۱۳۹۲ آبان ۱۱, شنبه

په افغانستان کښې د بادامو روزنه


بادام چې علمي نوم يې Prunus dulcis دي يو دهغه ډيرو مهمو سوداګريزو ميوو يا مغز بابو له ډلې څخه دي چي په پراخه پيمانه زمونږ په ګران هيواد کې روزل کيږي (۵). په دې علمي مضمون کي به دبادامو د روزنې او توليد د تکنالوژي په هکله خورا ګټور معلومات وړاندې شوي دي . د بادامو پيدايښت او تاريخ بادام د لويدځې اسيا د وچو – ګرمو سيمو بومي (اصلي ) بوټى (ونه ) ده . د بادامو د کرلو مهم مملکتونه هسپانيه،ايټاليا، امريکا، ترکيه ، فرانسه ، الجزاير، ماروکو، سوريه ، افغانستان اوايران دي (۵). بادام د۳۶ څخه تر۴۵ درجو عرض البلد چې ملايم اقليمي شرايط ولري کرل کيږي (۵). دبادامودکرلواوتوليد ساحي : په افغانستان کي دبادامودکرلو مهمې سوداګريزي سيمي بلخ (خلم) ،تخار، کندز ، بغلان ، سرپل ، سمنګان، زابل ، ارزګان ، کندهاراوهرات دي .دنوموړو سيمو دبحردسطحې څخه دلوړوالي اندازه يې د۳۰۰ څخه تر۱۲۰۰ متروپورې رسيږي.په افغانستان كښې د بادامو د كرلو ټوله ساحه ۱۱۴۸۵ هكتاره ځمكه ده اوپه يو هكټار باغ كښې د بادامو كلنى منځنى توليد ۱،۴ ټنه بادام دي (۱،۲،۵). بادام پس له انګورو او پستې څخه په سوداګريزه کچه دريم مقام لري . هر کال په ډير زياته پيمانه بادام بهر نيو هيواد و لکه پاکستان، هند او نورو هيواد و ته ليږ دول کيږي . اقليم اوخاوره دبادام دنمويي فصل ياپخيدو په وخت کي تاوده اووچ اقليم ته اړتيا لري ، سوړاودګردواودوړو څخه ډک دوبى دبادامو دروزنې لپاره په زړه پورې نه ښکاري. دبادامو دمختلفو ورايتي ګانو دسړي هوا اړتياوي داستراحت په دوره کي د۳۰۰ څخه تر۶۰۰ ساعتونه دسانتي ګراد ۷.۲ درجې ټيټه دودوخه ده ترڅو دګل پندوکونه توليد اووسپړل شي (۵،۴). دبادامو لپاره ژورې ، حاصلخيزې ، زهکشي شوې لومي خاورې خوراپه زړه پورې اومناسبې دي ډيرې کلي ياوزمينې خاورې دبادامودروزنې لپاره مناسبې نه دي (۶). څرنګه چې بادام دوختي ګل کولوعادت لري ، نوله دې کبله دپسرلي دسړې هواديخ وهنې سره حساس دي . دپسرلي دسړې هوا ديخ وهنې دمخنيوي لپاره دباددمخ نيوونکو نباتاتو(Windbreaks) شتوالى ډيرګټورتماميږي (۶،۴). دګلانو هغه غوټۍ چې په ګلپاڼې باندې پوښلې وي ترمنفي يوه درجه سانتي ګراد پورې مقاومت لري ، خودګلانوهغه غوټۍ چې ګلپانې ونه لري په صفردرجې دسانتي ګرادکښي يې يخ وهي (۴). د ورايټي ګانو انتخاب په افغانستان کې د بادامو ډيرې ورايټي ګانې وجود لري چې شمير يې لږتر لږه ۶۷ ته رسيږي . (۱) د بادامو ټولې پخوانۍ ورايټي ګانېد تخمي نيله بوټو څخه منځ ته راغلې دي چې چانسي تخمي ورايټي ګاني Chance seedling varieties ورته ويلاى شو . د افغانستان د بادامو ډيرې مهمې ورايټي ګانې لکه ستار بايي ، عبدالواحدي، قمبري ،خيرالديني ، قهار بايي ، ګپ مال ، سايز ،کاغذي ،مروجه ، سنګک ، شکور بايي ، شاخ بزک او داسې نور دي. د افغانستان بادام که نازک پوستکي يا کلک پوستکي دي دواړه ډولونه د بادامود ښه کيفيت درلودونکي دي . (۵،۱) د افغانستان ټول کرل شوي بادام په تخمي نيالګيو يا نيلو بوټو Seedling rootstock باندې پيوند شوي دي . د بادامو تخمي نيلي بوټي د ټي - پيوند يا ژبې پيوند يا سکنه پيوند په واسطه په موفقانه ډول تکثير کيږي .(۵) په افغانستان کې د بادامو د تخمي نيلو بوټو يا نيالګيو د توليد لپاره په عمومي ډول د ترخو بادامو او کله نا کله د خوږو بادامو څخه استفاده کيږي . د بادامو تخمي نيلي بوټي د نيلو قوي سيستم لري ، د وچکاۍ او اهکي خاورو په مقابل کي خورا مقاومت لري .(۵) په نورو پر مختللو هيوادو کې د بادامو لپاره د GF-677 کلونل نيلي بوټي څخه چي د شفتالو او بادامو د نسلګيرۍ څخه منځ ته راغلي دي استفاده کيږي چې د لوړ حاصل او ښه کيفيت لرونکي بادامو د توليد سبب کيږي . (۲،۶) د بادامو د نهالګيو توليدول د بادامو مغز د سرطان څخه تر سنبلې مياشتو پوري راټوليږي او د قوس تر مياشتې پورې په ساړه او وچ ځاى کي بايد وساتل شي . د بادامو د تخمونو د استراحت د مرحلي د پاى ته رسيدو لپاره د ۲۰ څخه تر ۳۰ ورځو سړې-لندې هوا يا Moist – stratification دورې ته اړتيا لري . (۴) د بادامو تخمونه بايد د قوس په مياشت کي وکرل شي او تر پسرلي پوري تخمونه په دوامداره توګه لانده وساتل شي تر څو په پسرلي کې و ټوکيږي . (۴) د لومړني فصل تخمي نيالګي په مني کې بايد پيوند شي ، هغه نيالګي چې په مني کې پيوند شوي نه وي ، د حوت په مياشت کې ژبه پيوند يا سکنه پيوند شي . (۴) د بادامو د باغ جوړونه د بادامو باغ بايد په لويديځي يا جنوبي خواو کې جوړ شي داځکه چي په شمالي خوا کې د پسرلي د سړې هواخطر نسبت د لويدځې او جنوبي خواو ته ډير و ي . (۶،۳) د بادامو د پيوندي نهال ځاى بايد۱×۱×۱متر سور اوږدوالى او ژوروالى ولري او حد اقل ۱۵ ورځي مخکې تر نهال کښينولو بايد جوړ شي . د بادامو د نيالګيو تر منځ فاصله د خاورې د ښيرازي ،ورايټي ،او نور کرنيزو عملياتو په نظر کي نيولو سره ۵×۶يا ۶×۶ کې کرل کيدا ي شي . (۲) په هغه سيمو کې چې ژمى يي تود وي د بادامو نيالګي په مني او په هغه سيمو کي چې ژمى يې سوړ وي د بادامو نيالګي په حوت کي کينول کيږي . (۲) څرنګه چې بادام په پسرلي کې وختي ګل کوي ، که چيرې په پسرلي کې د بادامو د نيالګيو کښينول و ځنډول شي د نيالګيو د ناغه کيدو سبب ګرځي . د بادامو تقريبا ټولې ورايټي ګانې په خپله حاصل نشي توليدولاى چې دې حالت ته Self – unfruitful وايي چي سبب يي په خپله غير مطابقت ياSelf incompatibility دي . . (۷،۱) له دې وجې بايد د بادامو د يوې ورايټي څخه زياد بادام په باغ کې وکرل شي . يو ورايټي بله ورايټي ګرده افشاني کوي . د ګرده توليدونکي ورايټي د ګل کولو وخت بايد د اصلي ورايټي د ګل کولو د وخت سره سمون ولري يا دا چې د ګرده توليدونکي ورايټي د ګل وخت د اصلي ورايټي په پرتله اوږد وي . (۷،۱) د بادامو په باغ کې بايد دري قطاره د اصلي ورايټي او يو قطار د ګرده توليدونکي ورايټي څخه وکرل شي ، ګرده توليدونکي ورايټي بايد د اصلي ورايټي څخه ليرې و نه کرل شي . د بادامو ګرده افشاني د شاتو د مچۍ او د باد په واسطه کيږي . د بادامو د ښه ګرده افشاني او لوړ حاصل د لاس ته راوړلو لپاره په هر جريب باغ کي بايد د شاتو د مچۍ يو فاميل يا يو صندوق کيښودل شي (۷). د باغ کرنيز عمليات د بادامو د ونو د استراحت دوره ډيره لنډه ده . د اوبو لګونې او کود ورکونې موخه بايد داوي چې د بادامو د استراحت دوره وځنډيږي ، تر څو د پسرلي د سړې هوا خطر له منځه ولاړ شي او لږ حاصل منځ ته رانشي . ۶() اوبه او کود ورکونه په منظمه توګه اوبه د بادامو د مغز د ښه انکشاف او لوړ حاصل د لاس ته راوړلو سبب کيږي او د بادامو د تو‌‌‌ئيدو څخه مخنيوى کوي او د راتلونکي کال د حاصل بنسټ ايښودل کيږي . (۲) د بادامو ونو ته بايد نايتروجن لرونکي سره د ۶۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ګرامه په پسرلي ، د ګل کولو وروسته او په مني کې ورکړل شي .(۳) همدارنګه پوتاشيم دار او په لږ اندازه فاسفورس دار ې سرې د عضوي موادو سره يو ځاي د بادامو باغو ته ورکړل شي . (۴) ښاخه بري د بادامو ميوه په ډيره زياته پيمانه پر لنډو نودو يا Spur باندي توليديږي او ډير لږ اندازه بادام پر يو کلنو نودو باندي توليديږي . (۵) د باداموسپر د ۳ څخه تر ۵ کلونو پوري حاصل توليد کولاى شي . د بادامو زاړه توليدي ښاخونه ۱/۵ برخه بايد هر کال غوڅ شي . د بادامو د ښاخونو ړنګي کول د ښاخونو د غوڅونې په پرتله ګټور تماميږي . د بادامو ونه په مرکز خالي سيستم سره تربيه کيږي . ګل او ميوه بادام لمړنۍ ونه ده چې په پسرلي کې وختي ګل کوي او د پسرلي د سړي هوا په مقابل کي ډير حساس ده ، له همدې وجې د يوکال حاصل د بل کال د حاصل څخه تو پير لري. (۷) د بادامو د ګل د پندک انکشاف په مني کې شروع او تر دلو پورې دوام کوي . د بادام د ډيرو مهمو مرحلو څخه د ګل او ځوانو ميوود انکشاف وختونه دي . د بادامو ګل مخکې تر دې چې پاڼه راوځي غوړيږي ، پاڼه هغه وخت غوړيږي چي اخيري ګلپاڼي توئې شي . (۱) د بادامو ګل Hermaphrodite يا Bisexual دي ، پنځه ګلپاڼې ، پنځه ګلملي پاڼي ، يوه اله تانيث چي دوي تخمي يا Ovule لري او د ۲۰ څخه تر ۴۰ نارينه الې لري . (۷،۴) د بادامو ميوه د هګۍ غوندې بيضوي شکل لري . د بادامو ميوه د ۷۰ څخه تر ۷۵ ورځو وروسته د ګل کولو پخيږي ، د ميوي pericarp نرى او ويښته لرونکى وي . (۵) د بادامو د ميوي pericarp د سرطان په مياشت کي خلاص کيږي او Endocarp ازاديږي . هر انډو کارپ يو يا دوه دانې مغز لري چې وزن يې يو د بله سره توپير لري . (۶) د بادامو هغه ورايټي ګانې چې دوه مغز لري ،د بادامو د ورايټي د ښه خصوصيت څخه نه شميرل کيږي . (۱) ګرده افشاني او ميوه نيونه د بادامو اکثره ورايټي ګاني په خپله حاصل نه شي ورکولاي يا self – unfruitful دي او پردي ګرده افشاني ته اړتيا لري . په عمومي توګه د بادامو دوې ورايټي ګاني چې د ګل کولو وختونه يې يو د بله سره سمون ولري او په خپل منځ کي ګرده افشاني يا Inter cross شي ميوه نيسي . (۷) په بعضې حالاتو کې يوه ورايټي بله ورايټي ګرده افشاني کولاى نشي چې دې حالت ته cross - incompatible وايي . د بادامو داسې ورايټي ګانې بايد د ګرده توليدونکي په حيث استعمال شي چي د اصلي ورايټي سره مطابقت ولري . د بيلګي په ډول د بادامو کارميل Carmel د نن پيريل nonpareil لپاره يوه ښه ګرده توليدونکې ده . څرنګه چې په عمومي ‌ډول بادام په خپله ګرده افشاني کيداي نشي ، نو د باغ جوړولو په وخت کې بايد د هرو دريو اصلي ورايټي د قطارونو په مقابل کي يو قطار د ګرده توليدونکي بادام کښينول شي . ځينې پوهان داسې نظر څرګندوي چې د بادامو د ښه ګرده افشاني او لوړ حاصل د لاس ته راوړلو لپاره دګرده توليدونکي او اصلي ورايټي تر منځ تناسب ۱:۱ په نظر کې ونيول شي . (۶،۲) د بادامو ټولونه بادام د سرطان – سنبلې په مياشتو کې ټولولو ته چمتو کيږي . په نيمه استوائي سيمو کې بادام د جوزا په مياشت کې پخيږي . (۵) د بادامو پيري کارپ برخه د خوړو وړ نه ده . د بادامو مغز د خوړو وړ دي . په افغانستان کې بادام د سرطان څخه تر سنبلي مياشتې پورې را ټوليږي . په عمومي ډول دبادامو راټولونه بايد هغه وخت شروع شي چې پوښ يا pericarp يې په جلاکيدو شروع کړې او مخکې تر دې چې بادام ولويږي بادام راغونډ شي . د بادامو تر ونې لاندې بايد تکه يا بوريا واچول شي او بادام په داسې شکل راټول شي چې سپرونه زخمي يا له منځه ولاړ نه شي او يا داچې دونې پوست زخمي نشي بادام د پوست سره يو ځاي راټوليږي او پس له هغه پوست يې جلا کيږي او د څو ورځو لپاره پر بوريا باندې لمر ته د وچيدو لپاره ايښودل کيږي او له هغه وروسته بادام سورت کيږي . (۵،۴) لنډيز بادام د ډيرو مهمو سوداګريزو ميوو له ډلې څخه دي چې په پراخه پيمانه په افغانستان کې روزل کيږي . په افغانستان کې د بادامو د کرلو مهمې سيمې بلخ ،تخار ، کندوز ، بغلان ، سرپل ، سمنګان ، زابل ، ارزګان ، کندهار او هرات دي . بادام د لويديځې آسيا د وچو – ګرمو سيمو بومي بوټى دي چې منشا يې افغانستان ګڼل شوى دي . بادام وچ او تاوده اقليم ته اړتيا لري ، د بادامو د مختلفو ورايټي ګانو د سړې هوا اړتيا وي د ۳۰۰ څخه تر ۶۰۰ ساعتونه دسانتي ګراد ۲.۷ درجي څخه ټيټه تودوخه ده . دبادامو لپاره ژورې ، حاصلخيزې ، ښه زهکشي شوې او سپکې لومې خاورې مناسبې دي . د بادامو ونې ډير وختي ګل کوي او د پسرلي د سړې هوا په مقابل کې خورا حساس وي ، د پسرلي د سړې هوا د مخنيوي لپاره بايد د باد د مخنيونکي نباتاتو څخه استفاده وشي . په افغانستان کې د بادامو د ۶۷څخه زياتې ورايټي ګانې چې ډير مشهور يي ستار بايي ، عبدالواحدي ،قمبري ، خيرالديني ، قهار بايي ، کاغذي ، مروجه او داسي نور دي . د افغانستان ټول بادام پر تخمي نيله بوټي باندې پيوند شوي دي او د تخمي نيالګيو د توليد لپاره د ترخو او کله نا کله د خوږ و بادامو څخه استفاده کيږي . تخمي نيالګي د نيلو قوې سيستم لري ، د وچکالۍ او اهکي خاورو په مقابل کې مقاومت لري . د بادامو باغونه بايد د ځمکې په لويديځې يا جنوبي خواوو کې جوړ شي ، د بادامو د نهال ژورغالى بايد ۱×۱×۱ مترو کې وي . څرنګه چې بادام په خپله ګرده باندې ګرده افشاني کيداي نشي بايد د بادامو د يوه ورايټي څخه زيات د بادامو ورايټي ګانې وکرل شي او د ښه حاصل د لاس ته راوړلو لپاره بايد په هر جريب باغ کې يوه کورني د شاتو د مچيو کيښودل شي . بادامو ته کيمياوي سرې د کال په دريو وختونو يعني په پسرلي ، ورو سته د ګل کولو او مني کې ورکړل شي . بادام په سپر او په لږ اندازه په يو کلنو نودو باندي ميوه توليد وي او د بادامو ونه بايدپه مرکز خالي سيستم سره تربيه شي . د بادامو د ګل د پندک انکشاف په مني کي شروع او تر دلو پورې دوام کوي . د بادامو ميوه د ۷۰ څخه تر ۷۵ ورځي وروسته د ګل کولو پخيږي . په افغانستان کې بادام د سرطان څخه تر سنبلي مياشتو پوري را ټوليږي ، بادام بايد هغه وخت را ټول شي چي pericarp په جلا کيدو شروع کړي وي او مخکې تر دې چې بادام ولويږي . بادام بايد په ډير احتياط چې د سپرونو او د وني د پوست د زخمي کيدو سبب نه شي راغونډشي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر