٦
Jonathan
٣ څخه تر ٥ پورې
٣
صفر
٧
Stayman
٢څخه تر ٣ پورې
٣
له صفرڅخه تر ١،١
٨
Rome beauty
٢ څخه تر ٣ پور؛ې
٣
له صفرڅخه تر ١،١
٩
Yellow Newton
٧ څخه تر ٨ پورې
٢ څخه تر ٣
٣،٣څخه تر ٤،٤

په سړو زيرمو کې د مڼو ساتنه يه ځينې نوروعواملو لکه د ټوليدو په وخت کې د ميويې پخوالى ،دساتنې موده ،د ټولولو او زيرمو د تودوخو ترمنځ توپيرونه،د  سړولواندازه او زراعتي عواملو پورې اړه لرې . که چيرې مڼې د سانتي ګراد په منفي يوه درجه تودوخه کې زيرمه شي او د نوموړې زيرمې د کاربن داي اکسايد او اکسيجن غلظت کنترول نه شي نو په هغوې کې ډول ډول فزيالوژيکي ناروغي رامنځته کيږي. 
د سانتي ګراد په منفي يوه درجه تودوخه کې د عادي او اوږدې مودې لپاره د مختلفو مڼو د فزيولوژيکي
ناروغيو منځ ته راتلل.
دمڼو قسمونه
په مياشتوسره دساتنې موده
فزيالوژيکي ناروغي

عادي
اوږده

Cortland
٣نه تر٤
٥نه تر٦
د پوستکي لاندې اوباندې نصواري داغونه
Delicious
٣نه تر٤
٨
د خوړونکې برخې او پوستکي لاندې  نصواري داغونه ،پوستکي باندې ژور ځايونه
Golden delicious
٣نه تر٤
٦نه تر٨
مړاويتوب او اوبلن کيدنه
Graven stein
صفرنه تر٢
٣
د پوستکي لاندې اوباندې نصواري داغونه
Grimes golden
٢نه تر٣
٤
د پوستکي لاندې اوباندې نصواري داغونه
Jonathan
٢نه تر٣
٥نه تر٦
پوستکي باندې ژور ځايونه ،نصواري داغونه،د خوړونکې برخې نصواري کيدنه
Northern spy
٤نه تر٥
٨
پوستکي لاندې نسواري داغونه
Rhode island
٣نه تر٤
٦نه تر٧
د منځنې برخې نصواري کيدنه
Rome beauty
٤نه تر٥
٦نه تر٨
پوستکي لاندې نسواري داغونه
stay man
٤نه تر٥
٦نه تر٧
د پوستکي لاندې او باندې نصواري داغونه او د خوړونکې برخې نصواري کيدنه




Wane sap
٥نه تر٦
٨
پوستکي باندې نصواري داغونه د خوړونکې برخې نصواري کيدنه
wealthy
صفرنه تر٢
٣
د پوستکي لاندې او باندې نصواري داغونه او د خوړونکې برخې نصواري کيدنه
York imperial
٤نه تر٥
٦نه تر٧
د پوستکي لاندې او باندې نصوا ري داغونه
Bald win
٤نه تر٥
٦نه تر٧
د منځنۍ برخې نصواري کيدنه او پوستکي لاندي نصواري داغونه

یخچال لفرونکې سړه زیرمه:
ريفريجريشن سيستم د لوړ فشار په اړخ کي چه امونيا په نلونو کې د مايع په ډول ده  تيريږي او تبخيرونکي ته ځي هلته بيا د نوموړې امونيا څخه د کاندنسر په مرسته تودوخه د سړو اوبو پواسطه له سيستم څخه خارجيږي  .
او امونيا بيرته د مايع شکل غوره کوي چه پورتنۍ عمليه بيرته له سر څخه پيل او ادامه پيداکوي .
 کله چي مڼې د ونو څخه جلا او وشکيږي  نو بايد سمدلاسه په سړو زيرمو کې وساتل شي . خو څرنګه چې په باغ کې د مڼو د انساجو تودوخه  د سړو زيرمو د تودوخې په نسبت ډيره لوړه  وي نو پدې اساس د سړو دا يوه داسې سړه زيرمه ده چې تودوخه يې د يخچال د سيستم پواسطه کنتروليږي يو له داسې سيستمونو څخه هم د کمپريشن ريفريجريشن سيستم (compression Refrigeration system)دى
ددې سيستم مهمې برخې کمپريسور(compressor) کاندنسر (condenser)تبخيرونکى (Evaporator) او اخستونکى (receiver) تشکيلوي .
پدې سيستم کې د کمپريسور وظيفه دا ده چه له تبخيرونکي څخه امونيا کاندنسر ته پمپ کړي . تر څو د مايع امونيا پواسطه جذب شوې تودوخه په کاندنسر کـښې د سړو اوبو پواسطه له سيستم څخه خارج شي .
کاندنسر يوه دنده لري او هغه داده چه د کمپرس شوې امونيا څخه تودوخه سړو اوبو ته تيره کړي .
زيرمو سره د هغوې د تودوخې برابرول ډير وخت نيسي . نو لدې کبله بايد مڼې وروسته له شکولو او پخوا له زيرمه کولو څخه د ځينو نورو طريقو پواسطه په ډير لږ وخت کې سړې شي او بيا زيرمه شي .

دزیرمه کولو ترمخه د سړولو اړتیاوې
١- چټکه سړه هوا : دا د مڼو د سړولو يوه داسې طريقه ده چه هم په سړو زيرمو کښې او هم په ترانسپورتي وسايلو کښ استعماليدلاى شي.
په دي طريقه کښې د يو ماشين پواسطه سړه هوا په ډيره چټکتيا سره د مڼو له سطحې سره په تماس کې راځي او هغوۍ په ډير لږ وخت کې سړولى شي .
٢-  د واکيوم استعمال :
دا يوه داسې  طريقه ده چه لومړى مڼې په تړلو او محدود شوو لوښو کې ځاى په ځاى کيږي او بيا وروسته د واکيوم (vacuum) پواسطه د نوموړو لوښو او ميوو څخه هوا خالي کيږي چې پدې اساس د مڼو په سطحه فشار کميږي( ټيټيږي)او هر څومره چې فشار ټيټيږي نو په هماغه اندازه د اوبو د جوشيدلو اندازه هم کميږي .
کله چې مڼې په سړو زيرمو کې زيرمه شي نو په هغوې کې د تنفس عمليه ادامه لري ځکه چې د هغوۍ انساج ژوندي وي  د ژونديو انساجو د تنفس د عملې په وخت کې د شکرې يوه اندازه انرژي د حرارت په ډول ازاديږي .
هغه وخت چې د چاپيريال تودوخه د سانتي ګراد تر ٣٩ درجو پورې لوړه شي نو د تنفس په عمليه کې هم چټکوالى راځي .  کو مه تودوخه چې د مڼو د تنفس د عملې پواسطه په زيرمو کې توليديږي هغې ته ژوندۍ تودوخه (vital heat) وايي.
 چې د مڼو د ساتنې په وخت کې بايد پاملرنه ورته وشي .
د تازه ميوو د تنفس اندازه د تودوخې د اندازې سره مستقيمې اړيکې لري .  د مثال په ډول د سانتي ګراد د هرو لسو درجو تودوخې د لوړيدو په مقابل کې د تازه ميوو د تنفس عمليه دوه درې ځلي زياتيږي . هغه مڼې چې د سانتي ګرا د په لسو درجو کې ساتل شوې وي د هغو مڼو پرتله چې د سانتي ګراد په صفر درجه کې ساتل شوې وي درې ځلي زيات تنفس کوي .په  همدي ترتيب  د سانتيګراد په٢٠ درجو کې ساتل شوو مڼو د ١٠ لسو درجو ساتل شوو مڼو په نسبت زيات تنفس کړى وو. هر څومره چې مڼه په زيرمو کې چټک تنفس کوي په هماغه اندازه په زيرمو کې تودوخه زياتيږي .
او هر څومره چې د زيرمو تودوخه زياتيږي په هماغه اندازه د مڼو د ساتنې موده لنډيږي .

د مڼو د سړو زیرمو نسبتي لندبل:                                                      
په سړو زيرمو کې د مڼو د ساتنې جنسيت او کيفيت د زيرمود نسبتي لنده بل سره مستقيم اړيک لري .د مثال په ډول که چيرې د زيرمې نسبتې لنده بل ډير ټيټ وي نو تازه مڼې اوبه دلاسه ورکوي اوهغوې مړاوي کيږي  که چيرې د زيرمې نسبتي لنده بل ډير لوړ وي نو فنجي وده کوي او د مڼو د فنګسي ناروغيو سبب کيږي .
نسبتي لنده بل په هوا کې د اوبو هغه مقدار ته وايي کوم چې په يوټاکلې تودوخه کې د مشبوع حالت په نسبت موجود وي . د مثال په توګه که چيرې د زيرمې هوا  د هغه اوبو په سلو کې ٩٠ برخې اوبه ولري کومې چې په عين تودوخو کې په مشبوع حالت کې وي نو پدې اساس ويل کيږي چې د هوا نسبتي لنده بل په سلو کي ٩٠برخې دى .د هوا د اوبو لرلو ظرفيت د هوا د تودوخې د زياتوالي سره يو ځاى زيا تيږي  . د مثال په دول د سانتيګراد په ٢١ درجو تودوخه کې چې د هوا نسبتي لنده بل په سلو کې ٩٠ برخې وي  د سانتي ګراد د  صفر درجې تودوخې په پرتله چې نسبتي لنده بل يې په سلو کې ٩٠ برخې وي يو زيات مقدار اوبه ساتلى شي . په عمومي توګه د مڼو لپاره په سلو کې ٨٥څخه تر ٩٠ برخو پورې وي   

په سړوزیرمو کښې د غازونو مخنیوی:
د سړې زيرمې د غازونو کنترول د تازه ميوو په ساتنه کې
مثبتې اغيزې لري . د مثال په ډول په سړو زيرمو کې د کاربن داي اکسايد او اکسيجن د غلظت کنترول د مڼو د ساتنې موده اوږدولى شي . په همدې ترتيب ځينې غازونه چې په سړو زيرمو کې ناوړه بوى توليدوي هم بايد کنترول شي

دکاربن دای اکساید او اکسیجن غلظت
د مڼو ځينې قسمونه لکه مکينتاش ( McIntosh ) ،  يلو نيوټن (yellow Newton ) او جنتان  (Jonathon ) چې د سانتي ګراد په صفر درجه تودوخه کښې زيرمه شي  په ځينو فزيالوژيکي ناروغيو اخته کيږي . نو لدې کبله نوموړې مڼې بايد په لوړه تودوخه کې زيرمه  يعنې د سانتي ګراد له ٢څخه تر ٤ درجو کښې زيرمه شي  . خوله به مرغه چه په نوموړې لوړه تودوخه کې د مڼودتنفس عمليه چټکتيا پيداکوي .
ددې لپاره چه په نوموړې لوړه تودوخه کې  د تنفس عمليه کنټرول شي دکاربن ډاي اکسايد او اکسجن غلظت تر کنټرول لاندې نيول کيږي . کنترول اتوموسفير زيرمې بايد دغازونو دجريان لارې ونلري اودکاربن ډاى اکسايد ډيرزيات غلظت په وخت کې بايد دا امکان موجود وي چه دنوموړي غاز زيات غلظت لږکړاى شي .
دکنترول اتوموسفير له سړوزيرموڅخه د  زيات کاربن ډاى اکسايد غلظت کمول ښايي چه دسکروبرز(scrubbers) پواسطه له سوديم هايدرواکسايد(sodium hydroxide)
او ايتانول اماين (  Ethanol Amine ) او يا له خالصو اوبو څخه ډک وي اجراکيدلاي شي .
دسړو زيرمو کنترول اتوموسفير داسې په لاس راتلاى شي چه بايد سړه زيرمه دغازونو لپاره د جريان سوري ونلري او بيا وروسته مڼې پکې کيښودل شي .
نوموړې ميوې بايد پريښودل شي چه د تنفس  دعملې پواسطه دکاربن ډاي اکسايـــد
او اکسجن داړونده غلظت تناسب توليد کړي او بيا و روسته دکاربن ډاى اکسايد غلظت دسکربرزاو هوا جريان  د (ventilation   ) پواسطه تر کنترول لاندې وساتل شي .
دسړو زيرمو په چاپيريال کې د کاربن ډاى اکسايد او اکسجن غلظتونه د مڼو په مختلفو ورايټيو پورې اړه لري دمثال په ډول په انګلستان کې د براملي سيدلينګ
( Bramlery seedlin ) لپاره د کاربن ډاى اکسايد او اکسجن ډيرمناسب غلظت په سلو کى ( ١٠،٥) برخې ده خو په نيويارک کې د کاربن ډاى اکسايد ډير مناسب غلظت په سلو کى ( ٥) برخې او د اکسجن ډير مناسب غلظت په سلو کې ( ٢،٥) څخه تر(٣) برخو پورې رسيدلى . 
دسړو زیرمو د هواپاکونه:
څرنګه چه په سړو زيرمو کې مڼې د ناوړه بوۍ لرونکي غازونه توليدوي چه نوموړي غازونه د مڼو د داغونو د فزيالوژيکي ناروغيو سبب کيږي نو لدې کبله که کچيرې په سړو زيرمو کې د کوپرې سخت پوښ (coconut shell   ) څخه دفعالو موادو هوايي فلترنصب شي دنوموړو ناروغيومخنيوى کيدلىشي  کله کله دهوايي فلتر په ځاى په موم ککـــــــــــــــــړکـــــــــــــــــــاغذ هم استعماليدلى شي .
 په سړو زیرمو کښې د پلاستیک استعمال:
تازه ميوې په پلاستيک کې نغښتل کيدلى شې چه داوبو دلاسه ورکولو، زخمي کيدلواودمکروبونو دخپريدو مخنيوى وکړي . په معدني تيلو سره غوړې شوې کاغذې کڅوړې يا په سلو کې ( ١،٥) برخې مس له (١٧) برخې معدني تيلو سره په ګډه کړې کا غذي کڅوړه هم دمڼو د تبخيراندازه کموي او هم ځينې فنګسي ناروغۍ له منځه وړي .
 نتیجه ګیری:
هر ژوندى نسج د خپلې ودې لپاره مناسبې تودوخې ته اړتيا لري لوړه تودوخه ژوندى نسج تاواني کوي او ټيټه تودوخه د ژوندي نسج په ميتا بوليزم کې خنډ ګڼل کيږي .
د سړې هوا زيرمو هوا او نسبتي لنده بل په ښه توګه نشي کنتروليداى خو دا چې د انرژۍ مصرف نلري د مڼو ساتنې لپاره مناسبې ښکاري .
کنترول شوې اتوموسفير زيرمه برسيره په تودوخه د کاربن داې اکسايد او اکسيجن غلظت هم کنترولوي .
Compression Refrigeration System يو داسې سړه زيرمه ده چې تودوخه يي د يخچال د سيستم پواسطه کنتروليږي .
چټکه سړه هوا د مڼو د سړولو يو داسې طريقه ده چې د سړو زيرمو علاوه په ټرانسپورټي وسايلو کې هم استعماليدلاى شي .
کله چې مڼې په سړو زيرمو کې زيرمه شي نو په هغوۍ کې د تنفس عمليه ادامه لري ځکه چې  د هغوۍ انساج ژوندي وي چې د ژونديو د تنفس په وخت کې د شکرې يو اندزه انرژي د حرارت په ډول ازاديږي .
په سړو زيرمو کې د مڼو د ساتنې جنسيت او کيفيت د زيرمو د نسبتي لنده بل سره مستقيمې اړيکې لري .
په سړو زيرمو کې د غازونو کنترول د تازه ميووپه ساتنه کې مثبټې اغيزې لري
او د کاربن داې اکسايد او اکسيجن  د غلظت کنترول د مڼو ساتنې موده اوږدولى شي .
د کاربن داې اکسايد او اکسيجن غلظتونه د سړو زيرمو په چاپيريال کې د مڼو مختلفو ورايټيو پورې اړه لري .
په سړو زيرمو کې د مڼو د ناوړه بوي غازونو د مخنيوي لپاره چې د فزيالوژيکي ناروغيو سبب کيږي د کوپرې سخت پوـښ coconut shell
خخه د فعالو موادو د هوايي فلتر په توګه کار اخستل کيږي .
مڼې د اوبو دلاسه ورکولو ، زخمي کيدلو او د مکروبونو د مخنيوي په خاطر په پلاستيک او يا په کاغذي کڅوړو کې نغښتل کيږي .
   سپارښتنې:
١- باغ لرونکي بايد خپلې مڼې په سړو زيرمو کې وساتي ترڅو د زيات عايد
سبب شي .
٢- دولت بايد سړوزيرمو ته د مڼو د انتقال لپاره د ټرانسپورټېشن مشکلات حل کړي ترڅو باغ لرونکي وکولى شي په مناسب وخت کې خپلې مڼې سړو زيرمو ته ورسوي.
٣- دولت بايد د باغ لرونکو د باغونو د حاصلاتو د ساتلو لپاره په شرايطو برابرې سړې زيرمې جوړې کړي .
٤- دولت بايد د سړو زيرمو لپاره مناسب موقعيت او پرمختللي بازارونه غوره کړي .
- باغ لرونکي بايد د مڼو د زيرمه کولو لپاره مکمل پلان له ځان سره ولري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر