۱۳۹۲ آبان ۱۱, شنبه

اداره او منجمنټ


اداره او منجمنت چې سمبالوونكي يې هماغه اداره كوونكى( منيجر) دى كومه نوې پديده نده، دتاريخ په بيلا بيلو دورو كې دمنابعوڅخه(ځمكه،كار،پانګه،وخت) دزياتې ګټې اخيستنې  موضوع په نظر كې وه، له همدې امله اداره او منجمنت دتكنالكجۍ له ودې،اود ټولنې دتكامل سره   له يوه ابتدايې حالت څخه دوخت په تيريدو سره يوه پيچلې بڼه خپله كړه، اداره  له ډيره وخته راپدې خوا ديوه ضرورت په توګه انسانانو ته مطرح وه، تر څو وكولاى شي پرابلومونه په كمو منابعو او لږ وخت كې حل كړي او شته منابع په ډير مؤثريت سره دموخو دلاسته لاوړلو لپاره وكاروي، چې په دې بهير كې ټولنيز جوړښت او قوانينو دادارې په ماهيت او وده كې زيات رول لوبولى او لوبوي يې، شايد اداره او منجمنت نن ورځ دبشر په ټولنيز ژوندون كې يوله ډير مهو او ارزښتناكو دندو څخه وشميرل شي، په دې عصر كې همدا فعاليت لامل دى چې ټولتيزې دندې او موخې په ډير ښه توګه تر لاسه كيږي، اداره او منجمنټ ديوه علم په توګه ډير اوږد تاريخ نه لري،  له ۵۰ كا لو راپدې خوا دمضمون په حيث لوستل كيږي،خو په ځانګړې توګه يې پس له دوهم نړیوال جنګ څخه ډيره وده وكړه.

دادارې او منجمنټ تعريف:
ديوه بشري ګروپ هغو هم غږو هڅو ته ويل كيږې چې ديوې ګډې موخې دلاسته راوړلو لپاره يې دامورو داجرا،كنترول او رهبرى له لارې په كار اچوي .

داداره كوونكي يا (منيجر) تعريف:
اداره كوونكى يا منيجر هغه څوك دى چې ديوه بشري ګروپ ګډې هڅې تر خپل صلاحيت لاندې  داسې رهنمايې كړي ترڅو دامورو په اجرا كې په ډير موثريت سره خپلو ګډو موخوته ورسيږي.
داداره كوونكي او منيجر  تر مينځ اړيكې او توپيرونه:
كه څه هم داداره كوونكي اومنيجراصطلاحګانې په يوه دولت،يوه فابريكه،يوه وړوكي فارم اوياكوم خصوصي فارم كې يوشان مفاهيم لري اواكثراً په مترادف ډول استعماليږي خو داهميت،خصوصياتو اوپكاروړلو له پلوه ځيني توپيرونه لري چې په لاندې ډول دي.
۱: اداره چي له يوې لويې سيمې او محيط سره سروكار لري اومنيجرله وړوكې سيمې او محيط سره.
۲: اراره چې دمنابعو دپلټنې اوراټولولو دنده لري او منيجر دنوموړومنابعوپه مؤثر ډول دپكاروړلو دنده په غاړه لري.
۳: اراره چې دصلاحيت په اساس په مؤسسه اوتصدۍ كې ترټولو لوړ ځاى لري اومنيجر په تشكيل كې تر ادره چې نه په ټيټ موقف كې ځاى لري.
۴: اداره چي ديوې تصدى اومؤسسې له عمومي اجزاوو ومنيجر دنوموړې ؤسسې له ځانګړو اجزاوو سره سروكار لري.
۵: په يوه تشكيل كې بهرنى رهبري داداره چي او داخلي رهبري دمنيجر دنده ده.
۶:ادره چی ديوې مؤسسې يا تصدى كړنلاره اوپا ليسې ټا كي او منيجردنوموړې كړنلاره په كار اچوي، په دې مانا چې اداره چي اكثراً له غير تخنيكي مسايلو سره ،منيجر داړيكو سره او سوپروايزر له تخنيكي مسايلو سره په يوه مؤسسه يا تصدى كې سروكار لري.

     دكار طرح           (اداره چي)
دكار اړيكه
(منيجر)

دكار تخنيكي برخه
(سوپروايزر)



د مدیریت او مشرۍ تر منځ ګډې ځانګړنې او توپیرونه :
که څه هم دا دوه اصطلاحات سره نږدې تړاو لري خو له دې سره سره مدیریت د چارو د تنظیمولو او مشري د خلکو د تنظیمولو پر مفهوم کارول کیږي. مشري کیدای شي د ادارې په جوړښت کې د مراتبو له سلسلې بهر هم تر سترګو شي، خو مدیریت یوازي دننه په اداره کې مطرح کیږي .
په زړه پورې خو لا دا ده چې ډیر مشران، مدیران نه دي، یو شمر ښایې واک او نفوذ ولري خو یوه رسمي دنده به نلري هغه ښایې د یوې مذهبي، قومي، قبیلوي او یا بلي ډلي مشر وي . بله خوا په اداره کې ډیر مدیران د مشرۍ رول هم لوبوي یعني هغو ته د مشرتابه د دندو سپارل د هغوي د مدیریت مهمو دندو یوه برخه جوړوي .
د اداري د ټیټ پوړیو مدیران خپلي اړوندې اداري چاري پرمخ بیایي.
د ساري په ډول:د بودچې تنظیمول،له آمرینو او همکارانو سره د اړوندو چارو په باب لیده کاته، لیکونه او نوري ورته چاري، چې د مشرتابه له دندو سره اړیکي نلري.
خو چې کله دا مدیران خپلو کارکونکو ته د چارو د سرته رسولو لارښونه کوي نو بیا د مشرۍ مسله مطرح کیږي په دې توګه د مدیریت له پلوه مشري د مدیریت تر چتر لاندي راځي.
ډیری خلک مدیریت او مشري یو ډول ګڼي خو له دې سره سره د دغو دوو مفهومونو تر مینځ توپیر شته .
کله چې مشري له ادارې څخه بهر مطرح کیږي، نو د ماهیت له پلوه د مدیریت په پرتله خورا پراخ مفهوم رانغاړي . په مدیریت کې د ادارې د ځانګریو موخو تر لاسه کول او پلي کول ارزښت لري . په دې توګه د دغو دوو مفهومونو تر منځ اصلي توپیر د اداري په کلمه کې نغښتلی دی.مشري هم د خپلو موخو د تر لاسه کولو له خلکو سره او د خلکو په مرسته کارکولو ته اړتیا لري، خو دا موخي د ادارې موخي ندي .
یو مشر ښایې د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره څو ځلي کوښښ وکړي خو د ادارې له موخو سره ښایې دومره لیوالتیا ونه لري.
له دې امله یو شمر ښایې په پلي کولو کې بریالی شي، خو ښاي د ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې اغیزمن را ونه خیږي.
لنډه داسي مشران شته، چې د مدیر رول نه لوبوي. همدار رنګه داسي مدیران شته چې د مشرۍ څانګړنې نه لري. مدیران د مشرتابه پر دندې سربیره د پلان جوړوني، تنظیمولو، ګمارلو او کنترولو دندي سرته رسوي .
د یو مشر او یو مدیر د رول پرتله کول
د یو مشر رول: یو مشر لاندې رولونه لوبوي:
- هدایت ورکول
- د خوځښت رامنځ ته کول
- د لرلید ټاکل
- هوډ نیول
- د ستونزو حل
- هڅول او ملاتړ
- د خلکو تنظیمول او اداره کول
- د خپل ځان تنظیمول
- د ډلو تنظیمول

ديوه اداره چي يا منيجرمهمې دندې Management functions:
هر اداره چي په ټوليز ډول  ځنې دندې لرې چې بايد تر سره يې كړي ،هغه دندې په لاندې ډول دي.
۱: پلان:  پلان جوړونه ديوه منيجر يا اداره كوونكي تر ټولو لومړنۍاو مهمه دنده ده په حقيقت كې دټولو دندو پرمخ وړنه دپلان په اساس ترسره كيږي.
 پلان دموخو دټاكنو،لاسته راوړلو او دهغو دارزونې يوه سيستماتيكه پروسه ده. چې پكې ديوې موسسې پروګرامونه اوميتودونه دلومړيتوبونه په اساس په پرله پسې ډول ځاى پرځاى كيږي.

۲: تشكيل جوړول او دهغه تنظيم: Staffing and Organization
دتشكيل جوړونه اودهغه د تنظيم دنده لاندني محتويات لري.
۱: دهر موقف او دندې لپاره دمناسب تن ټاكل.
۲: دشعباتو تر مينځ داړيكو ټاكل.
۳: دكار ويش:
۴: دصلاحيتونو ويش دمسؤليتونو په اساس.
۵:  دكاركوونكو دمهارتونو پراخوالى او دكاري ظرفيتونو لوړوالى.
۶: ديوې ديموكراتيكې فضا منځ ته راوړل.
۷: دتشكيل دبڼې داسې جوړښت چې ترډيره حده انعطاف منونكى اوساده وي.
۸: تر يوه حده دهغوي د روابطو او كړنو څخه څارنه.
پاته دې نه وي چې بايد مقررى او ټاكنې دهر هيواد قوانينو، مقرراتواو نافذه نورمونو په اساس تر سره شي.

۳: لارښونه:Direction
دكاركوونكو پر كارونو نظارت، پر كړنو تصميم نيونه اودكاركوونكو تقويه دلارښونې له لارې ددې دندې اړوند مسايل دي.
هر اداره كوونكې اومنيجر مسؤليت لري چې دمؤسسې اوتصدى كاركوونكو ته په اړونده دندو كې په پرله پسې ډول لارښـونه وكړي او هغوى خپلو نواقصو ته ځير كړي ، هغوكسانو چې خپلې دندې اوكارونه په ښه توګه ترسره كړي هغوي بايد مكافات ترلاسه كړي او تقدير شي.

۴: هم غږي او توازن: Coordinating
 ټاكل شويو موخو ته درسيدو لپاره ديوې مؤسسې يا تصدۍ د بيلا بيلو برخو اوڅانګو تر مينځ هم غږي اودهغوى تر مينځ دمنطقي اړيكو رامينځ ته كول اودامورو انسجام اوسمون تر دمؤسسې يا تصدى ټول غړي ديوه متحد ټيم په بڼه ګډ كار وكړي.

۵: څارنه او كنټرول:ْControlling
كنټرول هم ديوه اداره له مهمو دندو څخه يودى چې په دوو برخو ويشل كيږي، ۱ تفتيش يا   (Monitoring)  
۲ ارزونه (Evaluation)
۱- تفتيش يا (Monitoring): درښتينو او دفهو وړ شاخصونو په واسطه په مسلسله اوپرله پسې ډول دپرمختګ اندازه كول اولاسته راغلو پايلو اونتايجو مقايسه كول دهغه څه سره چې له مخكې پلان شويدي،تفتيش وايې.
۲- ارزونه يا(Evaluation) : په ټاكل شويو وقفو كې دبرياليتوب اونه برياليتوب اندازه كولو ته ارزونه وايي.
دواړې پورتنۍ وسيلې دنواقصو او نيمګړتياوو په موندلو ، دهغوى په اندازه كولو او له مينځه وړلو كې مرسته كوي

ديوه اداره چي عمومي اواساسي شرطونه:
په دې برخه كې به په هغه څه خبرې وكړو چې ديوه اداره چي داحترام او درناوي لامل ګرځي.
۱: يو آمر يا اداره چي بايد تر ټولو ښه وي:
يو اداره ګوونكى يو آمر يا يو واكمن هله دټولو داطاعت وړ ګرځي ،چې هغه  په ډله كې ترټولو ښه وي دښه چلند خاوند وي قوانينو اومقرراتو وفاداروي ترڅو نور دهغه داطاعت څخه سرغړونه ونه كړي پرته له هغې به له ده څخه هر اړخيز اطاعت ونه شي  هغه بايد په خپل كاري ګروپ كې ديوه سمبول بڼه ولري تر څو نور ده په كتو له تخطيوڅخه ډډه وكړي.

۲:پر هدف پوهيدنه:
ديوه اداره چي دوهم شرط دادى هغه بايد دخپلې ادارې يا مؤسسې دفلسفې او موخې په مينځ راتلو پوه او خبروي،برسيره په دې په خپلې دندې او مسؤليتونوهم پوه وي. په اصل كې موخه په كار پوهيدل او هدف لرل دي چې يو انسان دې ته اړباسي چې په يو كار او فعا ليت كې ټينګار وكړي،  پر هدف پوهيدو برسيره په  كار كې يوه اندازه بلد يت هم اړين دى.

۳: يو اداره چي يا آمر بايد ارواه پوه(روان شناس) اوانسان پيژندونكى وي:
ديوه ښه آمر يا اداره چي بل شرط دادى چې بايد دپوه او ناپوه،ښه اوبد  انسان تر مينځ توپير وكړى ،ترڅو وكړاى شي دهر كار لپاره وړ كس وټاكي اوپه هر كار كې دلايقو كسانو تناسب پام كې وساتي.
دهرچا ټولنيز اواقتصادي ارزښت دهغه په علمي اوفني پوهې پورې تړلى دى،يو  پوه اويو  ناپوه، يو  مسلكي اويو  غيرمسلكي،يو  باخبر اويو  بې خبره ته په يوه سترګه كتل اويو ډول امتيازات وركول په حقيقت كې يو ډول ظلم دى، كه يو آمر غواړي ددې ډول ظلم لامل نه شي اوچارې په ښه توګه ترسره شي بايد انسان پيژندونكى اواروا پوه وي.

۴: دوړاندوينې اولرليد ځواك:
يو اداره چي بايد په ځينو مسايلو پيش بين وي دبيلګې په توګه په يوه اداره كې يو كس نوى مقرروي او هغه ته دندې سپاري،خودافكر بايد ورسره وي كه نوموړى كس كله نه وي دندې به يې څوك ترسره كوي تر څو دكار خلا راميځ ته نه شي ، ورو پر مختګ او يون گټور دى تر هغه ګړندي تګ څخه  چې په لنډ راتلونكي كې له مينځه لاړ شي او يايې پيلې بې ګتې شي،يو اداره چي كله يوه كار هوډ كوي چې ترسره يې كړي بايد دهغه كار په مخكې راتلونكو احتمالي پايلو ته هم ځير او پيش بين وي تر څو ناببره دداسې غنډونو سره مخامخ نه شي چې بيايې دحل لاره ورته ګرانه يا غير اقتصادي وي.
۵: ټينګتيا،ثبات،زغم او له دندې سره مينه:
هر څوك ديوه هدف اوموخې لپاره كار كوي اوهمدغه هدف او موخه ده چې سړى دې ته اړباسي چې خپل كار ترپايه سرته ورسوي،خو داچې كار په څومره مؤثريت سره ترسره كوي دهغه دثبات زغم او دنوموړي دندې سره دهغه دمينې پورې تړاو لري"مسووليت ومنئ؛ چې خلك درته مسووليتونه دروسپاري، ښاد او روغ پاتې شئ. د خپلو كارونو او ژوند لپاره د بدوالي او ښه والي په ګډون مسووليت ومنئ، چې د مشرتابه مقام ته ورسېږئ او له هغو كسانو څخه واوسئ چې نور خلك درباندې ډاډه شي اودا به ستاسو بدله دركړي".دانيلميچامله (معجزهءاعتمادبه نفس) نومي كتاب څخه)
 دهر كار په پيل كې دنوموړي كارسره مينه درلودل دهغه دښه برياليتوب يو لوى شرط دى كه هغه په مادې برخه مو وي اوكه په معنوي برخه كې ، په هركار كې ځينې ستونزې اوخنډونه موجودې وي خو بريالى هغه څوك دى چې دنوموړو ستونزو سره په ډيره حوصلې مندى سره مقابله وكړي او خپل كاري ثبات له لاسه ورنه كړي.
 دنړۍ ټول موجودات د ودې په لور روان دي او خپل هدف ته درسيدو په بهير كې له راز راز خنډونو سره مخ كيږي خو ددوى دبرياليتوب راز په ثبات او مقاومت كې دى، بريا او زغم دوه ملګري دي چې ديوه بل پسې دي،كله كله دانسان په برياليتوب كې يو څوشيبې، دقيقي اويا ورځې ټينګښت او ثبات لاس لري ،بي صبره او بې ثباته انسان ډير كم بريالۍ وي او اكثراً له ناكاميو سره مخامخ وي او ځوروي يې.
۶: تقوا او صداقت:
ددندو په اجرا كې دوړتيااو برياليتوبونو يواساسي عامل تقوا او صداقت دى،ددغه نيك،غوره او عاجزه خوى پايله او نتيجه هر عاقل انسان درك كولاى شي.
۷:  پرځان باور او اعتماد:
ديوې قوي ارادې اوپرځان اونفس اعتماد د يوه بريالي آمر له شرطونو څخه يودى ،  په رښتيا هم ديوه انسان ارزښت دهغه په ارادې كې نغښتى دى چې دهغه دغوښتنې په همت له لاس راځي،ځكه دهر چا قدر اوقيمت دهغه په همت كې دى،قوي اراده لرل دځواكمنو كاردى ، هر څومره چې ستونزې زياتې وي،زياتې انرژۍ اوقوي ارادې ته ضرورت لري، ديوه هوډمن سړي لپاره هيڅ كار ناممكن ندى،بريالي خلك تل پرځان باور  او برياوو ته هيله من دي.
۸- په اداره كې غوڅوالى:
يو آمر بايد فكر وكړي،مطالعه وكړي هڅه وكړي او بالآخره پريكړه او تصميم ونيسي،څوك چې نه شي كولاى پريكړه وكړي هغه دادارې برياليتوب نه شي ليدلاى،په پريكړو كې ډار، دوه زړه والى ،په كارونو كي شك او تردد دهغه آمر خاصه ده چې پرځان باور نه لري، داپه دې معنا نه چې انسان دپه كارونو كې بيړه وكړي اوژر دپريكړې وكړي ځكه عاجلې، پريكړې عاجلې پښيمانۍ لري او پښيمانى خپله ناكامي ده.

۹- نظم،انظباط اوپاملرنه:
ښكاره خبره ده چې دنظم مراعات او هغه لاملونه چې نظم حاكموي، په ټوليزو چارو ګې ضرور دى او ټولنيز كارونه پرته له نظم او دسپلين څخه ګډوډ دي.
نوكه ديوې ادارې آمر غواړي چې دادارې منسوبين نظم او دسپلين مراعات كړي نو ښايې چې تر هرچا مخكې خپله نظم او دسپلين مراعات كړي،په خپلو ژمنو او وعدو ټينګ ولاړ وي،تر څو نور ده ته په كتو نظم او دسپلين ته احترام قايل شي.

ديوه اداره چي ځواكونه او توانمندۍ
ديوې مؤسسې اداره كه ملكي وي كه روزنيزه او كه نظامي وي يوګټور او ارزښمن كاردى ، ځكه نو ځانګړيو  ځواكونو او توانمنديو ته اړتيا لري.دادارې پوهانو داداره چيانو لپاره بيلا بيل معيارونه ټاكلي دي،اودا د اداره چيانو دځانګړتياوو مجموعه دهغه دبرياليتوب لپاره شرط بولي.
ياده دې وي چې دغه ځانګړتياوې لومړى داچې:نسبي دي مطلق حالت نلري،خبره داده كه يو سړي ناروغ وي ،خوله ناروغي سره سره هم وګړاي شي چې د اداري كارونه په ښه وجه سر ته ورسوي،نو كه د اداري د آمر د نورو څانګړنو سره اضافه شي د اداري په كارونوكي لا ښه والي منڅ ته راځي .
دوهم دا چې دغه لاملونه بايد په خپلواكه توګه او جلا په نظر كي ونه نيول شي،دبيلګې په توګه كه ديو امر ځانګړتيا دهغه دپوهې درلودل وي، نو بيد يوازې دهغه دهغه پوهغ دهغه په ادتري چارو كې دبرياليتوب لامل ونه بولو،دداسې كسانو بيلګې شته چې دډيرې پوهې خاوندان دي خو دبرياليو آړانو څخه ندي.
نو له دې څرګنديږي چې هرڅومره ددې نسبي ځانګړنو شمير زيات شي هغومره دادارې برياليتوب هم زيات وي.
داداره چي ځانګړنې او توانمندى دښه پوهاوي په خاطر  په دوه ډلو ويشل شوې دي،عمومي توانمندى او دپختابه يا بلوغ توانمندى.
۱- عمومي توانمندۍ: دعمومي ځانګړنو اوتوانمنديو څخه موخه له هغو موانمنديو څخه دى چې هر عادې وګړۍ يې بايد دخپلو معمولي ژوندانه دپايښت لپاره له نسبي نيكمرغۍ سره يوځاى ولري، يو آمر هم پرته له دې توانمنديو څخه بريالى آمر ندى ،چې شننه په لاندې ډول ده.

الف -جسمي روغتيا:
ويل كيږي چې سليم عقل دسالم انسان په بدن كې دى،اودجسمي توازن هرډول خرابوالى دآمرينو دكارونو دښه اجرا په مخكې خنډ ګرځي.كه څه هم ديوه آمر مينه اوروحيه دستوماتۍ په وجه كميږي، خو بيا هم ښه روغتيا ولري، ځواكمن او قوي وي، بې له شكه تر هغه چا چې رنځور وي او جسمي روغتيا ونه لري دكارونو دحل له لاره كې زيات مقاومت كولاى شي .

ب- روحي روغتيا:
دانسان دپاره په ژوندانه كي روحي روغتيادخداي تعالي (ج)له سترونعمتونوڅخه ده. دې ځانګړنې ته پاملرنه كول ډيروكړي اوهغوي ته لارښوونې وكړي،بايدپه لومړۍ درچې سره صحتمند اوآرام اعصاب ولري.
دډيروپوهانو له نظره په اداروكې روحي روغتياترجسمي سلامتيا هم ډيره مهمه ده. كوم كسان چې روحي سلامتيا نه لري،نه يوازې ژوند پرځان ،بلكي پرنوروهم تنګ اوتريخوي اودناآرامي ،خواشيني ،ستوماني ،كارته ډډه نه لګيدل ،اوپرنورودناوړه چلندلامل ګرځي.
متاسفانه چې دروحي سلامتيادنشتوالي له كبله ناوړه چلنددچاپيريال درامنځته كيدواوترلاس لاندې كسانودزړه بداوي اودګډوډيولامل ګرځي.
ناآرامي، خواشيني ،ستوماني اوزياته پريشاني اوناوړه چلند،كيداي شي ديوآمراواراره چې دروحي سلامتيادنه لرلونښه وي.ديوې اداري رئيس اوآمركولاي شي په خپل غير عاري تګ سره دنورولاس لاندې كسانوسم تګ هم په غيرعادي چلندواړه وي.
كوم آمرچې خپلورواني عقدو،دحقارت اخساس يادځان خوښونې حس اوپرنورودنه اعتماد،اوهرشي ته دبدبينۍ په نسبت،دوګړي دشخصيت دويجاړيدوسبب اودهغوي د ودې اوپرمختګ مخه نيسي ،نونه شي كيدي ،چې يوبريالى اوموءفق آمريااداره چي واوسيږي.
فرض كړٍٍٍي چې يوآمرپه خپل كورني ژوندكي اه ډيروستونزواوخنډونوسره مخامخ شوي،اودغه شيان په هغه كې دحقارت داحساس لامل شوي دي.
كه دغه سړى دروحي سلامتنا دنه لرلوپه وجه په قهر اوغويې سره ادارې په ننوزي كيداي شي چې دخپلومرستيالانوسره دمخامخ كيدوپه صورت كي هغوي تر پټكي لاندې ونيسې،مرستيالانويې بيا همدغه رويه دصورت هغوي ترپټكې لاندي ونيسې،مرستيالان يې بياهمدغه رويه دلاس لاندي كسانوسره وكړي اولاس لاندې كسان په ترتيب سېه له ملازمينواواجيرانوسره همدغسې رويه وړي،نوپه پاي وروستى ملازم به دخپلي ناآرامۍ درفع لپاره څوك ونه مومي اوزړه ډك به كورته لاړشي،نوپه كر كې له خپلې كډي(ميرمني)اواولادونوسره خوشې په خوشې خبره واړوي ،ددغې ناراحتۍ دزنځيروروستۍ كړۍ دكورنۍ اولاددي چې پرته له كوم دليله يې دمور كه خوا څپيړه خوړلې ده.نوچې نه شي كولاي درفع لپاره دكورونوپه لوښو كودواوياهم مكن پر هغه څاروي ياحيوان مثال ديوې موسس په افرادوكي اه يوه نه بل ته همداسي انتقال كي.
كه يوآمر چې بايدناآرامي اوګډوډي اه مينځه نوسي اودهغوي دپراخيدومخه ونيسي  خوكه پخپله په روحي ناروغي اوناآرامي اخته وي.نودخپلې ادارې اوموسسې آرامه اوسوكاله فضاله مينځه وړي اودډيروسختوستونزواومشكلاتولامل ګرځي ،چې بيايې علاج ناممكن وي.نوپه همدغه دليل بايددمسسواواداروآمرين دټولنې ډيرپوه اوصختمند كسان وي .هغه آمركولاي شي چېدرواني سلامتيااصول مراعت كړي چې پخپله پهرواني ناروغيواخته نه وي.درواي ناروغيواصول موږداراښيي چې آمربانددټولني دغړولپاره آرام اومناسب چاپيريال ايجادكړي .
مناسب چاپيرياال عبارت دى دافرادوشخصيت ته درناوي،اود هغوي سره مينه لرل،كارونوته دهغوي هڅول ،دقهراوغوسې پرځاي له هغوي سره نرم چلندكول اوهمدارنګه پرهغوي باورلرل دي.په دغه حالت كي آمر دزور څخه دكاراخيستلودهغوي دويرولواويادهغوي تحقيرولوپرځاي بايدهغوي ته دزيات ارزښت قايليدوله چلندسره دهغوي استعدادونوته وده وركولاي شي .اودهغوي اه استعدادونوڅخه هم په مثبته توګه ګټه ترلاسه كولاي سي.درواني سالمتيا په هكله يوپوه وايي:
كوم رئيس ياكارفرما چې پردغواصواوعقيده لري،هڅه به كوي ترڅوچې وپوهيږي، چې وپوهيږي ،چې ولې كاركوونكي اوكارګران،هغسې چې لازم دي دنده پرمخ نه بيايي.اودنيمګړتياوودليري كولولپاره هڅه نه كوي.آمرياريس به دروحي سالمتياد قوانينوپه پام كي لرلو سره دغې نپيچې ته ورسيږي ،چې په زوركلى نه كيږي .اوپه ظلم اوجبرسره نشي كولاي په خپلوكسانوكي مناسبه روحيه پيداكړي .بلكي ساپوهني دسمولاروچاروڅخه په كاراخيستني سره كولاي شي چى دهغوي همكارى په لاس راوړي اوڅرنګه چې دناامني احساس اودحقارت حس دروحي ګډوډيواساس دى،نوپه نتيجه كې ويلاي شوچې هره تجربه چې دامن احساس
اوځان ته درناوى تقويه كوي،نوپه شخص كې به دجوړښت دپرمختګ لامل ګرځي. ځكه نودچارومسئولين بايددې ټكي ته پاملرنه ولري،چى ترڅونوي آمرمقرريږي اوپه كارګومارل كيږي روخي تشويش بايدونه لريدهغوي دسلوك مطالعه اودكار سوابق دهغوى داستخدام په وخت كى لازم دي.كه هغه آمرين چې اوس اوس ديوي اداري ياموئسسې په اراس كې دې،اوله رواني اوروحي نظره ګډوډي لري، پرته له كوم ډارياشرم نه بايددساپوهنې متخصصينو،لكه روحيات پيژندونكي رواني طبيبانواورواني درمل ګروته مراجعه وكړي اوله هغوي څخه درواني ناروغيو اورواني تداوۍ په برخه كې ګټه ترلاسه كړي.

ج-عاطفي سلامتيا:
عاطفي سلامتياله روحي سلامتياسره ټينګي اړيكي لري،عاطفه په حقيقت كې دژوندانه او چارچلند كيفي خوا مينځ ته راوړي،چې دا دانسانانو په برياليتوب او نه برياليتوب كې لوى لاس لري،عواطف له منلو،عكس العمل، مينې،انګيزې،قهر،غوسې،ويرې،ډار.هيله ناهيلي،غم،خپګان،خوښۍ اومينې څخه عبارت دي.عاطفه دژوند له مالكې سره تشبيه كولاى شو،دښه چاچلن مالګه عاطفه ده،ديوه اداره چي له كار سره عاطفه نږدې اړيكې لري،ډيرې مقررى او منفكى،ژر په غوسه كيدل او دكنټرول له لاسه وركول دحالت ژر بدليدل،تاوتريخوالى،بې ځايه ښادى،ناهيلى او دښمنى دآمريت له بلاووڅخه شميرل كيږي چې داټول دعاطفې له لارې تر سره كيږي،هغه آمر چې په خپل لږ برياليتوب ډير خوښ او دلږې ناكامۍ اوسختى په وجه ډير خواشينى كيږي دروحي عاطفې له برابروالي څخه بې برخې دى،آمر دعاطفې له نظره بايد متعادل انسان وي،هغه آمر چې ډير زړه سواندى اوبلاپسې وي دنورو دخپګان دليدو توان ونه لري داډول آمرين هم بريالي نه دي،اوبرعكس سخت زړي،نامهرباني او انتقام اخيستل هم په يوه اداره كې دودې ،انسانيت،خيرخواهى او همكارى زمينې له مينځه وړي،يوآمر په يوه اداره كې بايد نه دومره خوږوي چې خلك يې وخوري اونه دومره تريخ وي چې خلك ترې كركه وكړي.

۴: دعقل سلامتيا:
عقل دفكر،سوچ چاره لټول،دتشخيص قوه اوادراك په معناوو كارول شوى دى،عقل دانسان دلارې مشال اولارښود دى،آمر بايد دعقل،فكر اوادراك څښتن وي،ديوه اداره چي مهمه دنده په ګڼو مواردو تصميم نيونه اودهغه راتلونكى لرليد دى، خو دغه دندې لازمې عاطفي،فكري اوعقلي سلامتيااو په ځينې مواردو كې ژور تفكر او تعقل ته اړتيا لري.
منطقي تفكر دآمريت دكار بنياد دى،دغه كاردومره مهم دى چې حتى ځينۍ كسان اداره او آمريت دتفكر او منطقي فعاليتونو څخه مركب بولي.  آمر بايددمنطقي تفكر له پيژندنې څخه بيا دپيښو دپيژندلو اودستونزو اوراپيدا شويوپيښو ددحل ترلاروچارو پورې وړاندې لاړ شي،دعقل سلامتيا اودادراك اوتفكر قدرت ديوې ادارې دستونزو او پيښو دهوارۍ له پاره ديوه اداره چي لپاره دمهمو توانمنديو څخه ګڼل كيږي.

۲-علمي ځواكونه او توانمندي
دادارې دعلم كارپوهان ديوه اداره چي لپاره څلور ډوله پوهاوى اړين بولي چې بايد ترلاسه يې كړي ترڅو دهغو په رڼا كې دخپل كار په اړه ټولنيز،انساني،ډله ايز او روز نيز موضوعات او پيښې درك او دهغو دحل لارې چارې ولټوي.

الف- عمومي پوهه:
دآمرينو دعمومي پوهې لرلو څخه موخه دعمومي مسايلو او پيښو درك لپاره لازم معلومات او كلي پوهه لرل دي،په دغه مفهوم كې آمر بايد يو سواد لرونكى انسان وي،چاچې كلونه كلونه درس ويلى،تحصيل يې كړى او مطالعه يې كړېده،مخامخ فكري توان يې وده كړې ده او پوهه يې لاس ته راوړې ده ، كوم شيان چې دهغه په شاوخوا كې واقع دي،پيژني يې، كولاى شي فردي مسلي،ټولنيز ژوند او پر هغو باندې مؤثر عوامل،دچاپيريال دپيښو په اړه شيان، تجزيه، تحليل او درك كړي. اوپه پاى كې كولاى شي دهغوى لپاره دحل لارې چارې هم ولټوي.

ب-تخصصي يا(فني) پوهه
تخصصي يا فني پوهه هغې پوهې ته ويل كيږي چې يو كس يوې ځانګړې رشتې  اويا ځانګړي كار باندې پوه او توانمند وي.
متخصص هغه څوك دى چې دخپل مسلك په ماهيت پوه او بلد وي او وكولاى شي هغه عوامل چې دهغه دلاښه سرته رسيدو دپاره مؤثر واقع شي، وپيژني.
تخصصي پوهه په ښوونيزو مؤسسو كې په دوو برخو ويشل كيږي
ج-اداري پوهه
داداري پوهې څخه مقصد داداري مقرراتو او موازينو او داړوندې ادارې په اړه دمعلوماتو درلودل دي، چې دهمدغو معلوماتو څخه دګټې اخيستنې په صورت كې ديوې مؤسسې آمر كولاى شي غوڅ تصميم ونيسي او په ځاى پريكړې وكړي.
په اغلب ګومان سره ليدل كيږي چې دلوايحو مقررو او مصوباتو څخه دآمرينو بې خبرتيا ددې لامل ګرځي چې غلط امرونه او فرمانونه صادر كړي او دا په پاى كې دكاركوونكو په آمر دنه اعتماد او ګډوډۍ لارې چارې برابروي.

د-اروا پوهنه يا(روان شناسي)
په اوسنۍ زمانه كې ټولو كارپوهانو ته روښانه شويده، چې دادارې علم دروان شناسۍ سره بنيادي او ټينګې اړيكې لري.نو همداغه لامل دى چې دسترو صنايعو  اومؤسسو خاوندان دادارې دفنونو دلاښه تدوين او زياتې ګټې اخيستنې په منظور دروانشناسۍ دپوهانو له پوهې څخه مرستې تر لاسه كړي دي.نو څركنده ده چې دادارې په ډګر كې، كه توليدي وي كه ،ښونيز،يو لړ انساني لاملونه شته،نه شو کولى دهغوى له پاملرنې پرته دادارې فضا صفا كړو،نو ديوې اداره چي لپاره چې يو وخت خپل كارمندان رټي او بل وخت يې تشويقوي،ښايې چې دروانشناسۍ دعلم دلارو چارو څخه په ګټه اخيستنې دخپلو كاركوونكو دكړو وړو په اړه سم قضاوت وكړي او يوښه تصميم ونيسي.

ديوه اداره چي مهارتونه (Skills)
دادارې دعلم ډيرو كارپوهانو ،اداره چيا ن ددرى ډولو مهارتونو په درلودلو اړ بللي دي،دغه مهارتونه يې په فني يا (Technical) انساني يا (Human) ادراكي يا   ( Conceptual) او دطرحې يا (Design)  مهارتونو ويشلي دي.دمهارت څخه مرام په اوښتونكو او متغيرو شرايطو كې دشخص دپوهې او تجربې دګټورې كړنې له توانمندۍ څخه عبارت دى.
۱- فني يا (Technical) مهارتونه :
دفني مهارتونو څخه موخه، دهغو ځانكړو دندو په ترسره كولو كې دپوهې او توانایى درلودل دي،چې په ترسره كولو كې يې د فنونو او وسايلو كارونه اړينه وي، فني مهارتونه دتحصيل،تجربې او كار په واسطه لاس ته راځي،فني مهارتونه چې ديوه كار او فعاليت له توانايى څخه په سمو تاكتيكونو كې سرته رسول دي،په زياته كچې عملي بڼه لري او په عيني توګه دكار په ساحه كې تر اجرا لاندې نيول كيږي.
كه څه هم فني مهارتونه نن ورځ په لوړه كچې مديريت يا (Top management) كې ډير داستعمال وړ ندي، خو بيا هم  په ټيټه كچې مديريت  يا (Supervising) كې اړين او مهم دي.ديوې ادارې آمر بايد دادارې په فني چاروكې ،په خاصه توګه دفني ادارې په جارو كې دپوره مهارت خاوند وي.دغه ډول چارې عبارت دي له هغو ځانګړو لارو چارو اورويو څخه چې اجرا كول يې پوره معلوماتو ته اړتيا لري،چې عموما دفن يا فنونو په نامه ياديږي،ديوې ادارې فني چارې دهغو لارو چارو په پرتله ګرانې دي چې خپل فعاليتونه خواره واره په بيلا بيلو ډولونو یى  سرته رسوي.ښكاره خبره ده دهرشي دسامان آلاتو استعمال يوځانله مهارت غواړي،يو آمر فني مهارت ونه لري،نو دخپلو سامان آلاتو داستعماال دلارو چارو په ترڅ كې، په پر نورو كسانو متكي وي،چې په دغه صورت ورو ورو ددغې ادارې داختيار كچې دده لاسه وځي، ځكه كوم كسان چې دفني مهارتونو څخه برخمن وي، دخپلو اړوندو كړنو په بدل كې ورو ورو ددادارې كنټرول په لاس كې اخلي او څنګه چې دغه كسان په عمومي ډول سره دكاكونكو مركزي كړۍ تشكيلوي،نو داداري داصلي موخو په مقابل كې خنډ كيداى شي.

۲- دبشري اړيكو مهارتونه:
په ځغرده ويلاى شو جي ديوه اداره چي دمهمو مهارتونو څخه يوهم دبشري اړيكو مهارت دى.په دې معنا چې دانساني ډلو ټپلو تر منځ دكار لپاره دګډون دلارو چارو لټول او ديوه مساعد چاپيريال ايجادول دي.دځينو كارپوهانو له نظره اداره فقط دهمدغه مهارت په درلودلو سره خلاصه كيداى شي، ځكه په عمومي صورت سره زياتې موخې دانساني ډلو ټپلو دكډول دراجلبولو غوښتونكې دي. اوكه آمر ونه شي كړاى چې دكاركوونكو تر مينځ سمې انساني اړيكې ټينګې كړي،نو دخپل نقش په سرته رسولو كې به بريالى نه وي.
انساني اړيكې چې له نورو سره دمرستې دراجلبولو دمهارت پر مسلې باندې راڅرخي،او دآمر او نورو كاركوونكو تر منځ په اړيكو غږيږي،منظور يې دهغه قدرت اوتوانايې لرل دي چې ديو سالم چاپيريال درامنځ ته كولو او ديوبل سره  دهمكارى او كارونو دسرته رسولو دفعال غړي په توګه دسم فعاليت كولو او دكاركوونكو تر منځ دسم چلن كولو روحيه پيدا كول دي، چې دغه مهارت،يعنې دخلكو سره دكاركولو، دشيانو او څيزونو سره دكار كولو په مقابل كې،دانساني مهارتونو درلودل يې مستلزم دي، چې يو سړى تر هرڅه لومړى بايد ځان وپيژني،خپلې قوي او ضعيفې نقطې ورته معلومې وي.خپل فكر اوعقيدې باندې وپوهيږي،په خپل نفس اعتماد ولري،پر نورو اعتماد ولري،دهغوى عقايدو ارزښتونو ته احترام ولري، هغوى وپيژني، پرنورو باندې دخپلو خبرو په تاثير وپوهيږي،او وكولاى شي دنورو دهمكارۍ دراجلبولوله پاره دمنلو وړ يو ډاډمن چاپيريا ل رامنځ ته كړي.
ځكه چې آمرين مجبور دي چې د خپلو لاس لاندې كسانو او همكا رانو سره ښې اړيكي ولري . او هم وكولاي شي چې له نورو سره متنا سبي او ښي اړيكې ولري ، نو دكار په چاپير يال كې دبل دپيژندلو، ديوزړه توب احساس او ديو بل درضايت سبب ګرزي.
دانسا ني اړيكوله مهارت څخه مقصد له خلكو سره دكا ر كولو او دهغو په وا سطه دكار د پا ي ته د رسولو د توان او قدرت دي. په دغه ډول مهارت سره آمرين كولاي شي، د كا ر كونكو ، انګيزې ومو مي او دهغو ى  د غوښتنو  او اړ تيا وو څخه دادارې په لار ښوونه كې كار وا خلي. او كوم آمرين چې ددغه مهارت لرونكي دي، كولاي شي په خپله اداره كې آرامه فضا، تود چا پيريا ل ، صميميت، زړه خوشحا لوونكې او آرامه فضا  رامنځ ته كړي.
       له ښې رويې څخه په بشري اړيكو كې ښه ګټه پورته كړي.
       كار كوونكو ته درنا وى وكړي، د  هغوي شخصيت ته په درنه ستر ګه وګوري.
       د هغوى نظريو ، وړا نديزونو او عقيدو ته  ارزښت  ور كړي او د هغوى د نظر يو  څرګند ولو ته ا هميت وركړي.
       هر يوه غړي ته وخت وركړي چې په غونډو كې خپلې نظر يې  څرګند ې كړي، د كا ر كوونكو ستونزې په ځير سره واوري، او خپل احسا س هغو ى ته ښكا ره كړي،
        متواضع، احسا سا تي او صادق وي او د كا ر كوونكو تر منځ د ر ضا يت د روحې په پيا وړتيا  كې هڅه او هاند وكړي.
       مؤ سسې په دننه كې د امنيت  د ټينګښت او په  دنده كې دثبات په راوړلو كې كوښښ وكړی.
       د هر كاركوونكي غوره ګټور فعا ليتونه او كا رونه تر تشويق او تر غيب لاندې و نيسي.
·          د مؤ سسې هر يو كا ر كوونكي ته پا ملرنه ولري او له تبعيض څخه ډډه وكړي.
·          د ادا رې د فعا ليتونو په بهير اودانساني اړيكوپه اړه له عدل اوانصاف څخه كارواخلي.
·          دبې شمېروبخششيوڅخه لكه:
·         دادارې دكمې پرمختګ په اړه مادي اونقدي بخششيوته لازمه پاملرنه ولري البته دكارونكوداړتياووپه اندازه.
·         دكاركونكوترمنځ يودبل سره دهمكارۍ اوګډې هڅې روحيه پيداكړي.
·         دكاركوونكو په غم اوښادۍ كى ځان شريك وبولي.
·         له ښوپه زړه پورې اوګټورومشوروڅخه ګټه واخلي اودځان اوادارې دغړونږدېوالي راولي .
·         دكاركونكوضعيفې نكتې په يوه غونډه كې مطرح كړي اوپه ځانګړې توګه يې ترڅيړنې لاندي ونيسي .
·         دهريوه كاركونكى په روحياتووپوهيږي اوله ټولنيزې روانشناسۍ څخه ګټه واخلي.

۳-دپيژندلواوپوهيدلومهارت: (Conceptual skill)
له دغه مهارت څخه مقصدديوه اداره چي داړوندې موسسې دستونزو اوپيښود پيژندلو توانايې او قدرت دى. هغه اداره چيان چې دغه قدرت لري كولاى شي مؤسسې ته ورپيښې مسلې تحليل وكړى او دهغوى دحل په لاره كې ځينې طرحې وړاندې كړي.
ديوې ادارې آمر يا مسؤل بايد وكولاى شي چې خپلې موسسې ته دورپيـښې شوې ستونزې په اړه انځور په خپل ذهن كې په ځير سره مجسم كړي،تر څو يوه ګټوره پريكړه وكړي، او ذهني وكړاي شي ذهني پيښې او مسلې تجزيه او تحليل كړي او له هغې څخه په مجموعي ډول، حتى دپيښې له پيښيدو څخه مخكې هم خبر وي.
يو اداره چي بايد دادارې په ټولو تيوريو وپوهيږي، لكه په سلو كې پوهنو تيوري،دتصميم نيونې تيوري،اونورې دادارې اړوند تيوري ګانې كه هغه پخوانۍ دي كه نوې.
داچې ديوې ادارې ټولې اوكړنې يوله بله سره تړلې دي اوهره يوه برخه بله برخه تر خپل تاثير لاندې راولي،ددوى پيژندل او تشخيص كول ،ددوى په اجزاوو پوهيدل،يوآمر پردې باندې قادروي چې يوداسې ډول تصميم ونيسي او بيا اقدام پكې وكړي چې دمؤسسې اودمؤسسې دكاركوونكو درضايت لامل وګرځي، نوددې له پاره چې دمؤسسو آمرين وكولاى شي دخپلې ادارې چاپيريال وپيژني او د بيلا بيلو عواملو تر منځ اړيكې درك كړي، دخپلې ادارې لومړنۍ اړتياوې تشخيص كړي، ګتور تصميم ونيسي اوپه خپلو اقداماتو كې ښې نتيچې لاس ته راوړي، نوښايې چې دپيژندلو اوپوهيدلو له مهارت څخه په زياته كچې برخمن وي.

ديوه اداره چي دوړتيا معيارونه
دلايقو او ښوآمرينو دغوره كولو لپاره ځينې نور معيارونه هم شته ، چې په تفصيل يې لاندې راځي، خو ترهغې مخكې درى پوښتنې دي چې بايد ځواب يې كړو.
آيا ديوه آمر په غوره والي كې تخصص معيار دى؟
يا: هريو چې دزياتې ګټې په ترلاسه كولو كې دډير مهارت خاوند وي؟
اويا ديوې ادارې دوړتيا معيار يوازې او يوازې قانون ته تسليميدل دي؟
اوياخو يولايق آمر هغه دى چې وكولى شي دخپلو ټولو همكارانو رضايت په لاس راوړي؟
دادارې دعلم پوهانو دآمرينو دغوره والي په اړه ځينې نظريې دټولو دمنلو وړ دي،دغه معيارونه په لاندې ډول دي.

۱-پوهه اومعلومات:
په يوه ښه اداره كې ديوې مؤسسې مسؤليت هغه چاته سپارل كيږي، چې دنوموړې ادارې اوتشكيلاتو په برخه كې پوهه اولازم معلومات ولري، په دې وپوهيږي چې كله  كله يوه مؤسسه يايواداري واحد فني او مسلكي معلوماتو ته اړتيا لري ، اوپه ځينو ادارو كې هم فني او هم ټولنيزو اوسياسي معلوماتو ته اړتيا  ليدله كيږي،چې په ټولو صورتو كې دادارې آمر بايد له همدغو معلوماتو څخه برخمن وي چې نن دغه ډول پوهې ته (تخصص) ويل كيږي.
په يوه سالمه اداره كې دا اصل منل شوى چې كار بايد كارپوه ته وسپارل شي، اودادارې دعلم پوهان په دې باندې ټينګار كوي چې دټولنو دبيلا بيلو برخو اداري چارې بايد هغه چاته وسپارل شي چې دهغه كار په اړه معلومات ولري، يا په اصطلاح مسلكي  اوفني وي.

۲- كفايت يا اهليت:
نه شو كولى چې ديوې ادارې ټول مسؤليت هر متخصص سړي ته وسپارو ، ځكه چې په يوه اداره كې تخصص لازمي شرط دى، ولې كافي ندى، بلكه يو آمر يايواداره چي نورو شرطونو ته هم اړتيا لري اوهغه پرادارې كې دلياقت،كفايت شرط دى. يا خو اهليت په دې معنې چې دهغې دندې سره چې يو اداره چي يې ترسره كوي موافق وي، كيداى شي يو منيجر ښه متخصص وي خو په هغه دنده كې چې دى يې ترسره كوي پوهه ونه لري پوهه اوتخصص يې په بله رشته اوبرخه كې وي، نو له دې امله دى په دې رشته او برخه كې بې كفايته دى، په دې مانا چې نه شي كولاي دا دنده سمه پرمخ بوځي ،  نو په زغرده ويلاى شو چې كفايت او اهليت د منيجرانو دوړتياوو يو مهم معيار دى اوبايد په پام كې ونيول شي.

۳- غوڅوالۍ:
ديوه اداره چي دښو اوصافو څخه يو هم غوڅوالۍ او قاطعيت دى . اداره چي ددغې ځانګړنې په درلودلو، لكه ديو تيره تيغ په شان غوڅول كوي،دادارې كاروان زرترزره مقصود ته رسوي. څنګه چې دقاطعيت له كلمې څخه معلوميږي چې قطع،يعنې غوڅول او جلا كول معنا لري.اومتضاد كلمه يې وصل نوميږي. ددغه كلمې ټاكل ددې لپاره دي چې قاطع كسان ستونزې له مينځه وړي او ليارې نه هرډول خنډونه ايسته كوي اولاره پرمختګ ته هواروي.قاطعيت په دې معنې نه چې عاجله او پټې سترګې  پريكړه وكړي ، بلكه قاطعيت په دې معنې چې په پريكړو كې زړه نازړه توب اوډار داداري چارو دناكامۍ او زياد ځنډ سبب ګرځي، اداره چي بايد بالاخره پايلې ته ورسيږي  چې اصلا قاطعيت هم دټولو لازمو هڅو په نتيجه كې په جديت او زړورتيا سره تصميم نيول اودقانون په چوكاټ كې يو كار سرته رسول دي.
ناقاطع اداره چيان تل يوګام مخته ځي اويوګام شاته ږدي،اوله خپل ضعيف تصميم سره دومره لوبې كوي چې دلارې په نيمايې كې له ماتې سره مخامخ كيږي. زړه نازړه توب دحق څخه ددفاع اودعدالت داجرا په لارو چارو كې هيڅكله انسان پر مختګ ته نه پريږدي.

۴- دپراخې سينې لرل:
يوبل ښه صفت چې دښو اداره چيالو دښه توب معيار بلل كيږي هغه دپراخې سينې لرل دي.
هغه څوك كولاى شي  يوه ډله، يوسازمان اويوه ټولنه اداره كړي چې فكري اوروحي ظرفيت ، اودادارې لپاره پراخه سينه ولري. دپراخې سينې اداره چي لاندې اوصاف لري.
الف: دمقام په ترلاسه كولو كې ځان نه وركوي
ب: دستونزو دراپيښيدو په وخت دهغو دګاللو توان لري.
ج- حق ته تسليم او باطل سره مقابله كوي.

۵- فصاحت :
خبره يوه داسې وسيله ده چې داداره چي اودهغه دلاس لاندې كسانو تر منځ داړيكې سبب ګرځي. يو اداره چي چې څومره فصيح وي همدومره به يې موخې او دهغو دحل لارې خپل ټيم ته روښانه كړې وي.
يووخت دلندن يوې ورځپاڼې ليكلي وو(دپرمختګ لپاره خوږه او فصيحه ژبه لرل حتې دعقل او ستروالي څخه هم دموخې په څرګندولو كې ګټوره ده)
كه دخبرو وسلې څخه كار واخيستل شي، نو دفرهنګي،سياسي،اقتصادي او نظامي چرو دجګړې په ډګر كې معجزه كوي ځكه نو نطاقي يا ويانويې ديوه اداره چي له مهمو لوازمو څخه ده.

۶- توان او انرژي:
آمريت يو دروند بار دى، چې دآمر په اوږو ايښودل كيږي، نو بايد داتوان ولري چې دغه دروند بار له كږليچونو  اوپيچومو څخه دمقصود منزل ته ورسوي، او دى له پښو ونه غورځوي.

۷- دقانون اجرا:
 ديوه اداره چي له ښوصفتونوڅخه يوصفت هم دقانون په مقابل کې دتسليم لرلوروحيه ده ،ځكه كوم آمرين چې له قانون څخه دسرغړولومخه نشي نيولاى هغه هيڅكله نشي كولاي ديوې موسسې دادارې له پاره ګټورواقع شي .هغه دخپل دمسؤليت په چوكاټ كې بايد يوازې دقانون داجرا دپاره فكروكړي اوحسبي اونسبي ورانوونكي غرضونه دقانون پراصولوتحميل نه كړي.كه پخپله نوآمرچې دقانون ساتونكى دي قانون مات كړي ،نوبياله نورونه څه ګيله ؟اوآيا دآمرقانون ماتول به دهغه ددفترنوروهمكارانوته ونه غځيږي.

۸-زړورتيا:
يوآمربايدزړوراودحق څخه دفاع كوونكى وي.كه آمرنومحافظه كاراوډارن وي،دپېښوله سم تشخيص سره سره،دځينوفشارونوياملاحظاتوپه لرلوحق پټ كړي اوناحق ته حق ووايې ،نوبالاخره به دښوكسانودناراضايتۍ سبب،اودناوړوكسانو زړورتياسبب وګرځي.
زړورتيايعنى له حق څخه دفاع اودحق ويلوخواپه ميلان .زړورهغه دى چې،څه چې حقيقت ولري ،ووايې اوويې كړي اوله حق څخه ددفاع په لاروكې له هيچانه ونه ډاريږي.برسيره پدې،زړورتيا،يعنې دټولوهغوخطرونواودكاردپايلومنل دي چې دنو  كاردپاي ته رسيدلوڅخه  مينځ ته راځي .په عمومي توګه هرپروګرام ممكن ډيرخطرات ولري ،كيداي شي ترپوښتيې لاندې واقع شي .هركله چې ديوآمرله لاس لاندې كسانوڅخه يوكس ديوداسې ناوړه عمل مرتكب شي چې پرنوروكاركوونكوناوړه تاثيروغورځوي ،نوښايې چې نولازم تصميم ونيسې اوكه چېرته له كومومخالفتونوسره مخامخ شو،نوپه كلكه دفاع وكړي ،ترټولومهم داچې ،كه كوم وخت په كومه اداره كې ځينې ستونزې اوپيښې رامنځ ته شي ،چې دآمرپه زړورتيااوجراءت پوري اړه لري.

۹-بينايي(بصيرت):
بينا آمر سربيره په دې چې په خپله ستونزوته په بينايى ګوري، خپلو كاركوونكو ته ښيي چې له چارو او پيښو سره څه ډول بينايي ولري.
بينا هغه څوك دى چې ګوري، کار كوي، تصميم نيسي، بينايي دلته دستركو دليدو په مانا نه ده، بلكه زياتره دهوښ او عقل له سترګو سره تړاو لري نودا بينايي دعقل سترګو ته وايې چې څومره بصيرت لري.

۱۰- سياسي بينايې:
سياست لغتاً تدبير،فكر،مشورې او ليرې فكر كولو ته وايي، چې داډول اوصاف ديوه اداره چي لپاره ډير اړين دي، داپه دې مانا چې سياست او اداره يو ډول اړيكې سره لري.

۱۱- صبر اوزغم :
يو له هغه غوره صفتونو څخه چې يو آمر يې بايد ولري، صبر اوزغم دى ، كه ښه ورته ځير شو ټول هغه صفات چې يو اداره چي ته اړين دي دهغې لاسته راوړل او عملي كول صبراوزغم ته اړتيا لري، نوله دې امله ويلاى شو چې دصبر صفت دنورو اوصافو زيربنا او بنسټ دى.

۱۲- اراده، جديت اوشله ګي(پشت كار):
اراده يعنې هغه غوښتنه چې له پابندۍ سره يوځاۍ وي، اوله ځانه سره داسې تعهد چې ددې غوښتنې په ترلاسه كولو كې به هيڅ شك اوترديد نه كوم او تر وسه به يې په لاس ته راوړلو كې يم، دكار پسې شله كيدل په دې معنې دامكان ترحده دمشكلاتو سره مبارزه او هدف ته رسيدل.

۱۳- دتصميم نيولو او دمسلې دهواري توان:
هر آمر اواداره چي هره ورځ له يوې ستونزې سره مخامخ كيږي، چې بايد دهغوى په اړه يو تصميم ونيسي اودحل لاره ورته دامكان تر حده ومومي. 
هيله او اميد:
دا هغه خوى دى چې يو آمرپه خپلو دندو كې توانمند كوي،دموخو ترلاسه كول خپله هيله من پاتې كيدل اونورهيله من كول دي.
ديوه اداره چي اخلاق
 دبشر په مادي او معنوي ژوندانه كې اخلاق او اخلاقي ښې ګڼې له خورا مهمو او اساسي نيكمرغيو څخه دي.
كوم آمر چې ديوې ادارې مسوليت په غاړه لري، دمادي او انساني امكاناتو په لارښونه او اداره كې ډيرو وړو كارونو او نزاكتونو ته اړ دى،چې داخلاقو څخه سرچېنه اخلي، داداره چي اخلاق دادارې په انسجام، سمون او دهمكارۍ داحساس په رامنځ ته كولو كې لوى لاس لري، چې په عين حال كې داداره چي دشخصيت څرګندوى هم دي، نوبايد هر اداره چي دداډول اخلاقو خاوند وي چې ځينې يې مونږ لاندې تشريح كوو.
۱- ښه چاچلن :
ښه رويه او نيك چارچلن ديو انسان له مهمو او قيمتي پانګو څخه شميرل كيږي، په ژوندانه كې ديوه انسان زياتره ښيګڼې ،برياليتوبونه او ناكامۍ دهغه دښو يا بدو اخلاقو پيله او حاصل دى.
۲- عيب پټول:
* آمر بايد دخپلو همكارانو دهغو عيبونو دښودلو څخه چې دهغوى دشخصيت او روحيې دماتيدو لامل ګرځي، په كلكه ځان وژغوري
* كه چېرې يو آمر وغواړي خپلو ټولو همكارانو ته دهغوى ديوه عيب په لرلو خبردارۍ وركړي،باید دنوم له اخيستو پورته موضوع بيان كړي
*كله كله دكنايې ژبه دمخامخ ويلو څخه څو چنده مؤثره او اغيزمنه ده او آمر كولاى شي دكنايې په ژبه هغوى خپلو نيمګړتياوو ته متوجه كړي
*كه چېرته لازم وو چې ديوه كس عيب ورته مخامخ په ګوته شي نو بايد ورته په ځان ګړي ډول دهغو يادونه وشي.
*په ځينو وختو كې دعيبونو دبيانولو پر مهال هغه ته دهغه دخوبۍ يادونه هم وكړى
* كله كله دعيبونو دلرې كولو لپاره هغه عيبونه په عامه توګه تر انتقاد لاندې نيسۍ، نه اشخاص بلكه هغه بد اوصاف تر بريد لاندې نيسۍ
۳- عاجزي:
تواضع خايسته جامې دي چې بايد دانسانيت له بازاره وپيرودل شي، متواضع كسان ميوه دارو ونو ته پاته كيږي چې هېڅومره ميوه ونيسي عاجزي او تواضع يې په هماغه اندازه زياتيږي.
   *  آمر دتوضع په واسطه عملاً انسانيت اوښې ګڼې دنندارې لپاره وړاندې كوي.                              
* تواضع ديوه اداره چي ښايست او ښكلا ده.
* دآمر تواضع دنورو دسركښيو او تكبر مخه نيسي.
* تواضع دآمر له چوګۍ نه دهغه دستروالي نښه ده.





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر