۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

ډاكتر اشرف غني احمدزي


دوستانو ددوكتور اشرف غني احمدزي كارنامي،،ډاکټر غني د خپلو همعصرو څېړونکو په جمله کي يو له هغو کسانو څخه دئ، چي په انگرېزي ژبه يې د افغانستان په اړه ډېري ليکني کړي دي، او هغه مهال په ډېرو معتبرو سرچينو کي خپرې شوي دي.

څېړنې

نوموړي خپلي لومړۍ علمي څېړني په افغانستان کي د اسلام د مبين دين د نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل کړې او په دې باب يې ډېري ليکني وکړې.

همدا راز يې په قبايلي ټولنه کي د اسلام او دولت جوړول تر سرليک لاندي يوه مفصله څېړنه وکړه.

ورپسې يې د اسلامي شريعت په محکمه کي د شخړو هوارى، تر نامه لاندي موضوعات راوسپړل، چي د تحليل لپاره يې د عبدالرحمن خان د سلطنت لومړۍ لسيزه وټاکله او د کنړ ولايت د محکمې پر اسنادو يې څېړنه پيل کړه.

تر دې وروسته يې د افغانستان پر معاصرو ادبياتو څېړنه وکړه او د دري ژبي د معاصري ادبي دورې په هکله يې معلومات راټول کړل، چي له علامه محمود طرزي څخه رانيولې د ثور تر کودتاه پوري يو شمېر عمده برخي يې څېړلي دي.

د دې تر څنگ نوموړي د افغانستان پر اقتصاد، تاريخ او دولتي جوړښتونو باندي هم زيات شمېر مقالې ليکلي او خپرې کړي دي.

د عملي څېړنو په لړ کي د ډاکټر غني يو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه ده، چي له پنځلسمي ميلادي پېړۍ څخه تر نولسمي ميلادي پېړۍ پوري ډېر موارد پکي تر څېړنيز پوښښ لاندي راغلي دي او پوره لس کاله پرې نوموړى بوخت و.

ډاکټر اشرف غني د خپل علمي ژوندانه په بهير کي گڼ شمېر نور آثار هم بشري ټولني ته وړاندي کړي، چي زيات شمېر يې د کتابونو ځيني يې د لکچرونو او ځيني يې په بېلابېلو فورمونو کي د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د استفادې وړ گرځېدلي دي.

په دې وروستيو کي يې يو کتاب (ناکام دولتونه او د هغو د کاميابۍ تگلار) تر سرليک لاندي د انگلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريکا کي خپور شو، چي د نړيوالو مطبوعاتو له لاري پرې تاوده بحثونه تر سره شول.

ښاغلي ډاکټر غني د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپټمبر له يوولسمي وروسته چي په افغانستان کي د يوې بلي بېساري غميزي د راپېښېدو وېره وه، له نړيوال بانک څخه بې معاشه رخصتي واخيسته او په آزادو مطبوعاتو کي يې يو لړ مقالې چاپ کړې او په لسگونو مرکې يې نشر ته وړاندي شوې.

په داسي حال کي چي نړۍ د افغانستان په اړه له ژور تشويش سره مخامخ وه د ملگرو ملتونو د هغه وخت سر منشي ښاغلي کوفي عنان له ښاغلي ډاکټر غني څخه غوښتنه وکړه چي د افغان مسئلې د حل لاري د موندلو په منظور دي د دې سازمان له يوه لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د با صلاحيته استازي ښاغلي لخضر ابراهيمي سره د ځانگړي سلاکار په توگه په کار پيل وکړي، ډاکټر غني دا وړانديز ومانه او د همدې پرله پسې هڅو په نتيجه کي وتوانېدئ، چي د بن د موافقې په ترتيب کي ونډه واخلي او نړۍ وپوهوي چي افغانان کولاى شي د خپل عنعنوي دود يعني لويي جرگې په چوکاټ کي ورپېښي ستونزي آواري کړي او له هغه سيمه ييز گروپ څخه چي د ټول هيواد استازيتوب نه شي کولاى قدرت د همدې ميکانيزم (جرگې) له لاري ملت ته انتقال کړاى شي، چي د همدې پوهاوي په نتيجه کي د مراحلو ټاکنه وشوه او ور پسې موقته اداره منځته راغله.

ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د موقتي ادارې تر ختمېدو يوه مياشت وروسته د افغانستان لسو ولايتونو ته کاري سفرونه وکړل او روان حالات يې تر څېړني لاندي ونيول، په همدې وخت کي يې د افغانستان د هغه مهال د ادارې په غوښتنه د ملگرو ملتونو د سازمان او نړيوال بانک ته استعفا ورکړه او له هر ډول مالي امتياز پرته د ولسمشر ځانگړى سلاکار مقرر شو.

يوه موده يې په پوره برياليتوب دا دنده پر مخ يوړه او وروسته بيا په افغانستان کي د مرستو د انسجام د ادارې مشر وټاکل شو، ښاغلي غني په دې اداره کي د پام وړ کارونه سرته ورسول، د ساري په توگه ويلاى شو چي لومړى يې د ملي بيا رغوني سر تاسري بنسټونه او اصول وټاکل، ورپسې يې د هغه کال د حمل په مياشت کي د مرستو د جذب نړيوال کنفرانس ته چي په کابل کي جوړېدئ تيارى ونيوئ، په دې کنفرانس کي ډاکټر غني نړيوالو ته د افغانستان د حکومت او خلکو لومړيتوبونه په گوته کړل او يوه سالمه مهالنۍ تگلاره يې وړاندي کړه.

تر کنفرانس وروسته نوموړى د يادي شوي ادارې له خوا بېړنۍ لويي جرگې ته د ماليې د وزير په توگه وپېژندل شو، چي جرگې دا وړانديز ومانه او ښاغلى ډاکتر اشرف غني د انتقالي دورې د ماليې د وزير په حيث مقرر شو.

دا وخت د افغانستان مالي او پولي سياست جگړو دومره ځپلى و، چي د نړۍ په کوم بل هيواد کي يې سارى نه شو ليدل کېداى، خو ډاکټر غني وتوانېده چي د گمرکونو او عوايدو په مرکزي کولو کي د امنيت شورا فيصله يوازي په شپږو اونيو کي عملي کړي او د پولي او مالي سياست په برخه کي بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي. د دې ترڅنگ يې د هيواد عمده ولايتونو ته سفرونه وکړل او د ملي پيوستون، مخابراتو او صحي پروگرامونو په ترتيب او له نورو وزارتونو سره د اړيکو په تنظيم کي يې اغېزمن رول ولوباوه، د هيواد په دننه کي يې د مالي چارو د تنظيم په موخه کاري پلانونه ترتيب کړل او له هيواده بهر يې هم د نړۍ د خبرولو لپاره د يادولو وړ گامونه واخيستل، چي يو مهم کار يې د توکيو کنفرانس لپاره افغان دولت ته د يوې داسي بيانيې او پروگرام تيارول و چي نړۍ يې له افغانستان سره د مرستي کولو ته قانع کړه. ورپسې د برلين د کنفرانس وار راغئ، او دا وخت نړۍ غوښتل افغانستان ته يوازي يو ميليارډ ډالره مرسته ورکړي، اما د وخت د ماليې د وزير پرله پسې هڅي وې چي نړۍ حاضره شوه، په هماغه کنفرانس کي له افغان حکومت سره د ٢، ٨ ميليارډو ډالرو مرستي ژمنه وکړي، په عين حال کي نړۍ دا هم ومنله چي په افغانستان کي ٥، ٢٦ ميليارډو ډالرو بهرنۍ پانگوني ته اړتيا ده، د افغانستان په ټول تاريخ کي دا يو بېسارى کنفرانس و چي يو نېستمن او جگړه ځپلي هيواد وکولاى شول، خپل د بيا رغوني پروگرامونه وړاندي کړي او نړۍ پرې قانع کړي.

د پورتنيو ښو کارنامو په پايله کي په ٢٠٠٣ ميلادي کال ښاغلى ډاکټر غني د آسيا د ممتاز او کامياب ماليې وزير په توگه وپېژندل شو، چي د کال د وزير جايزه يې هم ترلاسه کړه. وروسته د انتقالي دولت دوره پايى ته ورسېده، خو ډاکټر محمداشرف غني ونه غوښتل چي په بله کابينه کي گډون وکړي او د لوړو زدکړو د بهير د اصلاح په منظور يې د کابل پوهنتون د بيا رغوني چارو ته مخه کړه. پوره يو کال يې د کابل پوهنتون له استادانو او محصلينو سره کاري ليدني کتني وکړې او په دې چوکاټ کي يې د اساسي جوړوني پايله ترلاسه کړه، چي يوه اندازه لومړنۍ او ضروري مرستي ترلاسه شوې.

ډاکټر اشرف غني احمدزى په ٢٠٠٦ کال د نړيوالو مطبوعاتو له لاري د ملگرو ملتونو د عمومي سرمنشي د کانديد مرحلې ته د سرمنشي په توگه مطرح شو او بيا د افغان حکومت له خوا دا وړانديز رسماً هغې ادارې ته وړاندي شو.

په ٢٠٠٧ کال د ده نوم بين المللي مطبوعاتو د نړيوال بانک د رئيس په حيث وړاندي شو.

نوموړى چي تېر دوه کاله په سفرونو بوخت و، په يو شمېر نړيوالو مواردو کي يې څېړني ترسره کړې، چي همدا اوس يې د (ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تگلاره) تر سرليک لاندي يو کتاب له چاپه راوتلى او په نړيواله کچه د ډېرو سترو علمي او تحقيقاتي مراکزو او مطبوعاتو له خوا پرې بحث روان دئ.

ډاکټر غني په تېرو دوو کلونو کي د نړيوالو موسساتو په غوښتنه د سوډان، کوسوو او نيپال دولتونو ته مشورې ورکړي دي.

همدا راز ډاکټر اشرف غني احمدزی له يوې بلي تحقيقاتي او مشورتي موسسې سره چي د معاصرو دولتونو جوړېدو د ادارې په نامه منځته راغلې دنده پر مخ يوړه، دا موسسه د کاميابو دولتونو هغه تجربې او تگلاري چي د ناکامو دولتونو له ځينو شرايطو سره سمون خوري او ناکام دولتونه ورته اړتيا لري، تر څېړني لاندي نيسي.

دا چي ډاکټر غني احمدزی په تېرو څلورو کلونو کي له دولته بهر و په ډېرو نړيوالو کمېسيونونو کي يې برخه اخيستې چي له هغې جملې څخه يو د ملگرو ملتونو د قانون له نظره د بېوزلو خلکو بسيا کول نومېږي. په دې موده کي نوموړى د امريکې د وکيلانو د نړيوال عدالت په پروگرام کي د قانون د حاکميت د پروژې د عالي مشورتي کمېټې غړى و، همدا رنگه د بروکنگ د موسسې (په نړۍ کي د امن او سولي د راتگ) د پروژې د عالي کمېټې غړيتوب يې هم درلود. او د دې په خوا کي يې نوري ډېري بشري چاري هم سرته رسولي چي د ټولو بيانول په دې لنډه ليکنه کي ناممکن دي.

ښايي دا ساده مسئله نه وي چي ښاغلي غني لس کاله د افغانستان په څلور سوه کلن تاريخ او تېرو هېرو واقعاتو پسي پلټنه کوله او تر دې وروسته يې بيا د دغه زخمي هيواد د زخمونو د درمان لپاره تر خپله وسه لسيزي مبارزه کوله، بلکي د دې هڅي او تلاښ تر شا يو فکر پروت دئ، چي ښاغلى غني به هيڅ وخت آرام ته پرېنږدي. دا پټ او غلى احساس هغه دردوونکى کيفيت دئ، چي د شلمي پېړۍ ستر افغان جناب الفت يې هم آرام ته نه پرېښوده ويل به يې:

يو پټ غلى احساس دئ چي آرام مي نه پرېږدي

پر اور مي کړوي، لکه چي خام مي نه پرېږدي

ډاکټر غني د افغاني ټولني له روايت او ثقافت څخه الهام اخيستى و، چي کلونه يې د دې ټاټوبي د صوفيه کرامو د پېښليک او ژوند او اند په راسپړنه تېر کړل، او لا تر اوسه هم د دې هيواد په اساسي مطالعه او څېړنه بوخت دئ.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر