۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبه

خواږه مرچ Belle pepper

دسپيڅلي اوپاک ذات ستاينه کوم،هغه ذات چي دمخلوقاتوپه دي منظمه مجموعه کې يې انسان دټولو محترم اودروندپيداکړى دي .اودنطق اوخبروکولوتوان يې ورپه برخه کړى ،هغه يې په خپله هستۍ کې دفکرخاوند ګرځولى دي. دهغه څښتن په نامه چې حيوان يې پکې دهمدې نړۍ دمخلوقاتوڅخه جوړه پيداکړى ده.اوهمدارنګه نباتات اوواښه چې ورته يې شين رنګ ورکړي دي،دهمدې شنو او وښوڅخه بيرته دوي ته روزي ورکوي.بيشکه چې په حقيقت کې يواځې هغه پالونکى ذات دي چې دډيرو بيلابيلوخوندونودري ګونوخواصومرکزونه يې دهغه په يوه غړي کي يعني دهغه په ژبه کې دي.
داهم دهغه عظيم ذات اورب دقدرت نښه ده.چي خوږ،تريخ اوتروش خوندونوتوپيرپه هرڅه کې بيلابيلې ځانګړنې لري.ځينې شيان تريخ خونداوځينې نورخواږه اويابيخي بې خونده وي چې ددې څخه دالله تعالى دقدرت نښانې په ورايه څرګنديږي
خواږه مرچکBelle pepper) )
خواږه مرچک چې په بيلابيلو نومونو سره ياديږي لکه
Belle pepper بيل پيپر اوياهم پيپربيل اويا کليفورنيا بيل اويا سويټ پيپر sweets pepper  اويا paprika بلل کيږي نومړي مرچک چې شين رنګ لري لږڅه خوږتريخ خوند لري.دغه مرچک دامريکا دمتحده ايالاتوپه جنوبي سيموکې لکه کليفورنيا ،چلي،اوهمدارنګه په اسيايي هيوادونو کې لکه هسپانيه ايسلينډاوداسې نورو هيوادونو کې په مختليفو نومونو سره شهرت لري.نوموړو مرچکوته په ايراني ژبه کې (دلمه) مرچک ويل کيږي چې دنيمه پاخه شين رنګه لږڅه ترخه خونده معني لري.
بيل پيپر مرچک معمولا نورو مرچکوته لوي دي اوشين رنګ لري خوږخوند او غټ غوښن نسجونه لري او ځونډي ته ورته شکل لري ددې مرچوپه مينځ کې دتخم اندازه ډيره کمه ده غټه قوي ونه لري ځکه ميوه يي غذايي موادوته سخته اړتيا لري .نولازمه ده چې ددې ونه قوي وي ځکه دکمزوري نهال ميوه دومره لويه نه وي .اونشي کولاى چې يوغټ مرچک لاسته راوړي دبيل پيپر مرچک په فرانسه،هسپانيه،بلغاريه ،فلسطين،شوري اتحاد،چلي،کليفورنيا کښې په زياته پيمانه کرل کيږي اوپه بلغاريه کې دهغه حاصل ٢٥ ټنه اوپه شوروي اتحادکې ٢٢ ټنه کليفورنياکې ٢٩ ټنه په يوهکتارکې اټکل شوى دي .
طبقه بندي اوتاريخچه:
دبيل پيپر مرچک دامريکې دلوې وچې څخه سرچينه اخلي،داهم دنورو په څير چې تقريباً (٧٠٠٠ ) کاله مخکې موجودوو.دامريکې له کشف څخه وروسته رواج لري دغه مرچک د
Solanaceae په کورني اود Capsicum annum–L  په جنس پورې اړه لري.که څه هم دنوموړي مرچو بيلونه دمشخصاتوپواسطه کيداى شي، هو داچي دادکوم مشخص اومعلوم فاميل اوکورنۍ څخه دي.دقيق اوکره معلومات نشته په ځينو کتانو کې داډول مرچک دچيلي ياترخه مرچو له لړۍ څخه ګڼل شوي دي .دامريکا وچې اونيمه وچې ځمکي ددي مرچودپيايښت اساسي ځايونه شميرل شوي دي .نوموړي مرچک په اروپاکې نه کرل کيدل خو کله چې دامريکې لويه وچه دکرستف کلمب له خوا کشف شوه دهسپانويانوپه واسطه اروپاته راوړل شول .دغه مرچک 2n=24 کروموزونه لري اوهمدارنګه ځينې پکې تتراپلائيډ4n=48 کروموزومونه پيداکيږي .
ددې مرچو ساقه تقريباً اوږده ډيره نه وي اوورباندې ميوه د
Berry  په شکل توليديږي اوپه ځوړند شکل ښکاري خوپه ځينو کتابونوکې ددې مرچودپيدايښت ځاى ګواتيما لا ،اومکسيکو ښودل شوى دي ،چې اصلي منشا‌ء بلل کيږي .
جوړښت اومورفولوژي –Morphology   :
ددې مرچکو ونه ډيره اوږده نه ده .ميوه ورباندې په ځوړند شکل توليديږي اودڅلورو جوفونو لرونکې وي ددغه جوفو ترمينځ فاصله او خلا تقريباً زياته ده . همدارنګه دغوښنو انساجو لرونکي يوه ميوه ده .خوپه ترخو مرچکو کې داخويونه کم وي .اوپه همدې ډول دغوښنې برخې ضخامت او ډبلوالى يې د 1mm  څخه نيولي تر 2mm ملي مترو پورې رسيږي .خوپه بيل پيپر يا خوږو مرچوکې دا برخه له ٤–١٠ ملي مترو پورې ضخامت لري .دونې ساقه يې ټينګه اومظبوطه وي .اوقوي کيدوته اړتيانه لري ددې مرچکو رنګ هموار شين ،ژيړ ،سور،نارنجي ته مايل تر سترګوکيږي په ځينو بوټوکې ميوه په مخروطي ،کروي اويا استوانه ئي شکلونو باندې رسيږي نوموړي مرچک((Self pollinatedدي اوپه خپله ځان القاح کوي .دنوموړو مرچو خوږوالي اوتريخوالي دهماغه ميوه دکپساسيون چه يوه کيمياوي ماده ده،اړه لري اودخولې ګرميدو اوتريخيدو سبب کيږي .چې په دغه ډله مرچکوکې ددې مادې اندازه ډيره کمه ده .اوبعضې تخم لري اوبعضې بيخي تخم په ميوه کې نلري .
په ميوه کي غذايي ارزښت اواندازه :
دغذايي ارزښت له پلوه دبيل پيپر مرچک دC اوD ويټامينونه لري دبيلابيلو عناصرو اومرکباتو يوه مناسبه اندازه پکې موجوده ده .چې البته نوموړي مرچک دکپساسيون يوه کمه اندازه هم لري او په نوموړي مرچکوکښې دعناصرو او غذايي مرکباتو اندازه په لاندې ډول ذکرکيږي .
عنصريامرکب  اندازه په
mg ملي ګرام سره 
١– اوبه                        85.7
٢– پروتين                      2.9         
٣– شحم                      0.6
٤– منرالونه                  1.00       
٥– رايبوفلوردين             0.93
٦– فاسفورس                80     
٧–کلسيم   (
ca)              30  
8_ ويټامينونه البته د (
C) ويټامين   11
ددې نه علاوه دبيل پيپر مر چ يو اندازه نيکوټين د
E  ويټامين د D,PP ويټاميونه پکې موجود دي لېکن ددې مرچوکو دويټامينو نو اندازه نسبت رومي بانجانو ، پالکو ، ليمو ته زياته ده. دنوموړو مرچو خوږه او ترخه مزه دکپساسيون په مقدار پورې اړه لري په همدې ډول مرچ دکانسرو جوړونه ، سلاټې جوړولو ، دواګانو ، کريمو ، چکني جوړونه ،اچارو او په همدې ډول په صنعت کې په زياته پيمانه سره په کار وړل کېږي

دکرلو لاري چارې (
Agro technical)
مرچ يو له هغه نباتاتو څخه دي چه تودوخه خوښوي او دتودو سيمو له نباتاتوڅخه شميرل کېږي .بلکې ډيره تودوخه هم کيداى شي چه دهغه تخمدان له منځه يوسي  600 mm  څخه تر 1200mm باران او کلنې اورښت کې ښه وده او نموکوي . چه نوموړې کچې څخه په زيات اورښت کې لندبل اندازه زياته  وي . دهغه دناروغيو او افتونو سبب کېږي .
دمرچو لپاره مناسبه اندازه ارتفاع متره    1500
m  _ Sea level      دبحرله سطحې څخه ده .د بيلو او مختلفو خاوروسره توافق کوي . چې ژورې قلبي ته اړتياده . مرچ لومړى په پلاستکي تونل کې توليد او بيا وروسته ساحې ته انتقاليږي .تخم مستقيماًهم په ځمکه کې اچول کيږي معمولا له لسو او يا دولسوورځووروسته سرښکاره کوي .چې داولي بانجانوپه شکل نهال لاشه راوړي .هغه وخت چي دهغه اندازه د30cm تر35cm پوري ورسيږي يعني له50 ورځو وروسته پټي ته دانتقال لپاره اماده کېږي . په هند کې په جولاى ، په مصر کې په مارج په افريقا يي سيمو کې په سپتمبر کې، په پور توريکو کې په سپتمبر او مارچ کې کرل کېږي. په يو جريب کې د 100_150 ګرامه تخم بسنه کوي . دغه مرچ عموماً د پشتې په سرکرل کېږي چې دکتارونو ترمنځ فاصله دcm  60-65 سانتي متره پورې دي . او دبوټو ترمنځ فاصله يې له 35_څخه تر 40سانتي متره مناسب واټن دي . چې وروسته له 70ورځو څخه پخيږي چې بيلا بيلو ډولونو کې توپير لري . خو بايد په ياد ولرو . چې نوموړي مرچ هغه وخت وکرل شي. چې ديخ دهغې خطر بلکل له منځه تللى وي . دمرچو هغه بوټي چې دريشقې او ياکرم دكرلو وروسته لاس ته راځي نود ښه کيفيت لرونکي به وي . چې له 9000څخه (7500) پورې نهالونه په يو هکتار کې اټکل شوي دي . دغه مرچ چې بازار کې پلورل کېږي دزياتو ذخيره کولو توان نه لري . ديادولو وړ ده چې زياته تودوخه خوښونکى نبات شميرل شوى دي كه ځه هم چې ټيټ لندبل او زيات لندبل دهغه تخمدان Ovary  دلويدلو سبب کېږي . او ميوه کې بعضې تغيرات چې دميوي دکوچنيوالي سبب کېږي صورت نيسي په مختلفو خاورو کې توافق کوي او جوړ راځي لکه څنګه چې M.M.Shakina نويو څيړنو داښولي ده چې دخوږو مرچو ريښه په بدنې وده او دغو په جريان کې توقف  نه کوي . خو دهغه وده په مختلفو پړاونو کې يو شان نده چې اصلي وده د 25 ورځو څخه دعمر تر پاي پورې صورت نيسي او دهغوي ريښه دشپږو څخه تر اوه برابره زياتيږي . په ياد بايد ولري چې دڅوکې وهنې په مهال کله چې Cotyledon يا مشيمه له ځمکې څخه راوځي . دهغه جدا کول ښه اومناسب کارندى په لومړي مهال کې تخم په خپل اصلي ځاى تربيه وروسته بيا ځمکي ته انتقاليږي په لومړي پړاو کې 0.5kgr تخم په خپل مقتي ځاى او موقعيت کې کرل او دساتني ګراد 32 درجوتودوخه  کې ښه وده کوي .
دسرې استعمال
دمرچو کروندوکې په بيلو پړاونو کې ډول ډول سرې استعماليږي په ځينو مواردو کې په يوهکتار ځمکه کې تقريباً 20-18 ټنه پورې حيواني سره استعماليږي خوله حيوانې سري سره
N120,P60,k40 استعماليږي معمولاً په مني او يا پسرلی کې په تغذيوي ډول دري ځله استعماليږي په لومړي ځل دبزغلي له کرلو وروسته 45gr ګرامه او امونيم نايتريت 15kgr کيلو ګرامه سوپر  فاسفيت 40kgrپوتاشيم درلودونکې سرې سره يو ځاى استعماليږي دوهمه تغذيه دغوټيو دپړاو په موسم کې په يو هکتارکې 30-40 کيلو ګرامه بايد استعمال شي پدې موخه چې ځمکه قوي وساتل شي له 4 څخه تر 5 ټنو پورې حيوانې کود هم په يو جريب کې علاوه شي دمرچو لپاره دکرنيز نوبت هم ډيره ګټه لري چې دځيني افتونه او ناروغۍ له منځه وړي او په ځمکه كښِې دموجوده ناروغيو مخنيوي کوي.
 د
Solanaceae سولناسيادفاميل دنباتاتو کرنه په تکراري ډول سره ددې لامل کېږي چې په ځمکه کې ددناروغيو د عاملينو سپورونه پاتې شي او دهمدې کورنۍ نور بوټي ورباندې ککړ شي نوښه به داوي چې دغنو ريشقو او سبو نوبت پکې مراعات شي او يا هم بايد ددوو کلونو لپاره ځمکې ته دمه ورکړل شي په کرنيز فصل کې بايد دوه يا دري ځله خيشاوه او خاوره ورکړل شي .خودځينو دڅيړنو په اساس ويلى شو په لمړني نمويي فصل کې بايد ورته لس نه تر پنځلسوټنوحيواني سره په يو هکتار ځمکه کې علاوه شي دنهاليوله کښينولو وروسته بايدكيمياوي سره1/4 برخه بايد30 اويا 40ورځو وروسته استعمال شي په استوايي او تودو سيمو کې کيداى شي چې دمرچو نهالي له 40 ورځو وروسته وکرل شي او په همدې معتدله استوايي سيمو کې 25x70 اوپه استوايي سيمو 30x80 اويا70x25 يا20x70 او دکاليفورنيا يي اندير چې همدغه خواږه مرچ دي40,30x40x90 کې هم کرل کيداى شي چې په بهرنيو هيوادونو کې ريشتي يا ( جويي) په سر کرل کېږي
دمرچودکروندوخړوبول
دنوموړي مرچو داوبو ټول لکښت په يو هکتار کې څه ناڅه 500
متر مکعب ټاکل شوي دي دمرچو دميوې دنيولو تروخته پورې داوبو ديوې شپي او ورځي  لګښت په يوهکتار ځمکه کې 22.7مکعب متره دي .دميوى دنيولو له پيل څخه دحاصل تر راټولو پورې په يو هکتار ځمکه کې 58
m3 مکعب متره او د ودې پړاو ترپايه پورې په يو هکتار کې 38.8 مکعب متره ټاکل شوي په يو هکتار کې د ودې پړاو پيل کې دخړوبولو نورم له 250m3 څخه تر 300m3 مکعب مترو پورې او دميوې نيولو په پړاو پيل کې په يو هکتار کې له 400 څخه تر 500m3 متره پورې ټاکل شوى دي د ودې دفصل په اوږدو کې له 9څخه تر 13 ځلو پورې خړوبول بس ګنل شوي دي ديادونې وړده چې دمرچو بوټې پرته له دې چې بزغليو په څير وکرل شي نيغ په نيغه په کرونده کې کرل کيداى شي داوبو په اړه بايد ووايو چې داوبو لګولو نوبت وروسته له نهال کرلو څخه دي چې دوهم ځل بيا 12ورځو وروسته بيا چې لږ اندازه غټ شي په همدې ترتيب خړوبول کيږي دجوئي ابياري اوهمدارنګه دځاځكو اوبولګولو په طريقه  هم خړوبول کيداى شي چې دا په سيمې او دهغوي تر شرايطو پوري اړه لري په تودو سيمو کې د ځاځكوبه طريقه اوبه لګول دومره ګټور نه دي  چې د لندبل دزيات ضايع کيدو خطر موجود دي او مونږ نشو کولاى چې دغه مرچ دځاځكوپه ډول سره خړوب کړو دګل دغوټۍ دخلاصولو په وخت کې بايداوبه لګونه بنده کړل شي . ترڅوچې بوټي د حاصل راوړلو لپاره په بشپړه ډول برابر شي . وروسته بياله سره څخه اوبه لګونه پيل کيږي چې له هر ځل حاصل ټولووروسته بايد اوبه شي . په تکساس اومتحده ايالاتو کې اوبه لګونه دري اويا څلور ځله صورت نيسي . په مکسيکو او ايروزونا کې يولس يا دوولس ځله دجويچه په ډول سره خړوبه  کول کېږي .
دمرچو ناروغي
افتيو فتوراي ، دمرچو يوداسې ډول ناروغي ده . چې يوزيات شمير مرچ ورڅخه په کلني ډول سره زيانمن کيږي . اودلمړي ځل لپاره په کال 1981 زيږديز کې له مکسيکو څخه راپور ورکړل شوي . په يونان کې دلمړي ځل لپاره په کال 1993 زيږديز کې 70% فيصده کښتونه له منځه يوړل په لومړي ځل خلکو فکر کاوه چې نوموړې ناروغي يواځې په مرچو کې ده .خو وروسته داثابته شوه چې نوموړي ناروغي په مرچو سربيره  رومي بانجان ، بادرنګ ، کدو ، ټينډۍ ، هندوانې ،خربوزې هم ترحملې لاندې راوستلاى شي دنوموړي مرض نښي په لومړي ځل قهوئي اووروسته بياقهوئي تياره اوبيا په تور شکل اوړي ،لومړى دمرچو هغه برخه دناېوغۍ تر خپلې ولکي لاندې راولي چې ځمکي ته نژدې موقعيت لري نوموړي ناروغۍ عامل
Phytophotora –capsize –leanan نومول شوي دي . چې د Hytaceae دخاندان څخه دي .نوموړي ناېوغي تر ټولو خطرناک شکل لري.لدې ناروغې سره مبازره داده . چې مخکې له کرلو څخه ځمکه ضد عفونې شي . دمرچو خوساکيدنه يا sclerotium-bataticala-tauben دمرچو د خوساکيدنه چې عامل يې سکلريټاټيکو لانيو شيوش نوميږي په لومړي ځل له نيو جرسي نه راپور ورکړل شو .دنوموړي دڅنډو له خوا رنګ سپين ګرځي اوتر4 يا 5 ورځو پورې نوموړې ناروغي دننه خواته سرايت کوي او داخلي برخه سخته زيانمنه کوي ډيري داسې ناروغي شته چې لدې څخه هم خطرناکه بڼه لري لکه (c,a.c) او (FR-V) يوه بله ناروغي ده چې کولاى شي دمرچو بوټوته زيان ورسوي اودپاڼو په منځ کې دحجراتو دزيانمن کيدو سبب شي . چې په بهرنيو هيوادونو کې ددرملو پواسطه له منځه وړل کېږي
دناروغيو پرضد مبازره
هغه بوټي چې په ناروغيو اخته وي له منځه وايستل شي اوهمدارنګه په هغو  سيمو کې چې شنه مرچ کرل کېږي له هغو سبزيجاتو څخه لکه بادرنګ بايد لږ ترلږه د
m300-30 پورې فاصله ولري يوه بله مهمه لاره دا ده چې لوبيا د 15مترو په شاوخواکې دمرچو دمزرعې وکرل شي دمرچو دلمر سوزنه يوبل مرض دي چې کولاى شي دفاسفورس دسرې پواسطه د هغه مخنيوي کولاى شو اوبايد هغه بوټې وکرل شي چې  زياتى پاڼې لري نوددې لاري هم کيداى شي  چې تر يوې اندازې پورې دلمر سوزنې مخنيوي کولاى شو. د (Ca)  دکمبود له امله هم کيداى شي چې يوه بله ناروغي چې په پاڼو کې تور داغوانه را پيداشي . چې د (Cacl2)  کلسيم کلورايد په علاوه او سپرې کول سره نوموړې نيمګړتيا له منځه تلاي شي.
Harvesting Of yield
 حاصل ټولونه

نوموړي مرچ پداس
c مهال کې راټولول کېږي . چې نيم خامه شنه اويوه اندازه اوبه ولري اودحاصل ټولولو په وخت کې بايد اوبه لګونه کمه کړل شي . دنوموړو مرچو حاصل ټولونه په څو ځله سرته رسيږي له لومړي ځل وروسته 7 يا 10 ورځو په وقفه حاصل ټولول کېږي اوپه مرچو sweets pepper  يا bell pepper بايد ٩ اويا١١ ورځوکې حاصل ټولول پيل شي. دحاصل دتوليد اندهزه په يو هکتارځمكه کې تقريبا له ٢٥ ټنه پورې ده چي په څينو حالتونوکې تر ٣٠ ټنوپوري رسيږي. په امريکاکې څوډوله نوي مرچک وجودلري چي کرل يي لا اوس هم دوام لري چي احي چاي اوداخي کاچوچا په نوم ياديږي چي دديګ دمصالې په حيث ورڅخه ګټه اخيستل کيږي .چي تقريبا همدې مرچکو ته ورته دي اوله 7-8 سانتي متر پورې اوږده دي او ډېر زيات حاصل ورکوي.له تازه استعمال پرته مرچ شنه وچيږي او د غذاګانوپه برابرولو كښې ورنه استفاده كيږي.
دمرچکو زيرمه کول او بازارموندنه
Storage of Belle Pepper and marketing
په هغه وخت کې چې مرچ په کافي اندازه اوبه ولري اونيمه شنه وي بايد را ټول کړل شي دغه مرچ وروسته بيا سورت او طبقه بندي کېږي. هغه مرچ چې ژوبل ،زخمي ، قارچي ، او چې درنګ له پلوه سره يو شان نه وي او يا هم فزيالوژيکي ستونزې ولري،ترينه لرې کېږي اوپه ځانګړي ډول سره طبقه بندي کېږي.هغه مرچ چې يادشوي خواص پکې موجو د نه وي بازار ته وړاندې کېږي يو ځاى اچول کېږي او بيا په زيرمو کې چې په کافي ډول لندبل او تودوخه موجوده وي  ساتل کېږي که چيرې دتودوخې درجه د 2-7 سانتي ګراد وي نو کيداى شي دبيل پيپر مرچ تر 60-70 ورځو پورې وساتل شي . اودمارکيت دغوښتنې  په اساس بازار ته وړاندې کېږي .هغه مرچ چې په
Enidemice  ډول سره وجود لر ي کيداى شي تر ډير مودې پورې ذخيره شي ،دمرچو تخم کيداى شي چې تودوخه اولندبل ورته په مناسب ډول سره موجود وي د 3-4 کلنو پورې ساتل کيداى او او د زرغونيدو وړتيالري.
پايله لنډيز
1_ په عمومي توګه مرچ يو کلن بوټې،
Sllanecea په نباتي كورنۍ پوره اړه لري. علمي نوم يي Capsicume.annume اود (Warme Seosone) نباتاتو کې  راځي .
2- دغه مرچ دامريکا دلويى وچې له جنوب څخه سر چينه اخلي اوتقريباً 700 کلن تاريخ لري شين رنګ ، نيمه سخته ساقه . او بيا پخپله مختلفې نوعې لري .
3- دبيل پيپر مرچ دخوږو مرچو
Paprike, Swees pepper  او   کليفورنيا وانډر داسې نورو ګڼ شمير نومونوسره ياديږي .چې دغه ميوه يې څلور جوفه لري اونسبت عادې مرچو ته غټ جسامت او دغټو انساجو لرونکي دي .
4- نوموړي مرچ يو(
SelfePallinitede) سبزي ده چې پخپله ځان القاح کولاى شي په هغو صورت کې چې نور مرچ لکه  سره مرچ ورسره وکرل شي نو يو مناسب واټن ته اړتيا ده .
5- دمرچو خوږوالى او تريخوالى دکيمياوي مادې چې کيپساسيون په نامه سره ياديږي اړه لري که چيرې دهغه مقدار ورپکې لږ وي نو خوږ خوند لري .
6- دبيل پيپر مرچ  بايد هغه  وخت وکرل شي چې ديخ وهلو خطر له منځه تللې وي
7- ددغو مرچو غذاېي ارزښت دادى چې په کافي ډول سره اوبه منرالونه فاسفورس ويټامينونه وركې موجود دي .
8- دمرچو دښه حاصل لپاره بايد دمرچو بوټي لمړى په پلاستکي تونل او ياشنو خونو کې توليد اوبيا وروسته ساحې ته انتقال شي .
9- دفاسفورس کود مخکې بايد له کرلو څخه او دنايتروجن او منرالي کودونه بايد دفعالې بدني ودې په جريان كښې ورکړل شي . کيمياوي سرې لکه فاسفورس
۶۰ كيلوګرامه ،پتاشيم ۴۰ كيلوكرامه اونايتروجن ۱۲۰ كيلوګرامه په يوهکتار کې او عضوي سره د 18-20 ټنو پورې بايد علاوه شي .
10- دمرچو اوبه لګونه او خړوبول  په خاوره پورې اړه لري چې لمړى ژر ژر اوبيا وروسته چې يو څه غټ شي .نو بايد داوبو لګولو ترمنځ نوبت په نظر کې ونيول شي .
11- ددې مرچو حاصل ټولونه بايد هغه وخت صورت ونيسي چې دپخيدو حالت ته بشپړنه وي رسيدلي .
12- په زيرمه کوونکو خونو کې بايد په ښه او فني ډول سره ذخيره شي چې دتودوخې درجه 2 سانتي ګراد او د رطوبت اندازه 90% وي تر ډيرې مودې پورې ساتل کيداى شي . هرڅومره چې دمرچو دتودوخې درجه لوړه اولندبل ټيټ وي . نودزيرمه کولو قابليت له لاسه ورکوي.

۱ نظر:

  1. شکلي معلومات ستاسې د نورو ليکنو او معلوماتو په تمه

    پاسخحذف